د ناټو له ملکي استازي سایمن ګس سره د بي بي سي مرکه

Image caption سایمن ګس:''ننګونه دا ده چې افغانستان تل د نړۍ یو بې وزلۍ هېواد و، او وي به.''

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي چې طالبان تر سخت پوځي فشار لاندې دي. د سایمن ګس په وینا، اوس طالبانو د لویو عملیاتو د ترسره کولو زمینه له لاسه ورکړې ده.ښاغلی ګس زیاتوي، چې پر وسله والو پوځي فشار به دوام ومومي، خو په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره باید د سولې لاره غوره شي.

داود قاریزاده په پیل کې له سایمن ګس پوښتلي چې:

پوښتنه: تاسې په داسې ځانګړي وخت کې په افغانستان کې د ناټو د ملکي چارو د استازي په توګه ټاکل شوي یاست، په داسې شرايطو کې چې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو مسؤولیت سپارل کېږي، تر دې وروسته ګام به څه وي؟

ځواب: د انتقال د پروګرام موخه د بېلګې په ډول په لښکرګاه ښار کې، دا ده چې افغان ځواکونه په بشپړ ډول د امنیتي چارو واک واخلي. هغه څه چې موږ تر اوسه له افغان حکومت سره په ګډه ترسره کړي دا دي چې د لېږد لپاره مو اووه ښارونه او ولایتونه په نښه کړي چې په دغو سیمو کې د افغانستان شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ سلنې وګړي اوسېږي نو دا د هېواد لویه برخه ده.

په دغو سیمو کې افغان څواکونه د امنیتي چارو مشري پر غاړه اخلي او دا ډېر مهم کار دی، ځکه ددغه پروګرام پلي کېدل د ولسمشر کرزي یو له لویو اهدافو څخه دی. هغه ویلي غواړي د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه د ټول افغانستان امنیتي مسؤولیت پر غاړه واخلي، نو ځکه موږ دا کار پیل کړ. خو له دې سره سره به ایساف بیا هم د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې حضور ولري او که چیري افغان چارواکي وغواړي نو دوی به د عمل ډګر ته ورشي، خو په ټوله کې به د هېواد د امنیتي وضعیت کنټرول د افغان چارواکو په لاس کې وي.

پوښتنه: موږ د واک لېږدونې په لومړي پړاو کې یو، چې اووه سیمې په کې دي، بل پړاو کله او په کومو سیمو کې پیلېږي؟

ځواب: فکر کوم ښایې موږ وتوانېږو د سپتمبر د میاشتې شاوخوا ته لومړني وړاندیزونه افغان دولت ته وسپارو. له هغه وروسته په ولسمشر کرزي پوري اړه لري چې زموږ وړاندیزونه مني که نه. تمه ده تر هغه مهاله به څو نور ولایتونه د لېږد بهیر ته چمتو شي. زه نه غواړم د هغو ولایتونو نومونه واخلم، ځکه دا د افغانستان په ولسمشر او دولت پوري اړه لري. زموږ دنده دا ده چې له پوځي، دولت دارۍ او پرمختایې اړخه وضعیت و ارزوو چې ایا دغه سیمې دې ته چمتو دي چې امنیتي چاري یې وسپارل شي که څنګه.

پوښتنه: که د افغانستان امنیتي حالت تر ۲۰۱۴ کاله چې د لېږد بهیر پکې ترسره کېږي او یا هم وروسته تر هغه خراب شي، ناټو به حاضره وي چې د تېرو لسو کلونو په شان په افغانستان کې فعال پوځي شتون ولري؟

ځواب: مهمه دا ده چې موږ داسي شرایط برابرول غواړو چې دغه کار ونه شي. موږ به په افغانستان کې یو داسې دولت ولرو چې خپله خاوره کنټرول کړي. موږ د افغانستان د امنیت لپاره یو خوندي بنسټ جوړوو چې دغه هېواد خپل راتلونکی پر هغه ودروي. نو ځکه زه ډاډه یم چې داسې یوه پېښه به ونه شي. هغه ورځې تېرې شوې چې طالبانو به کولی شو خپل ځواکونه منظم کړي او په خپلو مډرنو موټرو کې به کابل یا کندهار ته تلل.

