د جگړې د قربانيانو په اړه د اروپايي محکمې پرېکړه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اروپا د بشري حقوقو محکمې د برتانیا د سترې محکمې هغه پرېکړه رد کړې ده چې گواکې په عراق کې د برتانويانو تر کنټرول لاندې سيمو کې د وژل شوو يا ژوبلو کورنۍ د تاوان حق نه لري.

دې قضيې په نړيواله کچه ډېر پام ځانته راړولى وو. په ٢٠٠٣ کال کې په عراق د امريکا په مشرۍ تر بريد وروسته ددې هېواد جنوب په ځانگړې توگه د بصرې سيمه د برتانوي ځواکونو پۀ واک کې وه.

هغه مهال په بصره کې د شپږو وژل شوو کسانو خپلوانو په برتانیا کې محکمې کې د پلټنې او تاوان لپاره قضيه دايره کړې وه، خو په لندن کې محکمې په دې دليل د هغوي غوښتنه نه وه منلې چې د اروپا د بشري حقوقو د کنوانسيون اطلاق له برتانيا نه دباندې په برتانويانو نۀ کېږي. د محکمې ددې پرېکړې وروسته د اغېزمن شوو عراقي کورنيو په فرانسه کې د اروپا د بشري حقوقو محکمې ته مراجعه وکړه.

دې محکمې اوس پرېکړه کړې چې اغېزمنې شوې کورنۍ د تاوان حق لري چې بايد ورکړل شي.

تردې پرېکړې وروسته د ډېرو حقوق پوهانو په نظرکه د اروپايي ټولنې د غړو هېوادو څخه د هر يوۀ هېواد پوځيان په بل هېواد کې ملکي وگړو ته په زيان رسولو تورن کېږي او بيا پرې تور ثابتيږي، نو حکومتونه يې مسؤول دي چې تاوان ورکړي.

په دې اړه د برتانیا د هل پوهنتون دحقوقو د پوهنځي پروفيسر، ډاکټر نياز علي شاه وايي دا چې د بېلابېلو اروپايي هېوادو پوځيان افغانستان کې ښکېل دي، دا پرېکړه هلته هم ژورې پايلې درلودى شي.