د کابل ښځینه بندیانو ته حرفوي زده کړې ورکول کېږي

د کابل په ښځينه زندان کې له بندي ښځو سره ۶۰ ماشومان
Image caption د کابل په ښځينه زندان کې له بندي ښځو سره ۶۰ ماشومان

افغان حکومت وايي د کابل په ښځینه زندان کې يې د زندانیانو لپاره د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې ده.

زنداني مېرمنې دغلته له څو کلنو راهېسې د خیاطۍ ، د مریو او غالیو د اوبدلو په ګډون د یوشمېر حرفو په زده کړو بوختې دي. دوی په زندان کې له دې پرته د انګليسي او کمپيوټر زده کړې هم کوي.

چارواکي ښځينه زندانیانو ته د حرفو د زده کړې د زمینې د برابرولو موخه د دوی اصلاح، له مالي اړخه په ځان د بسیا کېدو او عادي ژوند ته د دوی بېرته ستنېدل بولي.

د کابل د زندان په نسبتاً یوه لویه کوټه کې د غالی اوبدلو له ځانګړو تارونو سربېره د غالی اوبدلو دستګاوې هم اېښودل شوي دي.

ویل کیږي، په همدې کوټه کې شا و خوا سل ښځینه بندیانې د ښځینه ښوونکو لخوا، چې له بهره راځي، د غالۍ اوبدلو زده کړه کوي.

یادې بندیانې د دوو سوو کسانو له ډلې څخه دي، چې پخپله خوښه د دغې حرفې زده کړه کوي.

د ښځو لپاره دغه امکانات د تنویر په نوم د یوه افغان خصوصي شرکت لخوا برابر شوي دي.

د دغه شرکت مرستیال احمد فهیم پیرزاده وايي، دغه غالۍ، چې په دې ځای کې تولیديږي، یوازې په افغانستان کې نه، بلکې له هېواده بهر به هم وپلورل شي: ''دغه غالۍ چې تولیدیږي، له هغو صادراتو څخه، چې لرو يي، نړیوالو بازارونو ته صادریږو. په هره غالۍ کې یوه رنځوونکې کیسه پرته ده، چې موږ کوی شو، هغه نورو ته هم وښايو او په دې سره خپل تولیدات په نړیوالو بازارونو کې وپلورو.''

د یاد شرکت بله چارواکې انیسه کتبي وايي، ښځینه بندیانو ته د بند د مودې له پای ته رسېدو وروسته، په همدې شرکت کې د کار زمینه برابروي:

''د دغې پروژې موخه، د ښځینه زندانیانو لپاره د کار د زمینې برابرول، د دوی اقتصادي وده، اصلاح ، په ځان بسیا کېدل او عادي ژوند ته د دوی بېرته ستنېدل او همداراز په ښځینه زندانیانو کې د رواني ناروغۍ مخنیوی دی. د تنویر شرکت د ښځینه زندانیانو لپاره د زندان د مودې ترپای ته رسېدو وروسته به په دغه شرکت کې د کار زمینه هم برابره کړي.''

د زندانونو د عمومي ریاست امنیتي چارواکي وايي، اوس مهال شا و خوا شل زره ښځينه او نارینه بندیان د افغانستان په جلاجلا زندانونو کې ساتل کیږي.

دغه چارواکي زیاتوي، شا و خوا پنځه زره زندانیان په بېلابېلو حرفو لکه خیاطۍ، دمریو او غالیو اوبدل او دې ته ورته د نورو بېلابېلو حرفو په زده کړه بوخت دي.

د کابل په ښځینه زندان کې یوه ښځه، چې له خپلې پېغلې لور سره په ۱۶ کاله بند محکومه شوې، وايي، لوريي له حرفې پرته د انګريزي ژبې او کمپیوټر زده کړه هم کوي:

''لور بیکونه ګنډي، له ۱۲ بجو وروسته بیا د کمپیوټر او انګليسي زده کړه کوي.''

د عدليې وزارت چارواکي وايي، د زندانونو د قانون له مخې افغان حکومت مکلف دی، چې د زندانیانو لپاره د حرفې او زده کړې زمینه برابره کړي.

خو چارواکي په زندانونو کې د زندانیانو لپاره د یادو حرفو د زده کړې د زمینې برابرول کافي نه بولي او وايي، دغه پروګرام به پراخ کړي.

ورته مطالب