په دې موده کې د طالبانو وضعیت بدل شوی. د افغا ن امنیتي ځواکونو وړتیا لوړه شوې. په تېرو شاوخوا ۱۸ میاشتو کې ناتو په پرله پسې ډول د افغانستان د پولیسو او ملي پوځ د سرتېرو په روزنه بوخت ول. ددغو ځواکونو شمېره او وړتیا کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او زه ددې بدلونونو شاهد یم. د بېلګې په ډول موږ په دې وروستیو کې په کندهار، هرات او کابل کې د یو لړ سختو بریدونو شاهد یو چې ډېر شمېر وسلوالو ګډون په کي درلود، په ټولو دغسې بریدونو کې افغان څواکونه له مخالفینو سره مخامخ شوي دي او په ډیرو لږو وختونو کې ناټو په ډګر کې مداخله کړې او بریدونه یې شنډ کړي دي . نن افغان پولیس او پوځ تر دوه کاله وړاندي ډیره زیاته وړتیا موندلې.

پوښتنه: که کلیوالو سیمو ته پام وکړو، خلک له امنیتي ځواکونو ډېر شکایتونه کوي او وايي چې دوی لا هم د خپلو دندو د ترسره کولو وړتیا نه لري؟

Image caption سایمن ګس: ''که وسله وال له دولت سره یوځای شي، نو دولت روښانه شرایط لري چې نړیواله ټولنه یې ملاتړ کوي. یو له هغو شرایطو دادی چې که یو اورپکي له دولت سره یوځای کیږي ، باید د افغانستان د اساسي قانون درناوی وکړي.''

ځواب:وګورﺉ! زه نه غواړم د وضعیت په اړه مبالغه وکړم . بې له شکه چې د افغانستان په ځینو سیمو کې اوس هم امنیتي حالات ښه نه دي، خو له پوځي اړخه په ځینو دغسي سیمو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی . مثلاً زه پدې وروستیو کې د کندهار پنجواېې سیمي ته تللی وم چې د ځینو ستونزمنو سیمو حالات له نژدې و ارزوم . ما ولیدل چې افغان ځواکونو د ایساف ځواکونو په ملاتړ اورپکي تر سخت فشار لاندي راوستي ول. په تېر یوه کال کې د جګړې په ډګر کې د اورپکو مرګ ژوبله د یو شمیر قومندانانو نیونه او د ادغام مجدد د پروګرام بریالیتوب ښیې چې اورپکي واقعا تر فشار لاندي دي . دا پدې مانا هم نده چې په ټولو ځایونو کې امنیت فوق العاده ښه دی ، زه پدې پوهیږم او له اندیښنو هم خبر یم ، خو ځیني وختونه جرم او جنایات هم د اورپکۍ په کچه نا امني رامنځته کولی شي. موږ باید په دې برخه لا ډېر کارونه وکړو خو اوس په سمه لاره روان یو.

پوښتنه: داسې ښکاري چې د افغانستان د حالت په اړه د ناټو د چارواکو له هغې ډلې پخپله ستاسو او هغه څه چې افغانان یې فکر کوي ترمنځ اختلاف موجود دی. ځکه خلک پر دوو لوړپوړو افغان چارواکو د برید او همدا شان پر کانټینټال هوټل چې تاسو یې یادونه وکړه او ځینو نورو بریدونو شاهدان دي.

ځواب: له بده مرغه موږ دداسې بریدونو شاهد وو . لدې بریدونو څخه د تیښتي لاره نشته . اجازه راکړۍ یو ټکی روښانه کړم . موږ له یوه داسي دښمن سره جنګیږو چې له خپل دریځه نه اوړي نو ځکه ددې جګړې ګټل آسانه کار ندی . بل دا چې هغه څه چې موږ په افغانستان کې ورپسې ګرځو له پوڅي لارو نه ترلاسه کیږي . تر هغه وخته چې اورپکي له پولو هاخوا پټن ځایونه ولري او هر کله چې زړه یې وغواړي هاخوا ته اوښتی شي ، نو ستونزمنه ده چې د جګړې په ډګر کې ماته ورکړای شو .

