د احمد ولي کرزي په اړه د برتانوي ورځپانو شننې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ټايمز ورځپاڼه ليکي احمد ولي کرزى، بيلابيلو خلکو ته بيل سړى وو.

په برتانيا کې خپريدونکو بيلابيلو ورځپاڼو هم په خپلو گڼو کې د ولسمشر کرزي د ورور پر وژل کيدو او په جنوب کې د هغه د ځواک د اغيزو په اړه ليکنې او شننې کړي دي.

ټايمز

د ټايمز ورځپاڼې ليکلي، ويره ده چې د کرزي د ورور له وژل کېدو وروسته، گډوډي رامنځته شي. ورځپاڼې هغه يو ستر سړى بللى چې خلکو يې ورسره مينه درلوده ، خو سخت لانجمن هم وو.

د ټايمز په ليکنه هغه يو مافيايي سړى، د نشه يي داروگانو قاچاقبر، د سي آی اې کارکونکى، پښتون اتل، د طالبانو غوږ تاوونکى او د ناټو متحد وو.

احمد ولي کرزى، بيلابيلو خلکو ته بيل سړى وو.

د ورځپاڼې په ليکنه، په داسې يوه مهال چې امريکايي عسکر له افغانستان نه وځي، د هغه وژل کيدل پر ولسمشر او هڅو ېي يو ويجاړونکى گوزار دى، چې غواړي د طالبانو په پخواني پياوړي مرکز کې ثبات راولي.

خو د ټايمز ورځپاڼه ليکي، په پاى کې اوس دا پوښتنه راولاړيږي چې آيا دى خپله د ستونزې يوه برخه و او که د هغې د هوارولو يو جز.

خو اوس چې دى مړ شوى، نو کيداى شي تر راتلونکي اوړي پورې دې پوښتنې ته ځواب وموندل شي.

گارډين

د گارډين ورځپاڼې بيا ليکلي د احمد ولي کرزي په نه شتون سره ښايي چې په اوږد مهال کې حکومت پياوړى شي.

خو ورځپاڼه داهم ليکي چې خلک اوس دا پوښتنه کوي، چې سبا به څه کيږي؟ او څوک دا وړتيا لري چې د هغه ځاى ونيسي؟

اوپه پاى کې ورځپاڼه ليکي، چې د هغه په وژل کيدو سره، د افغانستان په سياست کې يوه لويه تشه رامنځته شوې ده.

فايننشل ټايمز

د فايننشل ټايمزورځپاڼې، ليکلي د کرزي د ورور وژل کيدل، د امريکا متحدو ايالاتو ته ټکان ورکړى، ځکه د هغه له وژنې سره له افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د ۳۳زرو عسکرو د وتلو په اړه د اوباما پر پلان اغيز پريوځي.

ورځپاڼه دارنگه ليکي، د احمد ولي کرزي وژل کيدل، د ولسمشرکرزي د ملا پر تير يو گوزار و.

انډيپينډينټ

د انډيپينډينټ ورځپاڼه بيا ليکي د هيواد په جنوب کې د ترټولو ځواکمن شخصيت احمد ولي کرزي وژل کيدل به په افغانانو کې داسې يو احساس رامنځته کړي، چې طالبان کولى شي، هرکله او هر ځاى گواز وکړي او طالبان هغه ډول چې امريکايي پوځي قوماندانانو يې ادعا کړې ده، کمزوري شوي نه دي.

د ورځپاڼې په ليکنه دا مهمه نه ده چې چا احمد ولي کرزى ووژاوه، خو دا به له دې کبله خپل اغيز ولري چې د هغه وژل کيدل په کابل کې پر انټرکانټيننټل هوټل له بريده او په شمال کې د جګپوړو چارواکو له وژل کيدو وروسته پېښيږي.

انټرنشنل هيرالډ ټربيون

د انټرنشنل هيرالډ ټربيون ورځپاڼه ليکي، د سه شنبې په ورځ د احمد ولي کرزي وژل کيدل، د ولسمشر حامد کرزي پر ځواک مخامخ گوزار وو، ځکه ښاغلى کرزى په جنوب کې د خپل ناسکه ورو پر ننگونکي نفوذ پورې تړلی وو چې د ځواکمنو کسانو، قومي مشرانو، انتخابي چارواکو، نشه يي داروگانو له کاروباريانو او اورپکو سره يې کورنۍ اړيکي ساتل.

ورته مطالب