ځانمرګي برید پنځه فرانسوي سرتېري ووژل

نیکولاس سارکوزي د انځور حقوق Getty
Image caption د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي ویلي، په برید کې یې سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان په شمال ختيځ کاپیسا ولایت کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګي برید لږترلږه یو ولسي وګړی او پنځه فرانسوي سرتېري وژلي دي.

په لومړي سر کې فرانسوي ځواکونو له خپله اړخه په برید کې د مرګ ژوبلې خبره رد کړې، خو اوس وايي چې عسکرو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه فرانسوي سرتېري یوه ورځ وروسته له هغه په نښه شوي، چې د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي افغانستان ته د خپل سفر پرمهال وویل، چې د ۲۰۱۲ کال ترپایه به له افغانستان څخه په لومړي پړاو کې خپل ۱۰۰۰ سرتېري فرانسې ته ستانه کړي.

نوموړی د تېرې سه شنبې پرورځ افغانستان ته په یوه ناڅاپي سفر تللی و، چې په کاپیسا کې یې له فرانسوي سرتېرو سره تر لیدو وروسته په کابل کې له ولسمشر حامدکرزي سره ګډې خبري ناستې ته وینا وکړه.

د ننني برید په تړاو ښاغلي سارکوزي منلې، چې په تګاب کې یې پر سرتېرو برید شوی، چې په کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

برید کوونکي داسې مهال برید کړی، چې فرانسوي پوځيانو د سیمه ییزو قومي مشرانو ساتنه کوله.

رویټرز خبري اژانس وايي، برید کوونکي د فرانسوي ځواکونو او د هغوی د ټانکونکو پر لوري ورغلی، او دوی ته نژدې یې خپل ځان چوولی دی.

نیکولاس سارکوزي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: ''برید کوونکي زموږ سرتېرو ته نژدې ځان چوولی، ځینې یې وژلي څلور پوځيان او درې ولسي افغانان یې ټپیان کړي دي.''

Image caption فرانسه د ۲۰۱۲ تر پایه له افغانستان څخه ۱۰۰۰ سرتېري وباسي.

دا د ۲۰۰۸ له اګست راوروسته، چې په سروبي کې د طالبانو په کمین کې لس فرانسوي پوځيان ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان شول، دوی ته تر ټولو لویه دویمه ضایع ده.

په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې مرګوني بریدونه زیات کړي دي.

تېره میاشت، په کاپیسا کې د پولیسو پر یوې اکاډيمۍ ځانوژونکي برید اته کسان ووژل.

طالبانو د ننني برید پړه منلې او ادعا کوي، چې به دې برید کې نژدې دېرشو فرانسوي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

فرانسوي پوځيآن د ناټو په مشرۍ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یوه برخه ده.

ورته مطالب