پوښتنه: په داسې حال کې چې د لېږد بهیر پلی کیږي، نړیواله ټولنه د خپلو ځواکونو د ایستلو خبرې کوي، افغان حکومت غواړي د نړیوالې ټولنې په مرسته له طالبانو او نورو وسله والو مخالفو ډلو د سولې خبرې چټکې کړي تر څو د افغانستان روان بهیر ته د سیاسي حل یوه لار ومومي، کولای شی راته ووایاست چې تر اوسه په دې لړ کې څه کارونه شوي دي؟ او په کوم پړاو او کچه کې یاست؟

ځواب: د روغي جوړي په اړه یوه مهمه موضوع داده چې دا باید د افغانانو لپاره یو افغاني بهیر وي . دا هڅي د افغانستان د دولت په مشرۍ او د پروفیسور برهان الدین رباني په مشرۍ د سولي د عالي شورا لخوا پرمخ وړل کیږي . زه فکر کوم دوی پدغه هیواد کې د جګړې د ختمولو او د سولي راوستلو لپاره خپل کار په سمه توګه ترسره کوي . ددې ترڅنګ ځیني هیوادونه هم له اورپکو سره د اړیکو ټینګولو هڅي کوي . زما انګیرنه داده چې دا بهیر اوس په لومړني پړاو کې دی . مهمه دا ده چې موږ باید د اورپکو په وړاندي دروازې پرانستي وساتو .

پوښتنه: خو له طالبانو سره د خبرو په اړه له پښتنو پرته د نورو د اندېښنې په اړه څه فکر کوﺉ؟

ځواب: زما په اند دا ډیر مهم ټکی دی . لکه چې وړاندې مې وویل دا بهیر باید افغاني وي . د افغانستان د دولت د دریځ په اړه زما او د نړیوالې ټولني انګیرنه داده چې پدغه هیواد کې ټول میشت قومونه باید پدې پروسه کې شامل وي . دولت نه غواړي د ټولني د نورو برخو د وینو په بیه له اورپکو سره سولې او پخلاینې ته ورسېږي. زما په نظر موږ باید ریښتوني سولې ته ورسېږو او ددې لپاره اړینه ده چې افغانان په خپله یوه حل لاره ومومي.

یوه داسې حل لاره باید وموندل شي چې په هغه کې نه یوازي د قومونو حقونو ته درناوی وشي بلکې هغه ارزښتونه هم خوندي شي چې موږ تېر لس کاله د هغو لپاره و جنګېدو، لکه د ښځو حقونه، د مدني ټولنو حقونه او د بیان آزادي.

پوښتنه: خو په همدې وخت کې داسې اندېښنې څرګندې شوي چې که له طالبانو سره معامله کېږي او هغوی بېرته واک ته ورسېږي، د تېرو لسو کلونو ټولې لاس ته راوړنې به له منځه ولاړې شي؟

ځواب: فکر نه کوم څوک دې واک ته د طالبانو د بیا راګرځېدو په اړه څه ووایي.

پوښتنه: مطلب مې په واک کې د هغوی ورګډېدل دي؟

ځواب: که هغوی له دولت سره یوځای شي، نو دولت روښانه شرایط لري چې نړیواله ټولنه یې ملاتړ کوي .یو له هغو شرایطو دادی چې که یو اورپکي له دولت سره یوځای کیږي ، باید د افغانستان د اساسي قانون درناوی وکړي .

په دې قانون کې ډیر حقونه یاد شوي چې موږ وړاندي ورباندي وغږیدو . دا دنړیوالې ټولني لپاره هم ډیر مهم دی . موږ په افغانستان کې ډیرې پیسې ولګولې او ډیر هیواد وال مو دلته ووژل شول . موږ دا نشو منلی چې د یوه سیاسي ګام لپاره زموږ او د افغان دولت ټول هغه حقونه له منڅه ولاړ شي چې په لس کلنې جګړې کې مو تر لاسه کړ ي. باید د هر ډول سولي لپاره کلک بنسټ موجود و اوسي .

وړاندې مې هم وویل چې موږ په لومړنیو پړاوونو کې یو . زه د خلکو له اندیښنو خبر یم . دوی باید ډاډه اوسي چې موږ ددوی حالات درکوو . زموږ په فکر باید یوې ریښتوني سولي ته ورسیږو ، نه هر ډول سوله.

پوښتنه: آیا ریښتینې سولې ته رسېدل امکان لري؟

ځواب: فکر کوم امکان لري . خو تر ډیره بریده د اورپکو په لیوالتیا پوري اړه لري چې د شرطونو په منلو سره افغاني ټولني ته راوګرڅي .

