ستاسې غږ: پر جنوبي ولايتونو د احمد ولي کرزي د وژل کېدو اغيزې؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د انځور حقوق BBC World Service

په روانې اونۍ کې د افغان ولسمشر حامد کرزي د کشر ورور او اغيزمن او ناندريز قومي مشر احمد ولي کرزي وژل کېدو د افغانستان په جنوب کې وضعې په تړاو نوې پوښتنې راپورته کړي دي.

ولسمشر کرزي د خپل ورور خاورو ته د سپارلو مراسمو وروسته يو ځل بيا په طالبانو غږ کړى دى چې د سولې بهير کې ورگډ شي.

دا چې احمدولي کرزى نۀ يواځې د کندهار د ولايتي شورا مشر وو، بلکې د ډيرو په اند څلورو جنوبي ولايتونو کې عملا حاکم بلل کېدو د هغه وژل کېدل به ددې سيمې په وضعې څه اغيز ولري؟

پۀ همدې ددې اونۍ ستاسې غږ کې غږيږو .

که تاسې غواړئ په دې پروگرام کې برخه واخلئ د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال

٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

زنگ راووهئ يا هم به ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

ايس ايم ايس پيغامونه راولېږئ

دغه راز

Pashto@bbc.co.uk

له لارې هم خپل نظرونه راستولى شئ.