د لښکرګاه امنيتي چارې هم افغان ځواکونو ته وسپارل شوې

لښکرګاه
Image caption د افغانستان د سرشمېرنې د مرکزي ادارې د ۲۰۰۶ کال د شمېرو له مخې، لښکرګاه ۳۵۹۰۰ اوسېدونکي لري.

افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو د لړۍ له پیلېدا او تر بامیان او مهترام ښار وروسته د هلمند د مرکز لښکرګاه امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

لښکرګاه د افغانستان په جنوب کې له ناامنو سیمو بلل کېږي.

د مهترلام او بامیانو په پرتله لښکرګاه نسبتاً ناامنه سیمه ده، چې د شنونکو په باور د امنيتي له لېږد سره به افغان ځواکونه له ستونزو سره مخامخ شي.

پر امنیتي ننګونو سربېره، د لښکرګاه ښار د امنيت د لېږد په مراسمو کې د ګډون لپاره یو شمېر افغان پوځي چارواکي لښکرګاه ته تللي، چې هلته سخت امنيتي تدابیر نیول شوي.

د لېږد مراسم پر داسې ورځ شوي، چې د هلمند په ګاونډ کندهار کې د پولیسو او وسله والو په نښته کې دوه وسله وال او د یوه قومندان په ګډون درې پولیس ووژل شول.

همداراز، پر تېره دوشنبه لښکرګاه ښار ته څېرمه د پولیسو پر یوې پوستې وسله والو برید وکړ، چې لږترلږه اووه پولیس په کې ووژل شول او پر سه شنبه بیا په همدې سیمه کې یو برتانوی سرتېری ووژل شو.

د افغانستان د سرشمېرنې د مرکزي ادارې د ۲۰۰۶ کال د شمېرو له مخې، لښکرګاه ۳۵۹۰۰ اوسېدونکي لري.

Image caption په پام کې ده چې تر ۲۰۱۴ پورې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د لېږد لړۍ بشپړه شي.

په هلمند کې شاوخوا لس زره برتانوي پوځيان مېشت دي.

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستان څخه برتانیا خپل پوځيان وباسي.

څور ورځې وړاندې د برتانیا د پارلمان ځینې غړو خبرداری ورکړی و چې له افغانستان څخه د برتانوي پوځيانو له وخته وړاندې وتنه کېدیا شي ناوړه پایلې ولري او د برتانوي ځواکونو لپاره خطرناکې شي.

په پام کې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې (له سروبي پرته) د کابل، مزار شریف، هرات ښارونو او پنجشیر امنيتي چارې هم افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ورته مطالب