هلمند: د ایساف بمبارۍ اته ولسي وګړي ووژل

ایساف
Image caption ایساف هوايي برید منلی، خو د ملکي تلفاتو په اړه یې بې خبري ښودلې.

د افغانستان سوېلي ولایت هلمند د نادعلي ولسوالۍ سیمه ییز خلک وايي ایساف ځواکونو پر یوه کور بمبار کړی، چې د یوې کورنۍ اته کسان پکې وژل شوي.

ایساف وايي، د نادعلي ولسوالۍ پر ۳۱ غربي سیمه یې وروسته تر هغه هوايي برید وکړ، چې په سیمه کې له یوه کوره ددوی پر پلی سرتېرو وسله والو ډزې وکړې او یو سرتېري یې وواژه.

د هلمند د والي ویاند داود احمدي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د برید پخلی وکړ، خو د وژل شوو ولسي وګړو شمېره یې د اتو او لسو ترمنځ وښوده.

سیمه ییز خلک وايي، ایساف د یوه ملا امام پر کور بمبار وکړ، چې د یوې کورنۍ اته غړي پکې ووژل شول.

ایساف په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې هوايي برید یې د اورپکو د ډزو په غبرګون کې وکړ، خو د ملکي تلفاتو په اړه مالومات نه لري.

وسله والو طالبانو ویلي، چې د ایساف پر پلی ګزمې ددوی کسانو ډزې کړې، پنځه سرتېري یې وژلي او پنځه نور ټپیان دي.

Image caption د هلمند امنیه قومندان وايي، وسله والو په ښار صفا کې د ناټو اووه اکمالاتي ګاډي سوځولي.

بل خوا، تېره شپه د زابل ولایت د ښار صفا ولسوالۍ د 'اسحق زي مانده' په سیمه کې د وسله والو ناټو ځواکونو اووه اکمالاتي ګاډي سوځولي.

د زابل امنیه قومندان نبي الهام بي بي سي ته وویل، په دې پېښه کې یو ټانکر چلوونکی وژل شوي.

برید له سیمې د اکمالاتي کاروان د تېرېدا پرمهال شوی.

ښاغلي الهام وویل، یو کس یې په دې تور نیولی، چې دغه وسله وال یې مېلمانه کړي وو.

ورته مطالب