افغانستان ۲ میلیون میټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري

غنم د انځور حقوق AP
Image caption افغانستان سږکال شپږ اعشاريه درې ميليونه مټريک ټنه غلې ته اړتيا لري چې د چارواکو په خبره ښايي سږکال دا هېواد څه باندې څلور ميليونه مټريک ټنه غنم توليد کړي.

افغان حکومت وايي د دوی لومړنۍ ارزونې ښيي چې سږکال ښايي افغانستان له بهر نه نژدې دوه ميليونه مېټريک ټنه نور غنم وارد کړي.

د افغانستان د کرنې وزارت وايي عادي کښتونه يې له تېر کال سره توپير نه لري، خو د افغانستان په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې د للمي کښتونو د نه کېدو له امله ښايي د غنمو په توليداتو کې ۲۸ سلنه کمی راشي.

په دغو ولايتونو کې شاوخوا ۷۵ سلنه للمي کښتونه د وچکالۍ له امله زيانمن شوي دي.

د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې وچکالۍ دغه هېواد اړ کړی چې سږکال نژدې دوه ميليونه مېټرېک ټنه غنم له بهر نه وارد کړي.

تېر کال له بهره د غنمو د واردولو د اړتيا کچه يوازې ۷۰۰زره مېټريک ټنه وه.

د افغانستان د کرنې وزارت د تېر کال په پرتله د دومره زياتې اندازې غنمو ضرورت په هېواد کې د للمي کښتونو له منځه تلل بولي.

د وزارت وياند مجيدالله قرار وايي سږکال د افغانستان په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې ۷۷ سلنه للمي کښتونه نه دي شوي.

خو دا دومره لوی توپير څومره د اندېښنې وړ دی؟ د کرنې وزارت وايي پاکستان، قزاقستان او روسيه هغه هېوادونه دي چې له خپلې اړتيا زيات غنم لري او افغانستان ورته يو ښه بازار دی. افغانستان سږکال شپږ اعشاريه درې ميليونه مټريک ټنه غلې ته اړتيا لري چې د چارواکو په خبره ښايي سږکال دا هېواد څه باندې څلور ميليونه مټريک ټنه غنم توليد کړي.

ورته مطالب