د احمد امید خپلواک یاد ته ځانګړی شوی پیلوځی

احمد امید خپلواک
Image caption ۲۵ کلن خدای بښلي امید با ادبه کرکتر او د دې وړتیا یې درلوده، چې تر ډېر وخت یو څه ته غوږ کېږدي.

پدې پیلوځي کې په ارزګان کې زموږ همکار ارواښاد احمد امید خپلواک یادوو چې دپنجشنبې په ورځ د جولای په ۲۸ مه ځانمرګي برید کې ووژل شو. په بیګاه یې خاورو ته وسپارل شو او پرسبا یې فاتحه وه. ځوانیمرګ خپلواک ۲۵ کلن و.

ارواښاد خپلواک د پنځه ويشت کاله مخکې د ارزگان ولايت د دهراود په تنگي کلي کې زيږيدلى و.

خدای بښلي امید تر ۱۱ ټولګي پورې ښوونځی د کابل په یکه توت لېسه کې لوستی او ۱۲ ټولګی یې د اروزګان په سیدال شاه لېسه کې بشپړ کړی دی.

ښاغلي خپلواک له دريو کلونو راهيسې له بي بي سي سره کار کاوه او د ژوندانه د هر اړخ په اړه يې بې پرې راپورونه ورکول سربېره پر بي بي سي يې له پژواک خبري آژانس او يوې سيمييزې راډيو سره هم د خبريال په توگه کار کاوه.

ارواښاد احمد اميد خپلواک يو ورور لري، دوه کاله مخکې يې واده کړی و او يوه درې میاشتنۍ لورکۍ ترې پاتې ده. وروستۍ رپوټ یې تروژنې یوه ورځ مخکې خپور شو.

احمد امید خپلواک تر مرګ څو شیبې مخکې خپل یوازینی ورور احمد جاوید ته دوه تلفوني پيغامونه استولی وو او په کې یې لیکلي و (مرګي راغی زه پټ یم که زه مړ شوم دوعا راته کوی) داسې بریښيده چې مرګۍ یې را رسیدلی و.

خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک

په ظاهر په باطن سپین سپیڅلي خلک

هېڅ خندا مې له دې خلکو سره نه شي

ژ ړوي مې هغه تللي تللي خلک

د اروښاد خپلواک ملګري او همکاران هغه بې جوړې ځوان انځوروي.

دبیان د راډیو خبریال احمدشا جواد چې ترمرګه څو شیبې وړاندې ورسره و او بیا یې په وینو لړلۍ جسد هم پخپلو سترګو لیدلی وایی هغه د وطن په درد دردیده. د ښاغلي جواد له خولې خپلواک له شعر سره ډیره مینه لرله، که څه هم پخپله یې شعر نه لیکه.

اجمل وصال چې د سبا تلویزیون او نوا راډیو لپاره کارکوي د احمد امید خپلواک د ماشومتوب د مهال ملګری دی، هغه وایی د ښوونځي له کلونو یې خپلواک پیژانده او بیا سره همکاران شول.

دی د احمد امید په مرګ ویرکوی اود هغه وژنه د خبریالۍ د کړۍ لپاره لویه تشه بولي.

زموږ د همکار داود اعظمي څلور کاله وړاندې له اروښاد خپلواک سره پېژندګلوي پیدا شوه او بیا ترڅو میاشتو مخکې پورې یې هم ورسره راشه درشه وه چې په کابل کې د بي بي سي د دفتر مشر و.

ښاغلي اعظمي له ارواښاد خپلواک سره د خپلو خاطرو کیسه په یوه مرکه کې راسره وکړه.

طالبانو چې د اروزګان د راډیو تلوېزیون پر ودانۍ یې بریدونه کړي وايي:''هدف یې احمد امید خپلواک نه و او د هغه په وژنه یې خواشیني څرګنده کړې ده. د اروزګان د والي ویاند میلاد احمد مدثر هم د هغه پر وژنې خواشیني وښوده.''

خو دا یو ځل بیا په ګوته کوي چې د ارزګان په څېر ترینګلې سیمه کې د خبرونو او رښتیاو رسول څومره ګران شوي دي. ژورنالېست او د پژواک د خبري آژانس مشر دانش کړوخیل وایي: د خبریالانو د خوندیتوب لپاره باید دجګړې ښکېلې غاړې ډېر څه وکړي.

احمد امېد خپلواک د افغان ولس او په ځانګړې توګه د ارزګانیانو د ژوند رښیتني انځور د خبر په ژبه نړیوالو ته ورپيژانده. هغه ډیر فعال اونوښتګر ځوان و او د ارزګان د ځوانو خبریالانو او فرهنګیانو په منځ کې به یې ځای تش وي.

د پیلوځي په یوه لنډ بحث کې په سويدن کې مېشت افغان فرهنګپال حبیب الله غمخور او په لندن کې د خبریال د وېبپاڼې چلوونکی او په کندهار کې د بي بي سي پخوانی خبریال میرویس افغان د امېد خپلواک په ژورنالیستکو هلوځلو او هلته په روان حالت غږیږي.

د ارواښاد خپلواک په مرګ افغان ولسمشرحامد کرزي، په افغانستان او بهر کې ګڼو ژورنالیستیکو، فرهنګي او ادبي ټولنو ژورخپګان ښوولی او د هغه وژنه یې غندلې ده.

Image caption د بي بي سي د نورو څانګو کارکوونکي او خبریالان چې د ارواښاد خپلواک په یاد یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه

په بي بي سي کې د نورو څانګو کارکوونکي او خبریالان د افغانستان لپاره د بي بي سي څانګې ته راغلي وو او د هغه په یاد یوه دقیقه چوپ شول او د هغه روح ته یې دعا وکړه.

د بي بي سي د نړیوالو خپرونو مشر پيتر هارکس وويل:''بي بي سي به په دې اړه پلټنه کوي اوپدې شیبو کې زموږ فکرونه د اروښاد خپلواک له کورنۍ سره دي. هغه زیاته کړه چې بي بي سي به د ناپيلو رپوټونو اوخبرونو د چمتو کولو لپاره په سیمه کې د خپلو خبریالانو ټینګه ملا وتړي او د ارواښاد خپلواک کورنۍ ته د صبر او زغم غوښتنه کوي. روح دې یې ښاد وي.''

ورته مطالب