د افغانستان کاري قوانين څومره عادلانه دي

Image caption په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان خصوصي سکتور زرګونه کسان بوخت کړي دي.

د کار د خصوصي برخې يو شمېر کارکوونکي چې بي بي سي ورسره غږېدلې، وايي استخداموونکي يې حقونه خوري او د تړونو ډېرې مادې يې مجازاتي بڼه لري.

دوى تور لگوي چې استخداموونکي پرې داسې شرايط مني چې د هيواد په کاري قانون کې د بيگار تر تعريف لاندې راځي.

دوى د ساري په توگه وايي، معاشونه يې د ضمانت په توگه ساتل کېږي، تر تگ وروسته يې بل ځاى د کار حق محدودېږي او د استعفى حق يې په ډېرو شرطونو پورې تړل کېږي.

په تېرو لسو کلو کې د افغانستان خصوصي سکټور د يوه مهم استخداموونکي په توگه را دبره شوى چې زرگونه کسان يې په کابل او اطرافو کې بوخت کړي دي.

خو د کار وزارت وايي د دې اوښتي شرايطو تنظيم د کار نوى او له عصري غوښتنو سره سم قانون غواړي.

خصوصي ادارې، دفترونه او نا دولتي ټولنې انجوگانې نه مني چې کاري شرايط يې د کارکوونکو حقونه تر پښو لاندې کوي.

تاسې څه واياست آيا د افغانستان د کار دولتي قوانين هرځاى، يو ډول پلي کېږي؟

د استخدام د قوانينو په اړه ستاسې خپله تجربه او رايه څه ده؟

که غواړئ خپلې تجربې راسره شريکې کړئ د پنجشنبې پر ماښام ستاسې غږ خپرونه کې گډون وکړئ.

خپرونې ته د مخامخ ټېلېفون شمېره ده: 0044 207 836 0331

د برېښنا ليک لپاره دا پته وکاروئ: pashto@ bbc.co.uk

د افغانستان د کاري قوانينو عادلانه والى، دا پنجشنبه ستاسې غږ خپرونه کې.

ورته مطالب