''د جان محمد خان په وژنه کې د پاکستان لاس و''

بسم الله محمدي د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي محمدي وويل چې د جان محمد خان د وژنې په اړه به خپلې پلټنې تر بشپړېدا وروسته د ولسي جرګې له غړو سره شريکې کړي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي داسې شواهد او لاسوندونه يې موندلي چې ښيي د افغان ولسمشر د سلا کار او د ولسي جرگې د غړي په وروستيو وژنو کې د پاکستاني کړيو لاس و.

ستر پاسوال بسم الله محمدى د افغانستان د ولسي جرگې په غونډه کې وويل هغه گرځنده تيلې فونونه چې له بريدگرو تر لاسه شوي دا څرگندوي چې د هغوى وروستي اړيکي له هغو کړيو سره وو چې د ننه په پاکستان کې دي، دا رنگه د کورنيو چارو وزير وايي چې د دغو تيلې فونونو له لارې د دغو ترهگرو ټولې خبرې يې ثبت کړې دي.

د ولسي جرگې غړو د سلاکار جان محمد خان او هاشم وطن وال د وژلو د پېښې د سپيناوي په موخه د کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت مرستيال جرگې ته وربللي وو.

سره له دې چې په افغانستان کې د ترهگرو بريدونو وروسته د گاونډيو هېوادونو پر استخباراتي کړيو د تورونو پورې کول کومه نوې خبره نه ده، خو د ولسي جرگې غونډې ته د افغانستان د کورنيو چارو د وزير ستر پاسوال بسم الله محمدي څرگندونې ډېرې جدي برېښېدې:

''زموږ د پلټنې ډلې پرې کار کوي چې څه مو تر لاسه کړي، موږ له هغوى نه گرځنده تيلې فونونه تر لاسه کړي دي، دوى ته وروستي ټيلې فونونه له پاکستانه راغلي، ځينې تيلې فونونه ورته د ننه له افغانستانه هم شوي البته ځينې ولايتونه په کې ځانگړي شوي دي، موږ لس تيلې فونونه پېژندلي چې له پاکستان او له افغانستانه بريدگرو ته شوي وو د دغو تيلې فونونو يې يو بل ته مبارکيانې ورکولې او يو بل ته يې ويل چې زموږ پروگرام په برياليتوب سره بشپړ شو، موږ هغه پروگرام چې لاره هغه مو عملي کړي دي.''

ښاغلي محمدي وويل چې د دوى د پلټنو ډلې په دې اړه پلټنې کوي او د دغو پلټنو په بشپړېدو سره به ټولې پايلې د ولسي جرگې له غړو سره شريکې کړي.

سره له دې چې جرگه والو غوښتل چې د کورنيو چارو له وزيره په دې برخه کې لا ډېر وضاحت وغواړي، خو اداري پلاوي په پر له پسې ډول له استازو غوښتنه کوله چې په استماعيه غونډو کې نه ښايي چې له وربلل شويو چارواکو نه پوښتنې وشي.

خو کله چې د ملي امنيت د ادارې د مرستيال د څرگندولو وار راورسېد، نو جرگه د تړلو دروازو تر شا روانه پاتې شوه او خبريالان يې له غونډې وايستل، خو د غونډې په پاى کې ځينو استازو له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې د غونډې ډېرې خبرې د گاونډيو هيوادونو د استخباراتي کړيو په کړو وړو راټولې وې او وکيلانو ته لارښوونې وشوې چې څنگه د دغو بريدونو په مخنيوي کې د امنيتي چارواکو سره مرستې وکړي.

خو په جرگه کې د کندهار د خلکو استازى محمد نعيم حميدزى لالى وايي چې په حقيقت کې وکيلانو ته د هغوى د مرگونو زيري ورکړل شول.

په همدې حال کې د ملي امنيت اداره وايي چې په تېرو دوو ورځو کې يې شپږ تنه ځانمرگي بريدکوونکي د کابل په ميرويس ميدان او ځينو نورو سيمو کې نيولي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption جان محمد خان وړمه شپه په کابل کې په خپل کور کې د وسله والو په برید کې ووژل شو.

د دغې ادارې د وياند لطف الله مشعل په خبره له بريدگرو سره يو ځاى ځينې چاودېدونکي توکي هم نيول شوي چې دا مهال تر پوښتنو گروېږنو لاندې دي:

''د ملي امنیت د ادارې کارکوونکو د ځانمرګو بریدونو او نورو ترهګرو فعالیتونو په شک څلور تنه نن او دوه تنه پرون نیولي دي. ددغو نیونو پرمهال امنیتي مامورانو ته داسې وسایل او توکي هم په لاس ورغلي چې په انتحاري او نورو بریدونو کې ترې کار اخیستل کېږي.''

ورته مطالب