افغانستان کې د انټرنیټ له لارې د دندو موندل ډېر شوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption همدا اوس په افغانستان کې د دندو د موندلو یو شمېر ځانګړې انټرنیټي وېبپاڼې فعالیت کوي چې په بېلابېلو برخو کې د ورځې لسګونه دندې په کې پرلیکه او اعلانیږي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې یو شمېر نوي انټرنیټي وېبپاڼې او مشورتي دفترونه جوړشوي چې له وزګارو خلکو سره د دندو د پيدا کولو او د اسنادو د چمتو کولو د لارو چارو په برخه کې مرستي کوي.

د اټکل له مخې دا ډول انټرنیټي وېبپاڼو او مشورتي دفترونو شمېره لسګونو ته رسیږي.

هغه خلک چې انټرنیټ ته لاسرسی لري او په انګلیسي ژبه هم پوهیږي، په اسانۍ سره له دغولارو د خپلې خوښې دنده پيدا کولی شي.

د دا ډول انټرنیټي وېبپاڼې او مشورتي دفترونو چلوونکي وايي د میاشتې لسګونه ځوانان د دوی په مرستو دندې ترلاسه کوي.

په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې په افغانستان ټيکنالوژۍ تر بل هر څه ډېر پرمختګ کړی اودا مهال د هېواد په نژدې ټولو لویو ښارونو کې انټرنیټي اسانتیاوې شته اود چارواکو په خبره د هېواد څه باندې نیم نفوس ټیلې فوني خدمتونو ته لاسرسی لري.

خو انټرنیټ او کمپیوټر یوازې په حکومتي ادارو او نورو ناحکومتي ادارو کې د ورځنیو دفتري چارو لپاره نه کارول کیږي، بلکې اوس انټرنټ د ډېرو لوستو وزګارو ځوانانو لپاره د کار موندنې یوه سرچينه هم ګرځېدلی.

همدا اوس په افغانستان کې د دندو د موندلو یو شمېر ځانګړې انټرنیټي وېبپاڼې فعالیت کوي چې په بېلابېلو برخو کې د ورځې لسګونه دندې په کې پرلیکه او اعلانیږي.

په افغانستان کې په دغه برخه کې له دوو وېبپاڼو اکبر ټکی اورګ www.acbar.orgاو جابز ټکی اې اف www.jobs.af نه ډېره استفاده کیږي، چې د چلوونکو په خبره یې د ورځې لسګونه ځوانان له دغې لارې د خپلې خوښې وظایف پیدا کوي او مخامخ د انټرنېټ له لارې ورته خپل اسناد او کاري سوابق وراستوي.

د جابز ټکی ای اف مشر فرشید غیاثي چې له څه باندې یوه کال راهيسې په دغه برخه کې کار کوي، وایي د وېپاڼې ډیری کتونکي یې د هېواد په لویو ښارونو کې دي.

Image caption دغه انټرنیټي وېبپاڼې تر ډېره د پېسو په بدل کې د موندنې اعلانونه خپروي، خو دا یوازې انټرنیټي سایټونه نه دي چې له خلکو سره د دندو په موندلو کې مرسته کوي.

ښاغلي غیاثي په دې اړه چې څومره کسانو د دوی د وېبپاڼې له لارې دندې ترلاسه کړي کومه شمېره ورنکړه، خو اټکل کوي چې ښايي د دا ډول کسانو شمېر سلګونو ته ورسیږي.

یو شمېرهغو ځوانانو چې له همدغولارو یې دندې موندلي،وايي دغو ویپاڼو د دندو د موندلو په برخه کې د وزګارو خلکو کار وراسانه کړی دی.

منصور پوپلزی هغه ځوان دی چې د انټرنېټ له لارې په څو دفترونو کې دنده پېدا کړې ده.

دغه انټرنیټي وېبپاڼې تر ډېره د پېسو په بدل کې د موندنې اعلانونه خپروي، خو دا یوازې انټرنیټي سایټونه نه دي چې له خلکو سره د دندو په موندلو کې مرسته کوي.

په افغانستان او خاص ډول کابل کې د دندو لپاره د اسنادو د چمتووالي یو شمېر مشورتي دفترونه هم کار کوي.

دغه مشورتي دفترونه ځوانانو ته په انګلیسي ژبه د سي ویانو اووظیفو ته د عریضو د لیکلواو مخامخ مرکې یا انټروۍ د کولو لارې چارې ورښيي.

د افغانستان د تجارت مشورتي دفتر له دغې ډلې یو دی، د دغه دفتر یوه چارواکي عثمان حفیظ بي بي سي ته وویل، دوی پر کابل سربېره د هېواد په یو شمېر نورو لویو ښارونو کې هم دا ډول چارې ترسره کوي.

د انځور حقوق AP
Image caption په افغانستان او خاص ډول کابل کې د دندو لپاره د اسنادو د چمتووالي یو شمېر مشورتي دفترونه هم کار کوي.

د دغو انټرنیټي وېبپاڼو او مشورتي دفترونو ترڅنګ داسې ډېرې ادارې هم شته چې مخامخ د خپلې وېپاڼې له لارې تش پوستونه اعلانوي.

یو شمېر خلک نیوکه کوي چې ځېنې وخت پر دغو وېپاڼو دندې نمایشي اعلانیږي او له وړاندې ورته کسان ګمارل شوي وي.

خو،له کابل پرته د هېواد په ډېرو ښارونو کې د برېښنا نشتوالي او انټرنیټ ته د ګڼو خلکو نه لاسرسی، د دغو انټرنیټي خدمتونو په وړاندې یوه لویه ننګونه بلل کیږي.

خو د دندو د موندلو دغه ادارې او وېبپاڼې وايي په پام کې لري چې تش پوستونو اعلانونه د ټیلیفوني پیغامونو له لارې تر خلکو ورسوي.

په انټرنیت کې نور ورته مطالب

بي بي سي د پردېو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.