کندهار: د طالبانو ډله ییز برید څلور ساتونکي ووژل

کندهار د انځور حقوق n
Image caption د تېر ۲۰۱۰ په اپریل کې بهرنیو ځواکونو ته پر دغه اکمالاتي شرکت ورته ډله ییز بریدونه شوي وو، چې پکې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د افغانستان په کندهار ولایت کې هوايي ډګر ته څېرمه د طالبانو په یوه ډله ییز ځانمرګي برید کې د یوه خصوصي شرکت څلور افغان ساتونکي وژل شوي او اته نور ژوبل شوي.

د کندهار امنيتي چارواکي وايي چې د 'سپریم' په نامه شرکت پر کارکوونکو دغه برید تېر ماخوستن وشو.

سپریم هغه خصوصي شرکت دی، چې نړیوالو ځواکونو ته لوجستيکي توکي چمتو کوي.

د پروان د وړمې ورځې د برید په څېر، دلته هم یوه ځانمرګي د ودانۍ په خوله کې موټر بم الوځولی چې ورسره د هغه نورو ملګرو ته د ننوتلو لار پرانیستل شوې ده.

پولیس وايي په برید کې درو ځانمرګو ونډه درلوده، چې څلور افغان ساتونکي یې وژلي او د درو نیپالیانو په ګډون یې اته تنه ټپیان کړي دي.

په کندهار کې مامون درانی وايي بریدونه، تېر ماخوستن شاوخوا نهه بجې پر سپریم شرکت پیل شول.

دوه ورځې وړاندې طالبانو د پروان د والي پر دفتر ورته ډله ییز بریدونه وکړ، چې ۲۲ کسان پکې ووژل شول، خو والي بچ شو.

د افغانستان په سوېل کې د پولیسو تر ټولو جګپوړی مشر جنرال سالم احساس بي بي سي ته وویل چې د کندهار د تېرې شپې په بریدونو کې د سپریم شرکت څلور ساتونکي وژل شوي:

''درې کسو ځانمرګو برید کوونکو برید کړی، چې لومړي یې په لومړي نظام قراول کې ځان وچووه، دوه یې پاتې وو، چې تر یوڅه مقاومت وروسته له منځه ولاړل. ''

ښاغلي احساس وویل، نښتې یو ساعت دوام وکړ، چې پکې له سپکو او درنو وسلو هم کار واخیستل شو.

د سیمې اوسېدونکو بي بي سي ته وویل، چې د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ غځېدلې لویه لاره د دوو ساعتونو لپاره تړل شوې وه.

په سوېل کې د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي بي بي سي ته د برید پړه پرغاړه واخیسته.

نوموړي ادعا وکړه، چې په دې برید کې د سپریم شرکت ۲۵ کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یادولو ده چې د تېر ۲۰۱۰ په اپریل کې بهرنیو ځواکونو ته پر دغه لوجستيکي شرکت ورته ډله ییز بریدونه شوي وو، چې پکې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

وسله والو یوه کارکوونکې وژلې

بل خوا، په کندهار ښار کې ناپېژاندو وسله اولو د کلیو د پراختیا د ریاست یوه کارکوونکې وژلې ده.

د کندهار د والي ویاند زلمي ایوبي بي بي سي ته د پېښې پخلی وکړ، او وویل چې رابعه سادات نن سهار اووه بجې د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې د سردار مددخان څلورلارې ته څېرمه د وسله والو په ډزو ووژل شوه.

آغلې سادات په یوه ښوونځي کې ښوونکې هم وه.

زلمی ایوبي زیاتوي، چې د ډزو پرمهال د آغلې سادات چلوونکی ټپي شوی او برید کوونکي تښتېدلي دي.

۱۸ کلنې رابعې سادات ته یوې نژدې سرچینې ویلي چې هغه له تېرو څو کلونو راهیسې د کلیو د پراختیا ریاست په چوکاټ کې د ملي پیوستون پروګرام کې کار کاوه.

ورته مطالب