د هرات ښار امنيت افغان ځواکونو واخيست

Image caption له هرات وړاندې د لښکرګاه، مهترلام او باميانو امنيتي مسووليت افغانانو ته سپارل شوی.

د افغانستان په لوېديځ کې د هرات ښار امنيتي مسووليت له بهرنيو ځواکونو نه افغان امنيتي ځواکونو په لاس کې واخيست. هرات په هغو اوو سيمو کې راځي چې د امنيت اخيستو اعلان يې شاوخوا څلور مياشتې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي وکړ.

په هرات کې د لېږد د بهير لپاره په جوړو شويو مراسمو کې د دغه بهير همغاړي کوونکي اشرف غني احمدزي وویل افغانان د دې وړتيا او وس لري چې امنيتي مسووليتونو ته اوږه ورکړي.

ده وويل په راتلونکو دريو کلونو کې د هرات د امنيت، بيارغونې او اقتصادي ښېرازۍ لپاره ۸۰۰ ميليونه ډالره بيل شوي چې په خبره يې ډېره برخه يې امريکا ورکوي.

ښاغلي احمدزي وويل په راتلونکو دريو کلونو کې نړېوالې ټولنې افغانستان ته ۲۰ ميليارده ډالره بېل کړي دي چې لويه برخه به يې پر امنيت،بيا رغونې او اقتصادي برخو کې ولګول شي.

د چارشنبې په ورځ د هلمند د مرکز لښکرګاه، د سې شنبې په ورځ د لغمان د مرکز مهترلام او تر هغه مخکې د باميانو ولايت امنيتي مسوليتونه افغانانو ته ور وسپارل شول.

د شمالي اتلانتيک تړون يا ناټو سازمان مشر انرس فو راسموسېن وايي وسله وال مخالفين ښايي د مسووليتونو د لېږد د بهير پر مهال د امنيت ګډوډولو هڅه وکړي، خو په وينا يې دوی به له مهال وېش سره سم د لېږد بهير بشپړ کړي:

''انتقال په دې مانا دی چې مهم امنيتي مسووليتونه به افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل کېږي. د واک سپارل په دې مانا دي چې په راتلونکې کې به طالبان په خپلو هېوادوالو باندې بريدونه کوي، ځکه افغان امنيتي ځواکونه به پوځي مبارزه کوي او څرګنده ده چې طالبان دا نه خوښوي.

همدا لامل دی چې دوی اوس د انتقال بهير ازمايي، خو موږ به له مهال وېش سره سم د انتقال بهير په اوو سيمو کې بشپړ کړو.''

له هرات ښار وروسته به د افغانستان د درېو نورو سيمو ‎کابل، مزارشريف او پنجشير امنيتي مسووليت افغانانو ته سپارل کېږي.

دا د امنيتي مسووليتونو د لومړني پړاو پيل دی چې په روانه ميلادي مياشت کې به بشپړ شي، او ورپسې به د نورو ښارونو او ولايتونو امنيتي مسووليتونه په تدريجي ډول افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ټاکل شوې دغه بهير په را روانو دريو کلونو کې بشپړ شي او ډېری بهرني ځواکونه به له افغانستان نه ووځي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو نوي امريکايي قومندان جان الن ويلي چې د انتقال د بهير د بريالي کېد لپاره به بهرني ځواکونه له افغان ځواکونو سره په ګډه کار وکړي.

'' زموږ هېلې به د افغانستان د ملي امنيت له ځواکونو نه وي، تر څو د دوی لپاره باثباته او امن هېواد برابر کړو. دا په دې مانا دی چې افغان ځواکونه به د انتقال د بهير د بېرته په نه سپارلو کې لومړی اوسي.

دا هغه رېښتينې يو ځای کېدل دي چې موږ له خپلو افغان شريکانو سره په ګډه، په ډېرو سختيو مبارزه کړې ده.''

افغان ولسمشر حامد کرزي نژدې څلور مياشتې وړاندې د روان لمريز کال په پيل کې د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه اعلان کړه.

ښاغلي کرزي دغه پروسه د افغانستان د ملي حاکميت او پر خپلو پښو د افغانستان د درېدو لپاره يو تر ټولو مهم ګام ياد کړ.

ورته مطالب