بي بي سي: آيساف دې د احمد امېد خپلواک د مرګ په اړه پلټنه وکړي

احمد امېد
Image caption احمد امېد له دريو کلونو راهيسې له بي بي سي سره کار کاوه

د افغانستان په ارزګان ولايت کې د بي بي سي سيمه ايز خبريال، احمد امېد خپلواک له وژل کېدو وروسته، دا چې د مرګ لامل يې په ريښتيا څه و، بېلابېل متضاد راپورونه خپاره شوي دي.

بي بي سي په رسمي توګه، په افغانستان کې له نړيوالو مرستنديه ځواکونو (آيساف)، غوښتنه کړې چې د احمد امېد خبلواک د مرګ د څرنګوالي په اړه سملاسي پلټنې وکړي او پايلې يې دې ژر بي بي سي او د اروښاد خپلواک کورنۍ ته وسپاري.

احمد امېد خپلواک، دروان ۲۰۱۱ کال د جولاې په ۲۸ مه، د پنجشنبې/زيارت پر ورځ ووژل شو. هغه ۲۵ کلن و او د ۲۰۰۸ کال د مې مياشتې له لومړۍ راهيسې يې په ترينکوټ کې د بي بي سي لپاره دخبريال په توګه کار کاوه.

ده په همدې وخت کې د پژواک خبري آژانس لپاره هم کار کاوه.

افغان چارواکيو ويلي چې پر ترينکوټ د بريد پر مهال شپږو ځانمرګيو بريدګرو د والي پر دفتر او پر څو نورو دولتي ودانيو بريد وکړ، چې احمد امېد خپلواک په دې وخت کې د راډيو او ټلوزيون په ودانۍ کې و.

بي بي سي په دې سختو ورځو کې د احمد امېد له کورنۍ او دوستانو سره د خواخوږۍ څرګندونه کوي.

له دې وړاندې د بي بي سي يو بل خبريال عبد الصمد روحاني د ۲۰۰۸ کال د جون په ۸ مه د هلمند په مرکز لښکر ګاه کې ووژل شو.

د دريو کلونو په تېرېدو لا تر اوسه نه ده څرګنده شوې چې د ښاغلي روحاني په وژنه کې د چا او يا کومې ډلې لاس و.

ورته مطالب