یو افسر له طالبانو سره د همکارۍ په تور ونیول شو

لطف الله مشعل
Image caption لطف الله مشعل وايي نیول شوي افسر په کابل ښار کې د طالبانو له یوې ډلې سره اړیکه لرله.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي، هغه افغان افسر یې نیولی، چې غوښتل یې له طالبانو سره په کابل ښار کې پر یو شمېر دولتي ودانیو په ځانمرګو بریدونو کې همکاري وکړي.

د ملي امنیت اداره وایې دغه افسر په دې کړنو اعتراف هم کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې ویاند لطف اله مشعل په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ګل محمد په نوم دغه افسر په کابل کې د طالبانو اړوندې یوې ډلې غړی وو.

نوموړی د نورستان د وایګل ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی وو خو اوس یې په کابل کې ژوند کاوه.

دغه افسر تورن دی چې د کابل په دریو داسې سیمو کې یې د ځانمرګو بریدونو د تنظیم نیت درلود چې د افغان او ناټو ځواکونو عمده مرکزونه هلته موقعیت لري.

ښاغلی مشعل وایي تورن کس په خپله اعتراف کړی:

''دا چې د ملي اردو پوستې د شش درک، خواجه بغرا او پلچرخي په سیمو کې د ګل محمد نومي تر مسؤړلیت لاندې وې.‎، نو له همدې کبله قومندان غفار او قومندان قدرګل چې په نورستان کې د طالبانو قومندانان دي، له محمد ګل څخه غوښتي و او پلان یې ورسره جوړ کړی وو چې په همدې دریو برخو کې چې د ملي اردو مهم او محرم ځایونه دي طالبان دغو سیمو ته راولي او په دغو دریو برخو کې د ډله ایزو او ځانمرګو بریدونو په وسیلې چاودنې رامنځ ته کړي.''

ښاغلی مشعل دغه راز وايي ټاکل شوې وه چې طالبان د ګل محمد ددغې همکارۍ په بدل کې هغه ته دوه سوه زره افغانۍ ورکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ددغه کس په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو ددغه وزرات ویاند جنرال ظاهر عظیمي بي بي سي ته وویل دغه کس د ملي دفاع وزارت د لوژستیک په برخه کې کار کاوه:

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو له لړۍ سره په هېواد کې د وسله والو بریدونه هم ډېر شوي.

''تورن ګل محمد زموږ د لوژستیک په برخه کې کار کاوه. هغه څو ورځې وړاندې د ملي امنیت د راپورونو له مخې ونیول شو، ملي امنیت ته وسپارل شو او اوس پلټنې ترې روانې دي.''

د افغانستان امنیتي ځواکونو لیکو ته د طالبانو ننوتل یوه جدي ستونزه بلل کېږي او د افغانستان پر څو مهمو مرکزنو بریدونه له دا شان ادعاوو سره ملګري و.

د تېرې مۍ په میاشت کې د کابل پر څلور سوه بستریز پوځي روغتون برید چې د طب شاوخوا شپږ تنه محصلین په کې ووژل شول، یو له هغو بریدونو وو، چې ځانمرګي بریدګر په کې پوځي جامې اغوستې وې.

وروسته له هغه چې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د امنيتي کسانو په یونیفورم کې بریدونه وشول، د ملي امنیت ادارې او امنيتي چارواکو هوډ وکړ چې په امنيتي لیکو کې د ګمارل کېدونکو کسانو پورته هویت او بګرونډ (مخینه) ځانته مالومه کړي.

تر دې وړاندې د ملي امنیت ادارې د کابل پر نړیوال هوايي ډګر د یوه لوی ډله ییز برید د شنډولو اعلان وکړ.

ددغې دارې د چارواکو په وینا، ددغه برید په تور یو شمېر کسان او مهمات یې هم نیولي دي.

ورته مطالب