له پنجشېر څخه د پي آر ټي د وتلو په اړه اندېښنه

کرام الدین کریم
Image caption کرام الدین کریم: ''دلته امنیت ټینګ دی، خلک له حکومت سره همکار دي. طالبان، القاعده او تروریستان دلته نشته. خو یو څه، چې موږ او زموږ خلک یې په اړه اندیښنه لری، هغه افغان ځواکونو ته د امنیت له لیږد وروسته د بیارغونې کارونه دي.''

د کابل په شمال کې د پنجشېر ځایي اوسیدونکي او چارواکي اندېښنه لري، چې له دغه ولایت څخه د پي آر ټي یا د ولایتي بیارغونې ډلو له وتلو وروسته به هلته د بیارغونې کارونه له خنډ سره مخامخ شي.

پنجشېر یو له هغو اوو سیمو څخه دی، چې په لومړي پړوا کې یې د امنیت چارې نن افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

په داسې حال کې، چې افغان ځواکونو ته د امنیت د لیږ بهیر روان دي، د کابل يه شمالي ولایت پنجشیر کې چارواکي او یو شمیر خلک اند يښمن دي، چې له دغه ولایت‌څخه د پي ار ټي تر وتلو ورسته به هلته د بیارغونې کارونه له خنډ سره مخ شي.

احمد بیک د پنجشیر له هغو اوسیدونکو څخه دی، چې په دغه ولایت کې د پي آر ټي له وتلو وروسته د بیارغونې او پرمختیایې پروګرامونو په اړه د اندیښمنه لري:

''زه غواړم، چې دوی دلته پاتې شي، ځکه د بیارغونې کوم کارونه، چې دلته باید شوي وای، نه دي شوي. د پنجشیر ولایت اوس جوړ شوی، زیاتې ستونزې او جنګونه یې لیدلي دي، ټپیان او شهیدان یې ورکړي دي.

که چیرې بهرني ځواکونه وځي هم، نو لومړی دې له نورو ولایتو څخه و وځي او په اخر کې دې بیا له پنجشیر څخه خپلې ګډې بار کړي''.

دا یوازې ځایې اوسیدونکي نه دي، چې له پنجشیر څخه د ولایتي بیارغونو ډلو تر وتلو وروسته، هلته د پرمختیایې پروګرامونو د ځڼدیدو په اړه اندیښنه لري، بلکه د پنجشیر والي کرام الدین کریم هم دې مسلې ته اشاره کوي:

''دلته امنیت ټینګ دی، خلک له حکومت سره همکار دي. طالبان، القاعده او تروریستان دلته نشته. خو یو څه، چې موږ او زموږ خلک یې په اړه اندیښنه لری، هغه افغان ځواکونو ته د امنیت له لیږد وروسته د بیارغونې کارونه دي. زموږ اندیښنه دا ده، چې د پي ار ټي یا د نړیوالوځواکونو تر وتلو وروسته به، یا موږ د دې وړتیا ولرو، چې په پنجشیر کې دهغوی ځای ډک کړو او کنه ؟''.

Image caption پنجشیر یو له هغو اوو سیمو څخه دی، چې په لومړي پړوا کې یې نن د امنیت چارې افغان ځواکونو ته و سپارل شوې.

د پنجشیر چارواکي دا هم وايي، چې په دغه ولایت کې له افغان ځواکونو سره د درنو وسلو نشتوالی، هغه ستونزه ده، چې دوی یې انديښمن کړي دي. یو ځل بیا د پنجشیر والي:

''موږ له کلاشینکوف پرته بل هیڅ ډول وسله نه لرو، زموږ پولیس په دې غرنیز ولایت کې داسې وسلې نه لري، چې په درد یې یې وخوري، بل هېڅ ډول وسله نه لرو.''

پنجشیر یو له هغو اوو سیمو څخه دی، چې په لومړي پړوا کې یې نن د امنیت چارې افغان ځواکونو ته و سپارل شوې.

په دې ولایت کې له تیرو پنځو کلوراهیسې د امریکا د پي ار ټي یا ولایتي بیا رغونې ډلې میشتې دي او پرمختیایې پروګرامونه مخ ته وړي.

ورته مطالب