د احمد امید خپلواک مړی خاورو ته وسپارل شو

احمد اميد خپلواک
Image caption ارواښاد احمد اميد خپلواک د غلام نبي زوى او د عبدالحميد لمسى و چې له اوس نه ۲۵ کاله مخکې د اروزگان ولايت د دهراود په تنگي کلي کې زيږېدلى و.

د بي بي سي د خبریال خدای بښلي احمد امید خپلواک جنازه په داسې حال کې چې دوستان او ملګري ترې راتاو وو، په ترینکوټ کې تېر ماښام خاورو ته وسپارل شوه.

۲۵ کلن احمد امید خپلواک د تېرې پنجشنبې پر ورځ په ترینکوټ کې پر یو شمېر دولتي ودانیو د وسله والو د بریدونو پرمهال له ۲۲ کسانو سره ووژل شو، او نژدې ۴۰ نور ټپیان شول.

د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي بي بي سي ته وویل، چې ارواښاد احمد امید خپلواک ددوی د کسانو په ډزو نه دی وژل شوی.

له احمد امید خپلواک یوه ښځه او یوه درې میاشتنۍ لور پاتې شوې دي.

د احمد امید خپلواک ژوند ليک

ارواښاد احمد اميد خپلواک د غلام نبي زوى او د عبدالحميد لمسى و چې له اوس نه ۲۵ کاله مخکې د پلازمېنې کابل په خیرخانه مېنه کې زیږدېدلی دی.

ښوونځی یې تر ۱۱ ټولګي پورې د کابل په یکه توت لېسه کې لوستی.

خو چې په کابل کې کورنۍ جگړې پيل شوې احمد امید خپلواک له خپلې کورنۍ سره اروزگان ته ولېږدېد او ۱۲ ټولګی یې د سيدال شا په لېسه کې بشپړ کړ.

دی سږ کال د اروزګان له عالي دار المعلمين نه فارغ شوى و.

احمد اميد خپلواک له څو کلونو راهيسې د خبريالۍ دنده ترسره کوله.

ده له دريو کلونو راهيسې له بي بي سي سره کار کاوه او د ژوندانه د هر اړخ په اړه يې بې پرې راپورونه ورکول سربېره پر بي بي سي يې له پژواک خبري اژانس او يوې سيمه ييزې راډيو سره هم د خبريال په توګه کار کاوه.

ارواښاد احمد اميد خپلواک يو ورور لري، دوه کاله مخکې يې واده کړی و او يوه ۲ میاشتنۍ لورکۍ ترې پاتې ده.

پر همدې مهال، د رسنیو د ملاتړ نادولتي خپلواکې ټولنې ''نی'' د احمد امید وژل کېدل غندلي دي.

تر دې وړاندې په ۲۰۰۸ په هلمند کې د بي بي سي د پښتو او فارسي څانګو خبریال عبدالصمد روحاني هم وژل شوی و.

افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ یو له ډېره خطرناکو سیمو ګڼل کېږي.

ورته مطالب