افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل رسماً پیل شول

بامیان
Image caption په افغانستان کې بامیان له بې وزلو سیمو شمېرل کیږي، چې خلک يي د برېښنا او اوبو له کموالي سره هم مخ دي.

له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤولیتونو د سپارلو بهیر په بامیانو ولایت په رسمي توګه کې پیل شو.

بامیان د افغانستان له امنو ولایتونو څخه شمېرل کیږي، چې په تېرو لسو کلونو کې پکې پر افغان او بهرنیو ځواکونو د حکومت د مخالفو وسلوالو بریدونه لږ او آن په هېڅ کې شمېرل کېدل.

خو د بامیان ولایت یوشمېر اوسیدونکي اندېښنه لري، چې ښايي له دغه ولایت څخه د بهرنیو ځواکونو له وتو سره، اورپکې خپل فعالیتونه پراخ او د ناامنیو لمن هم خوره شي.

په بامیان ولایت کې د نوي زیلاند ځواکونه د ولایتي بیارغونې په چوکاټ کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې مرسته او فعالیت کاوه.

د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤولیتونو د ورسپارلو د بهیر هرکلی کوي. دوی وايي، د یاد پروګرام پلې کېدل به د بامیانو په امنیتي حالت هڅ ډول اغېزه ونه لري.

چارواکي وايي، په تېرو لسو کلونو کې افغان ځواکونو د بامیانو امنیتي مسوولیت عملاً پرغاړه درلود.

اوس مهال په بامیان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په خوا کې شاوخوا ۸۰۰ افغان پولیس هم امنیتي چارې پرمخ وړي.

د بامیان د امنيې قوماندان جمعه ګيلدي یاردم وايي، په بامیانو کې د ځوکوانو د شمېر زیاتېدل او سمبالول يي اړین دي، ترڅو د راتلونکو احتمالي ګوښونو پروړاندې تیار واوسي:

''زموږ اصلي اړتیاوې، د تشکیلاتو او تجهیزاتو کموالی دی، لکه: موږ زرهي وسایل نلرو، چې له دې ځایه ولسوالیو ته سفر وکړو. موږ د عامه نظم ، د چټک غبرګونه پولیسو ته اړتیا لرو، ځکه په هغو ځایونو کې ، چې ګواښ دی او په هغو ځایونو کې، چې په راتلونکې کې د دښمن ګواښ احساسیږي، د چټک غبرګون پولیس باید هرڅه ژر ورسیږي او یا هم هلته قرار ګاوې ولري.''

بامیان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه شمېرل کیږي، چې د ناامنیو پېښې پکې ډېرې لږ لیدل شوي، داسې، چې په تېرو لسو کلونو کې امنتیتي ځواکونو ته لږ ځاني زیان اوښتی دی.

خو د دغه ولایت له غوره امنیتي حالت او د امنیتي چارواکو له ډاډ سره سره بیا هم د بامیان ولایت یوشمېر اوسیدونکي د راتلونکي په اړه اندېښنه لري.

د بامیان ولایت اوسېدونکې حلیمه رضايي وايي، د بامیان ولایت امنیتي حالت مخ په خرابېدو دی:

۱۰۰٪ باور

''د بامیان ولایت امنیتي حالت د خرابېدو په حال کې دی، اوس مهال موږ په خپلو ځواکونو سل په سلو کې باور نه لرو، ځکه سمه روزنه نه ده ورکړل شوې، له هرې سيمې راټول شوي، زده کړه نلري، پخپلو مسوولیتونو نه پوهیږي، چې موږ د یوه سرتیري په توګه خپلې خاورې ته څه ډول خدمت وکړو.''

له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو له ورسپارلو وروسته د ناامنیو د زیاتېدو اندېښنې د بامیان ولایت له سیمه ییزو چارواکو هم اورېدل کیږي.

د بامیانو د ولایتي شورا غړی حیدر علي احمدي وايي، د بامیانو امنیتي حالت ته اندېښمن دی:

''د بامیانو اوسیدونکو او د ولایتي شورا غړو پخوا هم خپلې اندېښنې د پی آر ټي له امنیتي چارواکو او یونما سره شریکې کړي دي. واقعآ داسې اندېښنې موجودې دي، چې د بامیانو د ځینو سیمو امنیتي حالت به یوڅه بدلون ومومي او یاهم یو څه خراب شي. اوس هم د ځینو سیمو یا لارو امنیتي حالت د ډاډ وړ نه وي.''

په تېرو اتو کلونو کې د (پي آر ټي) یا د ولایتي بیارغونې ډلې له خپلو شا و خوا دوه سوه او شپېتو غړو سره د دغه ولایت د امنیت په ټینګښت کې مرسته کړې ده.

د پي آر ټي چارواکي وايي، د خلکو اندېښنې احساسوي، له همدې امله به د بامیانو له ولایت څخه هر څه ژر ووځي. د پي آر ټي د ډلې د پوځي چارو سلاکار هیومک اسلان وايي، د انتقال د بهیر ترپای ته رسېدو په دغه ولایت کې پاتې کیږي:

Image caption د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د ورسپارلو د بهیر هرکلی کوي.

''موږ د انتقال د بهیر تر پای ته رسېدو دلته پاتې کیږو، چې د بامیانو د بریا لپاره دايمي زمینه برابر کړو. تر راتلونکو دوه نیمو یا دریو کلونو پورې به د امنیتي حالت د څارنې په برخه کې ډېر کار وکړو.موږ د روزنې له لارې د پولیسو د وړتیاوو په لوړولو کار کوو. ترڅو دوی د احتمالي امنیتي ګواښونو پروړاندې په اسانۍ سره غبرګونه وښيي.'' د افغانستان په مرکزي ولایتونو کې بامیان د بوداييزم د زده کړې ځای شمېرل کېده، هغه ځای، چې له ختیځ او لوېدیځ څخه يې د وريښمو د سوداګرو پام وراړولی و، خو اوس مهال يي خپل پخوانی ارزښت له لاسه ورکړی دی.

په افغانستان کې بامیان له بې وزلو سیمو شمېرل کیږي، چې خلک يي د برېښنا او اوبو له کموالي سره هم مخ دي.

کرنه او سیاحت د بامیانو له اصلي عایداتي سرچینو څخه شمېرل کیږي، خو یوشمېر اوسېدونکي يي اندېښنه لري، که د دغه ولایت امنیتي حالت خراب شي، نو عایداتي سرچینو ته به يي هم زیان ورسیږي.

ورته مطالب