پوښتنه: خو تر اوسه داسې لېوالتیا نده لیدل شوې؟

ځواب: له همدې کبله مې وویل چې د سولي خبري لا تراوسه په لومړنیو پړاوونو کې دي . سمه ده چې تر اوسه اورپکو په واضح ډول د سولي له بهیر سره د یوځای کیدو چمتو والی ندی اعلان کړی .

پوښتنه: خو زیاتره افغانان فکر کوي چې مخالفین په دې آند دي چې دوی لاس بري دي او دوی ګټونکي دي، ځکه بهرنیان له دې هېواده د وتلو په حال کې دي، او دوی خبرو ته اړتیا نه لري؟

ځواب: ز ه فکر نکوم چې دا به سمه وي او واقعیت دې ولري . او فکر نکوم چې اورپکي هم دا ډول فکر وکړي .په وروستیو کلونو کې اورپکو له پوځي اړخه ډیري ستونزي ګاللي . موږ په هغوی کې د ستړیا نښي وینو . ډیری یې نوره لیوالتیا نلري چې له پآکستان څخه افغانتسان ته راشي . تدارکات یې اوس ستونزمن شوي او د ځواکونو له کموالي سره مخامخ دي .

له دې کبله فکر نه کوم اورپکي داسي فکر وکړي چې دوی ګټونکي دي . لدې سره غواړم پر یوه بل ټکي هم ټینګا روکړم چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته چې د انتقال بهیر بشپړ شي بیا هم نړیواله ټولنه له افغانستانه نه وځي . یوازي به زموږ په اړیکو کز بدلون راشي ، تر هغه وخته چې افغان دولنت وغواړي موږ دلته پاته کیږو .

پوښتنه: داسې ښکاري چې ستاسو په خبرو کې هم تناقض لیدل کیږي، تاسو له یوې خوا غواړﺉ په رالتونکو درې نیمو کلونو کې پر طالبانو او نورو مخالفینو فشار ډېر کړﺉ او له بلې خوا له هغوی سره د سولې خبرې کوﺉ؟

ځواب: نه، که تاسو د زیاتره جګړو او پاڅونونو پای ته وګورﺉ، نو وینی چې سولې ته تر رسېدو مخکې جګړو زور اخیستی، ځکه جګړه ماران غواړي چې د جګړې په ډګر ښه موقعیت ولري، چې له دې لارې یې د سولې په خبرو کې اغیز ډېر وي.

موږ باید د جګړې له دوامه تعجب وکړو، زما په اند باید په دوو دلیلونو سره پر طالبانو فشار ډېر شي.

لومړی، کله چې په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې تاوتریخوالي ډېر شول لامل یې دا نه وو چې موږ پر طالبانو فشار ډېر نه کړ، بلکې کافي فشار مو پرې را نه وړ، نو له همدې امله هغوی په دې وتوانېدل چې خپل ځانونه سره راټول کړي او د هېواد په ځینو برخو کې نفوذ وکړي. موږ به اجازه ورنکړو چې دا کار بیا تکرار شي.

افغان حکومت به زموږ د ځواکونو په ملاتړ پرېنږدي چې داسې حالت بیا تکرار شي، نو له دې امله باید پوځي فشارونه ټینګ پاتې شي.

يوښتنه: تاسو ریښتینې سولې ته د رسېدو لپاره د څه ډول میکانیزمونو وړاندیز کوﺉ؟

ځواب: لومړی دا چې پروګرام افغاني وي. سولې ته درسېدو لار دا نه ده چې بهرنیان له افغانانو سره خبرې وکړي، بلکې افغانان باید له افغانانو سره خبرې وکړي.

هغه کار چې نړیواله ټولنه یې ترسره کولای شي دا دی چې په افغانستان کې د خپلو موخو او سولې د بهیر د ملاتړ په برخو کې ضماتونه برابر کړو.

له همدې کبله یو شمېر هېوادونه له مخالفینو سره د احتمالي خبرو ملاتړ کوي.

بل کار چې باید ترسره شي دا دی، د پاکستان په شان هېوادونه چې مهم رول لري وهڅول شي چې له دې بهیره ملاتړ وکړي او مخالفین سولې ته وهڅوي.

