لښکرګاه: ځانمرګي برید یو ماشوم ۱۲ پولیس ووژل

د افغانستان سوېلي ولایت هلمند په مرکز لښکرګاه کې د پولیسو پر یوه ګاډي ځانمرګی برید شوی.

برید نن سهار (یکشنبه، د جولای ۳۱مه) د هلمند امینه قومندانۍ ته څېرمه د پولیسو له یوې قطعې سره نژدې رامنځ ته شوی.

د هلمند د والي ویاند داود احمدي بي بي سي ته وویل، په برید کې لږترلږه یو ماشوم او ۱۲ پولیس وژل شوي او نهه پولیس ټپیان دي.

په برید کې درې ولسي وګړي هم ټپیان شوي، چې یو په کې لس کلن ماشوم دی.

د هلمند د والي له دفتره په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي چې برید په لښکرګاه کې د پولیس او ملي اردو په یوه ګډه ګزمه شوی دی.

خو په سیمه کې یو پولیس بي بي سي ته وویل، برید له یوې یوې نانوایۍ سره څېرمه هغه مهال وشو، چې امنيتي ځواکونو ترې وچه ډوډۍ راخیسته.

نوموړی وايي چې وژل شوي د عامه نظم د ساتنې پولیس دي.

دی وايي چې په برید کې ډېر زیات تلفات اوښتي، چې د چاودنې غږ د لښکرګاه په لیرو سیمو کې هم اورېدل شوی.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې او ادعا یې کړې چې په دې برید کې ۳۰ پولیس وژل شوي.

افغان امنیتي ځواکونو په لښکر ګاه کې ددې میاشتې په سر کې له بهرنیو ځواکونو د چارو مسؤولیت پر غاړه واخیست.

هلمند د افغانستان هغه ولایت دی چې بهرنیو ځواکونو پکې د افغانستان تر بل هر ولایته ډېر تلفات لیدلي دي.

غزنی: ۱۰ ساتونکي او ۶ طالبان وژل شوي

نننی برید

په برید کې نهه پولیس او درې ولسي وګړي هم ټپیان شوي.

بل خوا، د غزني د مقر ولسوالۍ په لړمه سیمه کې د طالبانو او بهرنیو ځواکونو ته د اکمالاتي کاروان د امنيتي ساتونکو ترمنځ په نښته کې لس ساتونکي وژل شوي.

د مقر ولسوال صاحب خان بي بي سي ته وویل، نښته تېر ماښام شوې، چې په ترڅ کې یې د ساتونکو دوه ګاډي تری تم شوي دي.

دی زیاتوي، چې په دې نښته کې شپږ طالبان هم وژل شوي، چې له کبله یې د کابل – کندهار لویه لاره د څو ساعتونو لپاره تړلې پاتې وه.

خو طالبان وايي چې په دې برید کې د اکمالاتي کاروان اته ستونکي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

دوی د خپلو ملګرو د وژل کېدا په اړه څه نه دي ویلي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .