په میدان وردګو کې ۳۱ امریکايي او ۷ افغان سرتېري ووژل شول

چینوک چورلکه

څو ورځې وړاندې هم په کونړ کې د بهرنیو ځواکونو یوه چورلکه رالوېدلې وه.

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي، چې د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې یې تېره شپه یوه چورلکه رالوېدلې ده.

چورلکه د جمعې پر ورځ ناوخته د طالب وسله والو ضد عملیاتو پرمهال رالوېدلې ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر منلې، چې د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د ناټو په رالوېدلې چورلکه کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو ۳۱ سرتېري وژل شوي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د چورلکې ټوله سپرلۍ د امریکا د ځانګړو ځواکونو سرتېري وو.

اعلامیه وايي، چې په دې پېښه کې یو افغان ژباړن او اووه افغان کوماندوز سرتېري هم وژل شوي.

طالبانو ادعا کړې چې دا چورلکه ددوی کسانو ویشتلې، چې په جګړه کې اته وسله وال طالبان هم وژل شوي.

ولسمشر حامد کرزي په اعلامیه کې د امریکايي سرتېرو په وژل کېدا سره امریکايي ولسمشر بارک اوباما ته خواشيني ښودلې ده.

افغانستان کې د ناټو ستر تلفات

  • ۲۰۰۵، د اپریل ۶مه

    په غزني ولایت کې د چینوک چورلکې په رالوېدو سره ۱۵ امریکايي پوځيان او درې قراردادیان ووژل شول.
  • ۲۰۰۵، د جون ۲۸مه

    په کونړ ولایت کې د طالبانو له خوا د چینوک چورلکې په راغورځولو سره ۱۶ امریکايي عسکر ووژل شول.
  • ۲۰۰۵، د اګست ۱۶مه

    هرات ته څېرمه د ناټو چورلکه راولوېده، چې ۱۷ هسپانوي عسکر پکې ووژل شول.
  • ۲۰۰۶، د مۍ ۵مه

    د کابل په ختيځ کې د چینوک الوتکې په رالوېدو ۱۰ امریکايي عسکر ووژل شول.
  • ۲۰۰۶، د سپتمبر دویمه

    د برتانیا ۱۴ شاهي هوايي پوځيان تر چاودنې او نښتې وروسته ووژل شول.
  • ۲۰۰۸، د اګست ۱۸مه

    د کابل په ختيځ کې د طالبانو په کمین کې ۱۰ فرانسوي سرتېري ووژل شول.
  • ۲۰۱۱، د اګست ۶مه

    په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو له خوا د چینوک چورلکې په راغورځولو سره ۳۱ امریکايي ځانګړي ځواکونه او اووه افغان کوماندوز ووژل شول.
  • سرچینه:

    بي بي سي خبري څانګه

د پېښې یوه عیني شاهد محمد ولي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل: ''تر پشنمي وروسته پر برنډه ناست و، چې یوه الوتکه ډېره ټيته راغله، همدا وو چې د راکټ په ډز سره ولګېده او زموږ د کور تر څنګ اوبو ته نژدې راولوېده او اور یې واخیست. ''

طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، ناټو په وردګو ولایت کې پر هغه کور برید کړی چې وسله وال په کې وو.

په اعلامیه کې ویل شوي په پېښه کې اته طالبان وژل شوي او دا چې چورلکه دوی په راکټ رانسکوره کړې او سپاره یې ور وژلي دي.

Navy Seals يانې څه؟

Navy Seals د امریکا له سمندري، ځمکنیو او هوايي ځواکونو یوه ګډه ګډوله ده، چې مهم پوځي عملیات ترسره کوي.

  • امریکا ۲۵۰۰ ځانګړي سمندري ځواکونه لري،
  • دوی په سمندر، هوا او ځمکه عملیات کوي،
  • دا د تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته جوړ شوي،
  • دوی په ویتنام، پاناما، افغانستان، سومالی او یمن کې عملیات کړي،

تر پشنمي وروسته پر برنډه ناست و، چې یوه الوتکه ډېره ټيته راغله، همدا وو چې د راکټ په ډز سره ولګېده او زموږ د کور تر څنګ اوبو ته نژدې راولوېده.

محمد ولي، عيني شاهد

د سید اباد ولسوال ډاکټر مسلم رسنیو ته ویلي، چورلکه د تنګي درې په جوی زرین سیمه کې رالوېدلې ده.

د سید اباد تنګي دره د بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو ډېره خونړۍ وه، چې څو میاشتې وړاندې ترې بهرني ځواکونه ووتل.

اخوا ایساف وايي نن په جنوب کې د سړک غاړې ماین چاودنې د دوی یو سرتېری وژلی، چې هویت یې په ډاګه شوی نه دی.

که په دې باب تبصره کوﺉ، د کلېکاږل بي بي سي پښتو فیسبوک پاټې ته ورشئ.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .