هلمند: چاودنو د ۲۰ ولسي وګړو ژوند واخیست

هلمند
Image caption هلمند له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان په جنوب کې له ډېرو نارامو سیمو یوه وه.

له هلمنده څخه راپورونه وايي، مرکز لښکرګاه ته څېرمه د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ۱۶ولسي وګړي وژل شوي.

د هلمند د والي ویاند داود احمدي بي بي سي ته وویل: ''چاودنه نن سهار په نهر سراج ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه، چې له مساپرو یو ډک تونس ډوله ګاډی پر شلخي ماین وخوت. په چاودنه کې ۱۶ مسافر وژل شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.''

د هلمند د پولیسو مشر کمال الدین شیرزاد اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې چاودنه د نهر سراج ولسوالۍ په بلوچان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

بل خوا د هلمند سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د لښکرګاه په جنوب ګرمسیر ولسوالۍ کې چاودنې لږترلږه څلور کسه وژلي دي.

ښاغلی شیرزاد زیاتوي، تر اوسه د یوې ښځې او درو سړیو مړي پېژڼدل شوي.

دی وايي چې تر چاودنې وروسته وله والو پر پولیسو ډزې وکړې، خو هېڅوک په کې ټپي نه شو.

Image caption د هلمند سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د لښکرګاه په جنوب ګرمسیر ولسوالۍ کې چاودنې لږترلږه څلور کسه وژلي دي.

تېرکال تر ۲۴۰۰ ډېر ولسي وګړي وژل شوي.

د هلمند مرکز لښکرګاه یوه له هغو اوو سیمو ده، چې تېره اوونۍ یې امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه ډېره شوې ده.

د ویلو ده چې پر افغانستان د امریکا تر بریدونو وروسته په تېرو لسو کلونو کې د سږ کال لومړۍ شپږ میاشتې تر ټولو ډېرې خونړۍ وې.

ورته مطالب