امریکا، د افغانستان قضايي سیستم کمزوری دی

بګرام
Image caption امریکايي پوځي چارواکو ویلي چې په تېرو درو کلونو کې د بګرام د زندانیانو شمېر درې برابره [۲۶۰۰ بندیان] ډېر شوی.

امریکا وايي افغانانو ته د بګرام زندان د چارو سپارل یې د ۲۰۱۲ کال تر جنورۍ پورې وځنډول.

خو امریکايي چاروکو ویلي چې د افغانستان قضايي سیستم لاهم ډېر کمزوری دی، او دا به له وخته وړاندې وي چې د پروان د زندان چارې افغانانو ته وسپارل شي.

یوه امریکايي پوځي چارواکي چې د نامه له اخیستو یې ډډه کړې، ویلي ''په دې برخه کې، افغانان داسې یو قضايي چوکاټ نه لري، چې په لړ کې یې په هېواد کې د اورپکو له لوري له تاوتریخوالي جوړوونکو کسانو سره څرنګه معامله وکړي. ''

د کابل په شمال کې د بګرام امریکايي زندان شتون د ګڼو افغانانو په اند په دغه هېواد کې د امریکا د اوږدمهاله پاتې کېدو نښې ګڼل کېږي.

له ۲۰۰۱ راپدېخوا، د امریکا پوځ په افغانستان کې د اورپکۍ په شک ګڼ افغانان او بهرنیان نیولي، چې ډېرﺉ یې له محاکمې پرته په زندان کې پراته دي.

خو ددغه زندان تر درېیمې برخې لږ بندیان افغانانو ته سپارل شوي.

درې برابره بندیان

پوځي چارواکو دا هم ویلي چې په تېرو درو کلونو کې د بګرام د زندانیانو شمېر درې برابره [۲۶۰۰ بندیان] ډېر شوی دی.

دوی وايي په دغه زندان کې یو شمېر هغه بانفوذه اورپکي بندیان دي، چې په لویو ناامنیو کې یې لاس درلود.

ددغه زندان د خونو د جوړېدو چارې په ۲۰۰۹ کې پیل شوې دي.

د افغانستان د عدلیې وزارت مرستیال وزیر محمد قاسم هاشمزي وړاندې ویلي وو: ''هېڅ شک نه شته، چې د افغانستان د قانون په چوکاټ کې د محکمو څېړنې او کنټرول یو لوی ګام دی. ''

خو دا چې په بګرام زندان کې د بندیانو شمېر مخ پر ډېرېدا دی، امریکايي چارواکي وايي افغانانو ته د شکمنو بندي اورپکو او نیول شوو طالبانو د چارو سپارل به د نسبتاً پر پښو ولاړ قضايي نظام پروړاندې خنډونه رامنځ ته کړي.

امریکايي وايي افغانانانو ته د بګرام زندان د چارو د سپارلو د ځنډولو یو اصلي دلیل له پټو استخباراتو سره د افغان قاضیانو نابلدتیا ده، چې د امریکايي چارواکو په وینا، که مناسب قضايي سیستم موجود وي، افغان قضايي چارواکو ته به خپل پټ استخباراتي مالومات وسپاري.

یو شمېر افغانان په دې اند دي، چې تر ۲۰۱۴ کال پورې افغانانو ته د بګرام زندان د چارو ځنډول د هېواد په ګټه نه دي.

د افغانستان د عدلیې وزارت ویاند فرید احمد نجیبي وړاندې ویلي وو ''دا زموږ هېواد دی. موږ خپل قوانین لرو. د بګرام زندان او له بندیانو سره د چلند بهیر باید افغاني وي.''

Image caption په تېر کې په بګرام زندان کې له بندیانو سره د امريکايي پوځيانو د ناوړه چلند خبرونه ورکړل شوي وو.

پر همدې مهال، افغان چاروکو ویلي د هغو پنځو افغان پولیسو او درو استخباراتي مامورانو مړي یې ترلاسه کړي، چې تېره اوونۍ په میدان وردګو ولایت کې وسله والو تښتولي او وژلي دي.

د میدان وردګو د والي ویاند شاهد الله شاهد رسنیو ته وویل، وسله والو د تېرې پنجشنبې پر ورځ د میدان وردګو ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې پنځه پولیس او د ملي امنیت درې کارکوونکي تر تښتولو وروسته ووژل.

په دې وروستیو کې د میدان وردګو ولایت د نړیوالو ځواکونو او وسله والو طالبانو د خونړۍ جګړې ډګر ګرځېدلی دی.

د روانې اګست پر شپږمه طالبانو د امریکا یوه چورلکه په توغندي وویشته، چې ۳۰ ځانګړي امريکايي ځواکونه او اووه افغان کوماندوز پکې ووژل شول.

ورته مطالب