مایک مولن: افغانستان کې پوځي پرمختګ ښه روان دی

مایک مولن د انځور حقوق AP
Image caption امریکا له افغان حکومت سره په هېواد کې د امریکا د اوږدمهاله پاتې کېدو د جوړجاړي پر سر خبرې کوي.

د متحده ایالتونو یوه جګپوړي پوځي مشر ویلي په افغانستان کې یې پوځي پرمختګ ښه پرمخ روان دی، خو د تېرکال د لاسته راوړنو د اوښتو خطر شته.

د امریکا د لویو درستیزانو د جرګه ګۍ مشر امیرالبحر مایک مولن د افغانستان سوېلي ولایت کندهار ته د سفر پرمهال کړې ده.

دا کندهار ته د مایک مولن وروستی سفر دی، ځکه چې تر راتلونکو دوو میاشتو کې به هغه متعاعد شي.

د بي بي سي لیز دوسیت چې له نوموړني سره په دې سفر کې ملګرې ده، وايي مایک مولن داسې مهال کندهار ته تللی، چې د بریدونو او وژنو پېښې تر بل هر وخت ډېرې شوې دي.

امریکا له افغان حکومت سره په هېواد کې د امریکا د اوږدمهاله پاتې کېدو د جوړجاړي پر سر خبرې کوي.

ښکاره خبره ده هغه چې ددې مخالف دي، ددې بهیر ګډوډول غواړي.

په ماهرانه توګه ترسره کېدونکو بریدونو کې د زیاتوالي هدف دا هم دی چې وېره خوره شي او یو داسې احساس رامنځ ته شي چې افغان حکومت او نړیوال ملګري یې د وسله والو مخالفینو په ماتولو کې ناکامه شوي دي.

ددې ترڅنګ وسله والو مخالفینو ته ډېر زیانونه اوښتي دي.

Image caption وسله والو مخالفینو خپل ځینې مرکزونه، په ځانګړې توګه د هېواد په سوېل کې له لاسه ورکړي دي.

وسله والو مخالفینو خپل ځینې مرکزونه، په ځانګړې توګه د هېواد په سوېل کې له لاسه ورکړي دي.

د منځنۍ کچې سلګونه قومندانان یې د ناټو په ووژنه او ونیسه عملیاتو کې وژل شوي یا نیول شوي دي.

وسله وال مخالفین غواړي وښيي چې دوی ځوابي ګوزار کولی شي او ددغو پرشاتګونو او وژنو له کبله دوی خپل مورال له لاسه نه دی ورکړی.

افغان په عمومي توګه د خپلو ستونزو پړه پر بهرنیانو اچوي، ډېرې یې سیمه ییز هېوادونه په ځانګړې توګه ګاونډیان په دې تورنوي چې په افغانستان کې د خپل نفوذ د ډېرېدو لپاره هر لار چې کولای شي، پلی کوي.

ورته مطالب