ولسي جرګې د کرزي پرېکړه 'رد' کړه

ولسي جرګه
Image caption دغو اعتراض کوونکو د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون نیوکه کوله چې د مصلحتونو تر نامه لاندې قانون تر پښو لاندې کوي.

د افغانستان ولسي جرګې د شنبې په ورځ د رایو په اکثریت د ولسمشر هغه پرېکړه رد کړه چې د پارلماني ټاکنو تصمیم یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته پرې ایښی.

دغو اعتراض کوونکو د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون نیوکه کوله چې د مصلحتونو تر نامه لاندې قانون تر پښو لاندې کوي.

او د ولسي جرګې په جوړښت کې د بدلون په اړه یې خپل اندېښنه وښووله.

د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال احمد بهزاد وايي د ټاکنو کمیسیون دا حق نه لري چې د ټاکنو په پایلو کې لاس وهنه وکړي او پرته له هغه به ددوی سخت غبرګون سره مخ شي: ''ولسي جرګه د قانون د حاکمیت، د خلکو له ارادې او له دیموکراسۍ څخه د دفاع په موخه د تجدید نظر او د رایو بیا شمېر په نوم هر ډول بدلون که هغه یو تن هم وي نه مني. او د هغه په وړاندې به ودریږي او کلک غبرګون به یې په وړاندې وښيي.''

بل پلو په ولسي جرګې د قانون د ملاتړ ایتلاف مشر حاجی عبدالظاهر قدیر د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون تور ولګاوه چې له خپل دریځه په شا کیږي او مصلحتونه او جوړ جاړي کوي.

دغې غونډې ته د صنفي ټولنو یو شمېر استازي هم راغلي وو، او ویل یې چې خپل اعتراض ته به دوام ورکوي.

خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشر حامد کرزي له وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی دی.

دغه راز او په ننګرهار، بلخ او نیمروز ولایتونو کې یو شمېر قاضیانو، خلکو د ځانګړې محکمې او ولسمشر حامد کرزي د وروستۍ پرېکړې په ملاتړ غونډې کړې دي.

ورته مطالب