برتانیا: له وخت وړاندې د پوځيانو ایستل 'خطرناک دي'

برتانوي پوځيان په افغانستان کې
Image caption برتانیا دا مهال په افغانستان کې ۹۵۰۰ پوځيان لري.

په برتانیا کې د پارلمان یوې کمېټې لومړي وزیر ډېوېد کامیرون ته له افغانستان څخه له وخته وړاندې د سرتېرو د ایستلو پرضد خبرداری ورکړی دی.

دوی وايي له سلګونو ملاتړو پوځيانو یې د یوی شمېر ایستل نړیوالې ستراتيژۍ ته زیان ورسوي او پاتې ځواکونه به په خطرناکه توګه کمزوري کړي.

برتانوي سیاست وال وايي له افغانستان څخه تر وخت وړاندې د سرتېرو ایستل به په خطرناکه توګه برتانوي پوځيان کمزوري کړي.

برتانیا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۹۵۰۰ پوځيان لري، چې ډېری یې د دغه هېواد په سوېل کې مېشت دي.

ډېوېډ کامیرون وویل چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه به افغانستان څخه خپل جګړه ییز ځواکونه راوباسي.

د برتانیا د پارلمان ددفاع کمېټه وايي، دوی ډاډه نه دي چې ایا په افغانستان کې برتانوي پوځيان په کافي اندازه چورلکې لري او که نه.

د برتانیا دفاع وزیر لیام فاکس ویلي، پوځيانو یې په افغانستان کې یو لړ لاسته راوړنې لرلې.

د روانې میاشتې په لومړیو افغانستان د برتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون وویل چې له دغه هېواده به یې په لومړي پړاو کې ۵۰۰ پوځيان ووځي.

نوموړي ویلي وو، دی غواړي چې په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ پورې د برتانیا جګړه ییز ماموریت پای ته ورسېږي.

دا اوونۍ، له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د ایستلو لړۍ او افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل پیلېږي، چې دا لړۍ به د ۲۰۱۴ ترپایه بشپړه شي.

Image caption د برتانیا پر دفاع وزیر له دې کبله نیوکه شوې، چې د مخکني توني بیلیر د حکومت پ رمهال یې ګني په ۲۰۰۶ کال هلمند ولایت ته د برتانوي ځواکونو د تګ او ورسره د مل خطر په تړاو وزیرانو ته خبر نه و ورکړی.

خو د برتانیا د پارلمان غړو ویلي، افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو پر سپارلو او وړتیاوو اندېښنه لري.

'د خپل ژوند لپاره جګړه'

د برتانیا پر دفاع وزیر له دې کبله نیوکه شوې، چې د مخکني توني بیلیر د حکومت پ رمهال یې ګني په ۲۰۰۶ کال هلمند ولایت ته د برتانوي ځواکونو د تګ او ورسره د مل خطر په تړاو وزیرانو ته خبر نه و ورکړی.

هغه مهال برتانوي پوځيان په عراق کې هم جنګېدل.

د پارلمان غړي وايي، له تېرو درو کلونو راهیسې برتانوي ځواکونه د پوځي توکو له کمښت سره مخامخ وو.

دوی ویلي د هلمند په څېر ستونزمنو سیمو کې پر برتانوي پوځيانو د جګړه ییز فشار راوړل د نه منلو وړ دي.

ورته مطالب