ځانمرګي د کندهار ښاروال وواژه

غلام حيدر حميدي د انځور حقوق AFP
Image caption غلام حيدر حميدي له تېرو څلورو کلونو راهيسیې د کندهار ښاروالۍ دنده پر غاړه لرله.

د افغانستان په سويل کندهار کې چارواکي وايي چې د کندهار ښاروال نن د یوه ځانمرګي برید په پايله کې ووژل شو.

غلام حيدر حميدي نن له غرمې مخکې هغه مهال ووژل شو چې د کندهار په ښار کې په خپل دفتر کې په کار بوخت وو.

د کندهار ولایت د والي ویاند زلمي ایوبي بي بي سي ته وویل برید کوونکي چاودېدونکي توکي په پګړۍ کې ځا پر ځای کړي وو.

دی وايي بريدګر ځای پر ځای کړي چاودېدونکي توکي له ښاروال سره د روغبړ پر مهال وچول.په دغه ځانمرګي بريد کې يوازې ښاروال او ځانمرګی وژل شوي او يو بل کس ټپي شوی دی.

غلام حيدر حميدي له تېرو څلورو کلونو راهيسیې د کندهار ښاروالۍ دنده پر غاړه لرله.

د بريد پړه تر اوسه چا نه ده منلې، خو په تېرو کې تر ډېره د دا ډول بريدونو پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده.

کندهار په ورستيو څو مياشتو کې تر يوه بريده ارام وو، خو د ولسمشر کرزي د ورور احمد ولي کرزي وژنې او ور پسې د هغه په فاتحه کې چاودنې د دغه ښار د امنيت په اړه يو لړ اندېښنې را ولاړې کړې دي.

بل خوا د کندهار ښار د لویې ویالې په سیمه کې د ملي اردو پر موټر بمي چاودنه شوې چې د پنځو ملکي وګړو په ګډون اووه تنه پکې ټپیان شوي.

د میرویس روغتون چارواکي وايي دوی ته نهه تنه ټپیان وروړل شوي دي. نا تایید شوي رپوټونه وايي چې په پېښه کې یوه ماشوم هم وژل شوی دی.

ورته مطالب