"لومړنۍ روژه د دوشنبې په ورځ ده"

Image caption د سعودي عالي محکمې ويلې دي چې نه په سترگو او نه هم د تلسکوپ په کارونې د شنبې په ماښام د روژې مياشت ولیدل شوه.

څو اسلامي هېوادو اعلان کړى دى چې نن شنبه د مياشتې د ليدلو اړونده کمېټو د روژې مياشت نه ده ليدلې ځکه نو سبا (يکشنبه) به د شعبان د مياشتې ۳۰مه او د دوشنبې په ورځ به د رژې مبارکې مياشتې لومړنۍ ورځ وي.

په دې هېوادو کې د سعودي هېواد هم شامل دى.

د سعودي عالي محکمې ويلې دي چې نه په سترگو او نه هم د تلسکوپ په کارونې د شنبې په ماښام د روژې مياشت ولیدل شوه.

نورو هغه هېوادونو چې دوشنبه یې د روزې د لومړنۍ ورځې په توگه اعلان کړې ده هغې کې مصر، قطر، عربي امارات، اردن، سوريه، لبنان او يمن هم شامل دي.

که څه هم په افغانستان کې تر دې دمه دروان کال د روژې د مياشتې په په تړاو څه اعلان نه دى شوى، خو په عنعنوي ډول کابل تل د روژې او نورو مذهبي مياشتو د ليدلو په لړ کې د سعودي د حکومت پيروي کړې ده.