د تحصيلي بورسونه وېش بايد په کوم معیار وي

ډیری زده کوونکي وايي بورسونه د چارواکو خپلو خپلوانو ته ورکول کېږي.

د افغانستان سلګونه ځوانان به بیا په راتلونکو څو اوونیو کې د لوړو زدکړو لپاره بهرنیو هېوادو ته واستول شي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هر کال یو شمېر ځوانانو ته هغه تحصیلي بورسونه ورکوي چې د هند، ترکیې، روسیې، قزاقستان، چین او جاپان په ګډون یې له بیلابېلو هېوادو تر لاسه کړي دي.

چارواکي وايي بهر ته د زده کړو لپاره د ځوانانو لېږل به له هېواد سره مرسته وکړي چې د متخصصینو او کارپوهانو له اړخه خپلې اړتیاوې پوره کړي.

خو د تحصیلي بورسونو د ویش او له هغو څخه د ګټې اخیستو په اړه ډېرې نیوکې شته دي.

لویه نیوکه دا ده چې دا بوروسونه تر ډېره د دولتي چاروکو د کورنۍ غړي یا خپلوانو ته ورکول کیږي، پرته له دې چې د هغوی وړتیا په پام کې ونیول شي.

بله نیوکه دا ده چې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د تحصیلي بورسونو بېلې شوې ونډې په پام کې نه نیول کیږي.

د یوې سیمې ځوانانو ته ډېر بورسونه د بلې ته هېڅ یا ډېر لږ ورکول کیږي.

تاسو په دې اړه څه لیدلي یا اورېدلي؟

ستاسو په نظر د تحصیلي بورسونو په ویشلو کې چارواکي باید کوم معیارونه په پام کې ونیسي؟

نجیب الله پیمان ـ لوگر، محمد اغه:

د لوړو زده کړو وزیر چې تر اخرته یې د دې وزارت زیمه واري په غاړه اخیستې ټول بورسونه خپلو نږدې قومیانو ته ور ویشي او هغوي پرې مزې کوي. په بورسونو کې نه کوم معیار او نه هم کوم لیاقت او نه هم کوم ولایتي ویش په پام کې نیول کېږي.

محمد حکیم صابر ـ اسلام اباد، پاکستان:

بورسونه د رئيس د زوی، وراره، خوریي يا د ماما او کاکا زامنو بلا منازعه ميراث دى، په دې مېراث کې څوک په تېروتنه هم نشي شریکېدلای.

عبدالمالک ـ اسعداباد، کنړ:

باید هر ولایت ته د محصلانو په تناسب برخه ورکړل شي.

اغا لالی صدیقي ـ کندهار:

زما غوښتنه د لوړپوړو چارواکو څخه دا ده چې د کندهار د خلکو سره د مور او میرې چلند پریږدي او د بورسونو په ویش کی پوره حق ورکول شي. دوی یوازې د شمال خلکو ته دا حق ورکو .

انور امان ـ ښرنه، پکتیکا:

د بورسونو لپاره زده کوونکي باید په ټاکلیو برخو کې د هغوی له وړتیاوو سره سم غوره شي. هغوی دې په داسې څانګو کې زدکړو ته نه لېږل کیږي چې هېڅ پرې نه پوهېږي یا ورسره مینه نه لري.

اختر ـ بن، جرمني:

د لوړو زدکړو په وزارت کې تبعیض په لوړه کچه شته دی. ځینې وخت که تاسو په دغه ورازت کې په پښتو ژبه کوم څه وپوښتﺉ، هېڅوک به مو ځواب درنه کړي. رشوت هم دلته عام دی. ښه به دا وي چې بورس ورکوونکي هېوادونه په خپله د غوراوي ازموینه واخلي او یوازې وړ کسان د بورسونو لپاره انتخاب کړي.

جان محمد بارکزی ـ ناڅرګند ځای:

د لوړو زده كړو وزارت داسې يوه ټاكلې كړنلاره نه لري چې دهغې له مخې زده كونكي وكولاي شي د بهرنيو هيوادونو د تحصلي بورسونو لپاره ازموينه كې ګډون وكړي او هر كال د بېلا بېلو كړنلارو له مخې زده كونكي د ازموينې لپاره نيول كيږي او ډير زده كونكي له دې بهير څخه پاتې شي، ځكه چې وخت او نېټه یې نه وي معلومه چې خپل نومونه د دې ازموينې لپاره ثبت کړي.

نظر محمد نیازی ـ لښکرګاه، هلمند:

بورسونه باید پر دغو معیارونو وویشل شي:

د شاګر وړتیا، لیاقت او علاقه

هغه ولایت اوسیمه چه هلته د تعلیم کچه ټیټه وي، په دې خاطر چه خلک تشویق شي

حضرت علی ـ جلال اباد:

تحصیلی بورسونه باید د غریبو محصیلینو لپاره بیل شي ځکه شتمن اوبډای محصلین د دې وس لري چې په خپلو پیسو خارج ته ولاړشي. د خدای په خاطر لږ انصاف پکار دی چې غوا توره ده او شیدې یې سپینې دي.

نورالرحمن لیوال ـ جلال اباد:

څه موده مخکې د ترکیې د دولت یو شمیر بورسونه د وردګو ولایت د زده کوونکو لپاره راغلي وو. ټول د لوټمارو چارواکو خپل خپلوانو زورورو او هغه چا چې ډیرې پیسې یې رشوت ورکړی ترلاسه کړل.

صادق تاثیر ـ ناڅرګند ځای:

زما په اند د بورسونو په ویش کې باید لاندې ټکي په نظرکې ونیول شي.

لومړی باید تحصیلي بورس هغه کس ته ورکړل شي چې د نمرو تر ټولو زیاته سلنه ولري یاني که ۲۰ بورسونه وي د مسلک په نظر کې نیولوسره دې لومړیو ته چې سلنه یې زیاته ده ورکړل شي.

خپل نظرونه او پوښتنې موږ ته د برېښنا لیک له لارې په دې پته راولېږﺉ:

pashto@bbc.co.uk

او یا د پنجشنبې په ماښام د ستاسو غږ پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلفون وکړﺉ:

۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

د اس ام اس لپاره زموږ شمېره دا ده: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .