جرګې د تورنو کسانو د تبادلې قانون تصویب کړ

د انځور حقوق BBC Pashto

دغه قانون پنځه څپرکي او يو سلو يو پنځوس مادې لري چې له مخې به یې له بهرنيو هيوادونو سره د تورنو او محکومو کسانو د ادلون بدلون لاره پرانستل شي .

دا قانون له دې کبله هم ارزښتمن بلل کيږي چې وسمهال زرگونه افغانان په ايران ، پاکستان او ځينو نورو هيوادونو کې د بيلابيلو تورونو له کبله بنديان دي.

د ولسي جرگې د عدلي او قضايي کميسون غړي وايي چې د تورنو او محکومو وگړو ستنول راستنول به دوه اړخيز وي،او دا چاره به د بهرنيو چارو وزارت له چينله تر سره کيږي .

ددغه قانون پر بنسټ نه يوازې دا چې د تورنو او محکومو وگړو ادلون بدلون تر سره کيږي بلکې هغه پانگې به هم ورسره ليږدول کيږي چې د تورن يا محکوم د تور يا پر هغه د حکم له مخه ضبط شوې او کنگل شوې وي .

په افغانستان کې د يوه قانون تر پلي کيدو گڼ پړاوونه تر سره کيږي . د عدليې وزارت د قانون متن د وزيرانو شورا ته ليږي . هلته تر تصويب وروسته ملي شورا ته استول کيږي او د شورا تر تصويب وروسته يې ولسمشر توشيح کوي .

دا په تيرو شاوخوا ٧ مياشتو کې ايله دويم قانون شو چې ولسي جرگې تصويب کړ.

تر دې مخکې يې د ځنگلونو د ساتنې او ژغورنې قانون تصويب کړى و .

خو بله غاړه ولسي جرگه په دې نه ده بريالۍ شوې چې وراستول شوي يو شمير قوانين، فرمانونه او نړيوال تړونونه په دغه موده کې تصويب کړي.

ورته مطالب