ښاروالي ناقانونه ودانۍ بیرته ړنګوي

ښاروال
Image caption کابل ښاروال وایې خلک دې ناقانونه ودانۍ نه جوړوي

کابل ښاروالۍ له خلکو غوښتي چې په ناقانونه توګه په نویو جوړو شویو مېنو کې د کورونه او ځمکو له اخیستو ډډه وکړي.

ددغې ادارې چارواکو ویلي دي چې د کابل په ښار کې زیاتره جوړو شوو مینو جواز نشته او کابل ښاروالی به په دغو مېنو کې د کورونو اخیستونکو ته سندونه ورنکړي.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا اویا ښار ګوټي جوړ شوي چې ډېره برخه یې په کابل کې دي.

ددغو ښارګوټو او مېنو ترمنځ داسې مینې هم شته چې معیارونه په پام کې نه دي پکې نیول شوي او د اړوندو ادارو له خوا نه دي څارل شوي.

خو هغه ښارګوټې او مېنې چې په ناقانونه توګه جوړ شوي تر قانوني هغو ډېر دي. د ښار جوړولو وزارت د اطالعاتو د ادارې سرپرست عبدالرحیم زرین وايي دغه مینه د افغانستان په عمده او سترو ښارونو کې جوړ شوي دي:

په ټوله کې د ښارجوړولو وزارت شاوخوا اویا مینو ته د جوړېدو اجازه ورکړې، چې له هغې ډلې له دېرشو تر پنځه دېرشو یې د کابل په ښار کې دي.

د ناقانونه ښارګوټو شمېر تر قانوني هغو ډېر دی، چې دا د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې دي، له هغې ډلې د افغانستان په پنځو شپږو سترو ښارونو لکه کابل، مزار شریف، کندهار، هرات او جلال آباد کې دي.

Image caption پخوانی ښاروال تر اوسني بدتره وو

ددغې ادارې چارواکي وايي د شرکتونو له خوا ویشل شوي اسناد د اعتبار وړ نه دي او ښاروالۍ به دوی ته قانوني سندونه ورنکړي.

کابل ښاروالۍ وايي خلک باید په تبلیغاتو او اعلانونو ونه غولیږي او خلکو ته یې لارښونه کړې مخکې له دې چې کورونه یا ځمکې واخلي له ښاروالۍ څخه معلومات ترلاسه کړي.

طبعي خبر ده موږ او تاسې پوهیږو نا قانونه مینې هغه څوک جوړولی شي چې یا پیسې وکاروي، د اداري فساد له لارې چې په حکومتي ادارو کې موجود دی او هم په سیمو کې زورواکان د زور او ځواک له لارې ځمکې غصبوي او ښارګوټي او مینې پکې جوړوي.

د ښار جوړولو وزارت دا د سیمه ایزو ادارو مسؤولیت بولي چې د ناقانونه مېنو په اړه د ګام پورته کړي. دغه اداره وايي که په ښارونو کې جوړې شوې او جوړېدونکې مېنې له د جوړېدو له معیارونو سره برابرې وي نو هغوی ته باید د کار اجازه ورکول شي، پرته له هغه د هغوی کار ودرول شي او د ویجاړولو امر یې د ورکول شي.

ظاهرأ د حل لار آسانه نه برېښي

د ښار جوړولو پخوانی وزیر هم دا ادعا کوي چې د دغو ښارګوټو او مېنو په جوړولو کې په حکومت کې ځواکمن کسان او د هغه په وینا د ځمکې مافیا لاس لري.

ورته مطالب