او ښايي لازمه وګڼل شي چې چې دا هېوادونه پر مخالفینو فشار راوړي، هغه څه چې زه یې له لیدو سره مینه لرم دا دي چې هغوی د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

پوښتنه: خو زیاتره افغانان او حتی ځینې بهرني څارونکي په دې باور دي چې پاکستان د یوه با ثباته افغانستان موجودیت ته کومه لېوالتیا نه لري، نو ښايي له همدې امله هغه فشار چې تاسو یې غواړﺉ پر مخالفینو یې را نه وړي؟

ځواب: دا یو ستنزمن کار دی، هغه شان چې موږ پوهیږو که پخلاینه آسانه کار وای نو ډېر مخکې به ترسره شوې وای.

زه نه غواړم چې په دې برخه کې ډېر خوشبین ښکاره شم، خو فکر کوم چې ددې کار لپاره لا هم ځینې فرصتونه شته، که روښانه درته ووایم د ستونزې یوه برخه داده چې دا مهال په پاکستان کې ډېرې لانجې موجودې دي په ځانګړې توګه تر هغو عملیاتو وروسته چې د اسامه بن لادن په وړاندې ترسره شول.

فکر کوم چې باید لږ څه صبر ولرو.

یو شمېر مهم هېوادونه په ځانګړې توګه امریکا دا مهال له پاکستان سره په خبرو بوخته ده او زه تمه لرم چې په دې برخه کې د پرمختګ شاهدان واوسو.

پوښتنه: ښایي ډېر کسان وپوښتي چې نړیواله ټولنه او نور ټول په تیرو لسو کلونو کې په تمه وو ، خو هیڅ پایله یې ترلاسه نه کړه.؟

ځواب: که موږ په افغانستان کې له خپلو مبارزو زده کړه کړې وای نو ډېر کارونه مو په سمه توګه ترسره کولای شول. یوه لویه ستونزه چې تر دوه کلونو مخکې ورسره مخامخ وو دا وه چې موږ د مبارزې لپاره کافي سرچینې نه درلودې، چې د خوښې پایلو ته ورسره رسیدلي وای.

پوښتنه: ولې؟

ځواب: زما په آند هغه څه چې ترسره شوي وو دا وو چې موږ ډېر ژر داسې فکر وکړ چې هر څه سم شوي دي، طالبان په افغانستان کې مات شوي او موږ په دې هېواد کې یو منتخب او دیموکرات حکومت لرو، زما په آند مو د حالاتو په اړه له حده زیات خوشبین وو، او د مخالفینو بېرته راستنېدو ته مو په کمه سترګه کتلي وو.

پوښتنه: که بیا هم د عامو افغانانو نظر مطرح کړو، ډېر خلک فکر کوي چې پاکستان د افغانستان د افغانستان د مسلې په اړوند د ستونزو لامل دی نه د حل.

ځواب: هغه شان چې پوهیږﺉ، یو له هغو لامولونو چې افغانان دا شان فکر کوي دا دی چې مخالفین د افغانستان له پولې هاخوا په پاکستان کې پټن ځایونه لري چې هلته ځانونه سره راټولوي او بیا راستنیږي.

د کوټې شورا ته له دې امله د کوټې شورا نه ویل کیږي چې غړي یې په کندهار کې ژوند کوي، بلکې هغوی په کوټه کې اوسیږي. ترمنځ یوه اړیکه شته.

آیا دا آسانه کار دی چې پاکستان دېته مجبوره کړو چې یو سم ګام پورته کړي؟ نه.

پاکستان په خپله له مخالفینو سره ستونزې لري، دا هېواد هم له مخالفینو سره په سختو جګړو کې ښکېل دی.

خو موږ باید په پرله پسې توګه هڅه وکړو چې پاکستان دې وهڅوو چې ګټې یې له موږ سره په مرستو کې نغښتې دي.

هغه خبرې چې ما له افغانانو سره وکړې، زما په نظر هغوی د پاکستان او مخالفینو ترمنځ اړیکې له حده وتلې بولي، البته چې مخالفین د پولې هاخوا دي، خو فکر نه کوم چې اړیکې دې دا شان وي چې ځینې پاکستاني چارواکي دې د مخافینو قومانده په لاس کې ولري، هغه شان چې زیاتره افغانان یې فکر کوي.

