م. م: ملکي تلفات په زياتېدو دي

يوناما
Image caption يوناما د ۲۰۱۱ کال په لومړيو شپږ مياشتو کې د ۱۴۶۲ ملکي افغانانو د وژنې پېښې ثبت کړي دي.

د ملګرو ملتونو يو راپور وايي چې افغانان له مخ په زياتېدونکي تاوتريخوالي سره مخامخ دي. راپور کاږي چې له تېر کال راهيسې د ملکيانو په مرګ ژوبله کې پنځلس سلنه زياتوالی راغلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر يوناما د ۲۰۱۱ کال په لومړيو شپږ مياشتو کې د ۱۴۶۲ ملکي افغانانو د وژنې پېښې ثبت کړي دي.

د ملګرو ملتونو راپور د ملکي مرګ ژوبلې ډیره پړه پر حکومت ضد ځواکونو لکه طالبانو او د سرک د غاړې پر ماينونو اچوي، خو رپوټ ښيي چې زيات شمېر کسان د ناټو په هوايي بمبارۍ کې هم وژل شوي دي.

د افغان حکومت وسله والو مخالفينو تر اوسه د ملګرو ملتونو د دې راپور په اړه خپل غبرګون نه دی په ډاګه کړی، خو د ملکي تلفاتو په اړه وسله والو طالبانو د ملګرو ملتونو تېر راپورونه يو اړخيز او ناسم بللي وو.

دغه راپور پر داسې مهال خپرېږي چې ناټو ځواکونه د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته سپاري.

د واک سپارلو دغه بهير په راتلونکو نژدې ورځو کې پيلېږي او له مخې به يې په لومړي پړاو کې افغان ځواکونه د اوو سيمو امنيتي واګې پر خپلو اوږو واخلي.

په دغو سيمو کې له پلازمېنې کابل پرته د ناکراره هلمند مرکز، لښکرګاه ښار هم شامل دی.

له دې سره سره چې په وروستيو څو مياشتو کې د افغانستان په لر او بر کې د وسله والو مخالفينو بريدونو زور اخيستی، افغان چارواکي وايي له بهرنيو ځواکونو نه امنيت اخيستو ته چمتو دي.

ورته مطالب