مولن: افغانستان کې همغږي شوي جرمونه لویه ننګونه ده

مایک مولن د انځور حقوق AP
Image caption مايک مولن په افغانستان کې د فساد شتوالى او همغږي شوي جرمونه لويې ننگونې وبللې او ويې ويل چې د مخنيوي لپاره يې بايد گډې هڅې وشي.

د امريکا د متحدو ايالتونو لوى درستيز مايک مولن افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل چې وسله وال طالبان پر شا تمبول شوي او ددغه هېواد په سوېل کې امنيتي حالت د پخوا په پرتله ښه شوى دى.

د امريکا د متحدو ايالتونو لوى درستيز مايک مولن وویل د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمه، چې د ترهګرۍ مرکز ګڼل کېږي، لاهم د نړۍ له ډېرو خطرناکو سیمو څخه ده.

ښاغلي مولن له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې پر پاکستان غږ کړی چې په خپله خاوره کې اورپکو پټنځيونه له منځه یوسي.

خو نوموړي ټينگار وکړ چې ترهگرې ډلې په پاکستان کې خوندي ځالې لري چې اسلام اباد يې بايد د ړنگولو لپاره هڅه وکړي.

مايک مولن په افغانستان کې د فساد شتوالى او همغږي شوي جرمونه لويې ننگونې وبللې او ويې ويل چې د مخنيوي لپاره يې بايد گډې هڅې وشي.

د امريکا لوى درستيز مايک مولن په تيرو دوو ورځو کې د افغانستان يو شمېر ختيځ او سوېلي ولايتونه وليدل او تېر ماښام (یکشنبه) يې په کابل کې له خبريالانو سره خبرې وکړې.

هغه په افغانستان کې د پرمختگ خبره وکړه او ويې ويل چې گواکې طالبان پر شا تمبول شوي دي نوموړي وويل اوس سیمه یيز خلک د وسلو زېرمې او سړک غاړي ماينونونه امنيتي ځواکونو ته په گوته کوي.

ښاغلي مولن وويل چې د وسله والو طالبانو مشران د جگړې له ډگره وتلي او پاکستان ته تللي دي:

''موږ د يو داسې وضعیت شاهدان يو چې د طالبانو مشرانو د جگړې ډگر پرېښې او په پاکستان کې خپلو خوندي پټنځيونو ته تللي دي، موږ په ځينو سيمو کې د طالبانو د تکتيکونو د کمزوري کېدو شاهدان يو او په څرگند ډول هغوى اوس د سړک غړو چاودونو او نښه شوو بريدونو ته مخه کړې ده.''

دغه څلور ستوريز جنرال په ټينگار سره وويل چې د ترهگرو خوندي ځالې په پاکستان کې دي وايي له دې کبله له پاکستان سره همکاري اړينه ده، نوموړي وويل پاکستان بايد ددغو ځالو د ړنگولو لپاره گام واخلي:

Image caption مايک مولن په افغانستان کې د فساد شتوالى او همغږي شوي جرمونه لويې ننگونې وبللې او ويې ويل چې د مخنيوي لپاره يې بايد گډې هڅې وشي.

''پاکستان اوس هم د ډېرو ترهگرو، او القاعدې ځاله ده هغه شبکه چې اوس هم د امريکايانو د وژلو لپاره لارې جوړوي، پاکستان د نورو ډلو لکه د حقاني د شبکې او د هغو کسانو چې په کوټه کې دي د اوسېدو ځاى هم دى، چې د حکومت د زيانمنولو لپاره دلته راځي، زموږ په باور له پاکستان سره ستراتيژيکه همکاري ډېره اړينه ده او پاکستاني پوځيان بايد دا پټنځيونه ويجاړ کړي. ''

مايک مولن په افغانستان کې د فساد شتوالى او همغږي شوي جرمونه لويې ننگونې وبللې او ويې ويل چې د مخنيوي لپاره يې بايد گډې هڅې وشي.

نوموړي وويل بهرني ځواکونه بايد د افغان حکومت په مرسته هغه خلک ونيسي او سزا يې کړي چې په دغو جرمونو کې ښکېل دي.

ټاکل شوې ده چې د امريکا د لوى درستيز مايک مولن دنده تر راتلونکو دوو مياشتو پورې پاى ته ورسېږي.

ورته مطالب