پوښتنه: نو تاسو دا منی چې د پاکستان په حکومت کې داسې کسان شته چې له مخالفینو ملاتړ کوي؟

ځواب: زه په قطعي توګه فکر کوم چې پاکستاني چارواکي کولای شي پر مخالفینو فشار دې کړي او هغوی خبرو ته وهڅوي.

پوښتنه: مطلب دا چې ملاتړ شته؟

ځواب: ما خپل ټکي په دقت سره ټاکلي دي، او هغه څه چې غواړم ووایم دا دي چې پاکستاني چارواکي کولای شي مخالفین سولې ته وهڅوي چې اوږد مهاله سولې ته لارسی ومومو، دا هغه څه دي چې موږ یې په لټه کې یو.

پوښتنه: نو ددې کار د ترسره کېدو لپاره د پاکستان پر حکومت فشار راوړی شی؟

ځواب: زما په نظر د امریکا په شان کلیدي لوبغاړي چې له پاکستان سره ډېرې مرستې کوي، د خپل نفوذ له لارې دې موخې ته ورسیږي.

که څه هم دا کار ګران دی او آسانه نده چې یو خپلواک هېواد دې وهڅول شي چې خپل سیاست او کړنې بدلې کړي.

تل د هېوادونو د کړنو لپاره ځینې دلیلونه موجود وي، دا کار وخت او ډېر فشار ته اړتیا لري او دا هغه کار دی چې باید دوام ورکړو.

پوښتنه: تاسو په تېرو دوو کلونو کې په ایران کې د بریتانیا سفیر وﺉ، او تر بل هر چا د افغانستان په اړه د ایران له موخو خبر یاست، ددې هیواد موضع څه ده؟

ځواب: وګورﺉ، هغه څه چې ما په تهران کې خپلو ایراني همکارانو ته ویل دا وو چې موږ په افغانستان کې په ډېر برخو کې ګډې ګټې لرو، توپیر په دې کې دی چې ایران غواړي په دې هېواد کې ډېر نفوذ ولري.

دا نفوذ په ځینو برخو لکه فرهنګي، سوداګریزې او پراختیا په برخو کې له مشروع لارو ترسره کیږي چې د منلو وړ دي.

په خواشینۍ سره چې ایران کله نا کله د مخالفو وسله والو په واک کې وسلې ورکوي چې له دې لارې د نفوذ پیدا کول غلطه لار ده.

کله چې یو هېواد دا شان چلند کوي نو بیا ستونزمنه ده چې دا شان هېواد د سیمه ایزو ستونزو په حل کې شریک وګڼو.

موږ غواړو ایران د پاکستان ترڅنګ له نورو هېوادونو سره یو ځای د یوه سیمه ایز چوکاټ په جوړولو سره په افغانستان کې د امننیت په راوستلو کې مرسته وکړي.

ایران کولای شي د سیاسي او سوداګریزو لارو له افغانستان سره مرسته وکړي نه د وسلو برابرولو له لارې.

پوښتنه: د ناټو د قومندانانو له خوا ورته تورونه لګیدلي چې ایران غواړي مخالفو وسله والو ته وسلې ولیږي، څه فکر کوﺉ چې ایران ددې کار په ترسره کولو سره څه غواړي؟

ځواب: ډېره ستونزمنه ده چې په دې اړه څه وویل شي. په ایران کې د بریتانیا د سفیر په توګه زما وروستی کار دا وه، هغه شواهد چې په افغانستان کې میشتو نړوالو ځواکونو د ۱۲۲ ملي متري توغندیو په کشف کړي وو د ایران د بهرنیو چارو وزرات ته وړاندې کړم. ټاکل شوې وه چې دغه توغندي د مخالفو وسله والو ډلو په واک کې ورکړل شي.

زه نه شم کولای د یران د حکومت د استازي په توګه خبرې وکړم، خو زما حس دا دی چې دا هېواد په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې د ستراتیژیک بدلون په پرتله د ځانګړو وسله والو ډلو ترمنځ د نفوذ په لټه کې دی.

