آمنې بهرامي خپل ملګري ته بښنه وکړه

آمنه بهرامي
Image caption بهرامي له څو کلونو راهیسې په هسپانیا کې درملنه کوي.

د ایران تلوېزیون ویلي، د پوهنتون محصلې آمنې بهرامي هغه محصل بښلی، چې له هغې یې د واده کولو غوښتنه کړې وه، خو هغې رد کړې او نوموړي یې پر مخ تیزاب وشیندل.

په پام کې وه چې دغه ځوان ددې کار د سزا له کبله خپله یوه سترګه له لاسه ورکړي.

تلوېزیون پر خپله وېبپاڼه لیکلي، د آمنې بهرامي په غوښتنه، مجید موحدي ته بښنه وشوه، خو وړاندې د هغه د قصاص خبرې کېدې.

د ۲۰۰۹ په فبرورۍ کې محکمې پرېکړه وکړه چې د موحدي یوه سترګه دې راویستل شي.

په پام کې وه چې دا کار په تېره مۍ میاشت کې وشي، خو محکمې د خپلې پرېکړې عملي کېدل وځنډول، خو سبب یې په ډاګه نه کړ.

بهرامي د ایران د محصلینو خبري اژانس ته ویلي، هوډ یې کړی چې برید کوونکی وبښي ''ځکه الله چې په قرآن کې د قصاص خبره کړې، بښنه یې غوره بللې ده، بښنه له قصاص لویه ده.''

آمنې دا هم ویلي چې: ''اووه کاله مې ټینګار کاوه چې له موحدي دې غچ واخیستل شي، خو نن مې هوډ وکړ چې هغه وبښم ځکه چې دا زما حق دی.''

دا وايي:''دا کار مې د خپل هېواد لپاره وکړ، ځکه چې نور هېوادونه زموږ کړنې په ځير سره څاري.''

بل خوا مدافع وکیل عباس جعفري دولت ابادي د بهرامي دا هوډ ستایلی خو وایيي چې قضايه قوه به خپله پرېکړه عملي کوي.

د ایران د محصلینو خبري اژانس د دولت ابادي خبره داسې راخیستې ده: ''په پام کې وه چې د یکشنبې پر ورځ به د سترګو یو متخصص ډاکټر په یوه روغتون کې په عادي حالت کې د موحدي یوه سترګه راوباسي، خو د آمنې دې پرېکړې دا کار ځنډولی دی.''

د ایران یوې ورځپانې په تېره مۍ میاشت کې د بهرامي له خولې ویلي وو چې ګني هغه له موحدي څخه ۲ میلیون یورو د خپل ځان د درملنې، ر اتلونکي او د ژوند د ضمانت لپاره غواړي.

خو د بهرامي مور رسنیو ته ویلي چې د خپلې لور پر کړنې ویاړي.

د بښنې نړیوال سازمان د ایران له چارواکو غوښتي وو چې له موحدي څخه غچ وانخلي، ځکه چې په وینا یې دا یو غیرانساني کار دی.

بهرامي له څو کلونو راهیسې په هسپانیا کې درملنه کوي.