ناټو ددویمې سیمې امنیت افغان ځواکونو ته وسپارۀ

محمد اقبال عزیزي
Image caption د ختيز ولايت لغمان والي محمد اقبال عزيزي وايي چې له ايتلافي ځواکونو نه افغان هغو ته د مسؤوليت لېږدونې په اړه پوره چمتوالي لري، هغه وويل پوليسو او امنيتي ځواکونو يې دا وړتيا تر لاسه کړې چې په يوازې ځان امنيت وساتي.

د افغانستان ختيځ ولایت لغمان مرکز مهترلام دویم ښار دى چې د ايتلاف له ځواکونو نه په کې دامنيتي چارو مسؤوليت افغان ځواکونو ته ولېږدول شو.

د افغانستان د ختيز ولايت لغمان چارواکي وايي چې دوی د مسؤوليت لېږدونې د بهير لپاره پوره چمتووالى لري.

ددغه ولايت والي وايي چې پوليسو او نورو امنتي ځواکونو يې دا وړتيا تر لاسه کړي چې دوی د وسله والو مخالفينو پر وړاندې کلکه دفاع وکړي.

د ختيز ولايت لغمان والي محمد اقبال عزيزي وايي چې له ايتلافي ځواکونو نه افغان هغو ته د مسؤوليت لېږدونې په اړه پوره چمتووالي لري، هغه وويل پوليسو او امنيتي ځواکونو يې دا وړتيا تر لاسه کړې چې په يوازې ځان امنيت وساتي.

ښاغلي عزيزي وويل د پرمختګ او حکومت والۍ په برخه کې هم دا چمتووالى لري چې د ايتلاف ځواکونو تر وتلو وروسته حکومتي چارې هم پياوړې کړي.

لغمان د افغانستان په ختيز کې هغه ولايت دى چې زياتې غرنۍ سيمې لري او زياتره وختونه پر ايتلاف او افغان ځواکونو په کې بريدونه او چاودنې کېږي.

د لغمان د امنيې قوماندان غلام عزيز غرنى هم ددغه ولايت د والي په څېر نظر لري چې ګواکي ځواکونه يې د امنيت ساتلو وړتيا لري تر څنګ يې وايي چې په دغه ولايت کې ددوی وسله والو مخالفينو جګړه ييزه وړتيا له لاسه ورکړې ده.

په پام کې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې د پنجشیر، (له سروبي پرته) د کابل، هرات، مزار شریف او لښکرګاه ښارونو امنيتي چارې هم افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

Image caption په ختيځ کې د بي بي سي خبریال وايي د امنيتي چارو له سپارلو سره په مهترلام ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي.

افغان چارواکي وايي، ناټو ځواکونه به په دغو سیمو کې پاتې کېږي، خو په پوځي عملیاتو کې به ونډه نه لري.

بهرني ځواکونه به یوازې د افغان ځواکونو روزنه پرمخ وړي.

په ختيځ کې د بي بي سي خبریال وايي د امنيتي چارو له سپارلو سره په مهترلام ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي.

لغمان د افغانستان په ختيځ کې یو له ناامنه ولایتونو دی، چې به سرحدي ولسوالیو کې یې وسله وال فعالیت لري.

د روانې جولای پر ۱۷مه له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤولیتونو د سپارلو بهیر په بامیانو ولایت په رسمي توګه کې پیل شو.

بامیان د افغانستان له امنو ولایتونو څخه شمېرل کیږي، چې په تېرو لسو کلونو کې پکې پر افغان او بهرنیو ځواکونو د حکومت د مخالفو وسلوالو بریدونه لږ او آن په هېڅ کې شمېرل کېدل.

ورته مطالب