پوښتنه: هغه شواهد چې تاسو د ایران حکومت ته وړاندې کړل، د هغوی ځواب یې په اړه څه و؟؟

ځواب: د هغوی ځواب انکار وو. هغوی دا استدال کاوه چې دا وسلې په ایران کې نه دي جوړې شوې، او ویل یې دا غیرمنطقي ده چې ایران مخالفو وسله والو ته وسلې ور ولیږي، خو له دې سره سره هغه شواهد چې ما دوی ته وړاندې کړل په بشپړه توګه روښانه وو.

پوښتنه: ایران په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ پر افغانستان د برید ملاتړ وکړ، خو ډېر ژر تېر ولسمشر بش ایران د شرارت د محور د یوې برخې په توګه یاد کړ، ډېری په دې باور دي که هغه مهال امریکا د ایران ستیاینه کړې وای، نن به حالات بل شان وو.

ځواب: زما په نظر که په تېرو ۳۲ کلونو کې د ایران او لویدیځې نړۍ اړیکو ته پام وکړو، وینو چې دواړو خواو په ډېرو مسلو کې د یو بل خبرو ته پام نه دی کړی، او د یو بل د درکولو ډېر فرصتونه یې له لاسه ورکړي دي، زه هیله مند یم چې د ایران او لویدیځې نړۍ ترمنځ د اړیکو د ټېنګېدو رامنځ فرصتونه رامنځ ته شي.

خو لکه څنګه چې ما وویل هغه هېواد چې مخالفو وسله والو ته وسلې ورکوي په دې برخه کې به رېښتینې مرسته ونه کړي.

ځواب: تاسې وویل چې تر ۲۰۱۴ کاله باید ډېرې هڅې وشي چې نه یواځې ددې هېواد امنیتي حالت ښه شي بلکې د زیربنأو په جوړولو کې هم پرمختګ وشي، که دا شان کار په تېرو لسو کلونو کې ندی ترسره شوی، نو په پاتې وخت کې به یې ترسره کېدل څنګه ممکن وي؟

ځواب: ننګونه دا ده چې افغانستان تل د نړۍ یو بې وزلی هېواد و، او وي به.

له بل پلوه دې هېواد دېرش کلنه جګړه تېره کړې او زیربناوې یې په پرله پسې توګه ویجاړې شوې دي، ټونلې یې له منځه تللي، چې په پایله کې یې د حکومت جوړښت په ګډون ځینې سیمه ایز او دودیز جوړښتونه پاشل شوي دي.

دا ټول په دې معنی دي چې زمو په وړاندې لوی غر پروت دی چې باید له سره یې تېر شو، موږ نشو کولای په پنځو یا لسو کلونو کې خپلو موخو ته ورسېږو دا کار به څو نسلونو ته ورسېږي تر څو له هېلو سره سمو افغانستان جوړ شي، موږ اوس د پرمختګ په حال کې یو او د لا زیاتو هڅو اړتیا شته.

یو ځل بیا دا خبره تکراروم چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به هر څه په ټپه ونه دریږي، زه ډاډه یم چې تر ۲۰۱۵ کاله ورسته باید د ناټو غړو هېوادونو په ګډون نړیواله ټولنه له افغانستان سره په امنیتي، اقتصادي او پرمختیايي برخو کې ټينګې اړیکې ولري، نو موږ لاس ته راوړنې ډېروو، نه دا چې هغه له منځه یوسو.

پوښتنه: ایا فکر کوﺉ چې ولسمشر کرزی وړ مشر دی؟

ځواب: ولسمشر کرزی د افغانستان منتخب ولسمشر دی، هغه څوک دی چې د افغانستان خلکو رایه ورکړې، هغه ولسمشر دی، البته چې موږ د هغه ملاتړ کوو، ځکه موږ دیموکراتیکو اصولو ته درناوی کوو، معلومه خبر ده چې په ځینو برخو کې به د ولسمشر کرزي او نړیوالو ځواکونو ترمنځ اختلاف موجود دی، موږ باید د هغو اندېښنو په اړه چې نه یوازې ولسمشر کرزی بلکې ډېر افغانان یې لري درک کړو.

په ځانګړې توګه چې په افغانستان کې ۱۵۰ زره بهرني ځواکونه حضور لري.

حتی که کله چې فکر وکړﺉ دا ځواکونه سم کار ترسره کوي، خو ځینې مسالې لکه د ملکي وګړو تلفات د دواړو خواوو ترمنځ د پام وړ ستونزې رامنځ ته کوي.