خوست: د شپې عملياتو کې ۶ کسه وژل شوي

خوست
Image caption ځايي خلک او د خوست چارواکي وژل شوي ملکيان ښيي، خو ناټو يې د حقاني پلويان بولي.

د افغانستان له سويل ختيځ نه راپورونه وايي چې د ناټو ځواکونو له لوري د شپې عملياتو پر مهال شپږ کسه وژل شوي دي.

پېښه د خوست په متون کې شوې او ځايي خلک وايي چې وژل شوي واړه ملکي وګړي دي. دوی وايي په وژل شويو کې يو ښوونکی، يو زده کوونکی او يوه نجلۍ شامل دي.

په خوست کې د دغو وژنو د غبرګون په تړاو په سلګونو کسانو لاريون وکړ او د وژل شويو جسدونه يې د ولايت مقام ته راوړي وو.

د خوست د والي وياند هم تاييد کړې چې وژل شوي ملکيان دي، خو وايي په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

دی وايي ښايي دغه کسان د هغو ناسمو معلوماتو پر بنسټ وژل شوي وي، چې ناټو ځواکونو ته ورکړل شوي دي.

خو په افغانستان کې ناټو آيساف ځواکونه وايي چې وژل شويو د حقاني له شبکې سره اړيکې لرلې.

د ناټو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دغو عملياتو کې يې د يوې ځوانې وسله لرونکې ښځې په ګډون د حقاني شبکې شپږ کسه وژلي دي.

دوی وايي د دغو عملياتو موخه د حقاني شبکې د هغه ځايي مشر په نښه کول وو، چې په غیر مستقيم ډول يې له وسله والو کسانو سره لاس درلود او وسله والو ته يې وسلې رسولې.

بل خوا له پکتيا ولايت نه ورکړل شوي رپوټونه وايي چې د وسله والو طالبانو او افغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ نښته کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولايت چارواکي وايي طالبانو پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريد وکړ، خو په پايله کې يې همدوی ته مرګ ژوبله واوښته.

دوی په دغه برید کې نه حکومتي ځواکونو او نه هم بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو وسله وال طالبان په دغه بريد کې د ګڼو افغان او بهرنيو پوځيانو د وژل کېدو ادعا کوي.

ورته مطالب