ناټو: د رالوېدلې چورلکې ځای ته ورنژدې نه شئ

د تنګي دره
Image caption درې ورځې وړاندې د ناټو یوه چورلکه په تنګي دره کې راوغورځول شوه، چې د اوو افغان کوماندوز په ګډون ۳۸ ځانګړي امريکايي پوځيان ووژل شول.

د میدان وردګو د سید اباد ولسوالۍ په تنګي سيمه کې د ناټو د هلیکوپتر د غورځېدو د څرنګوالي پلټنې لا هم روانې دي.

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو له خلکو غوښتي چې په وردګو ولایت کې د دوی د چورلکې د غورځېدو سيمې ته ورنژدې نه شي.

ایساف وايي دا مهال په سید اباد ولسوالۍ کې د پېښې په ځای کې د څرخکې د پاتې شونې او نورو اسنادو او شواهدو د ټولولو عملیات روان دي.

په همدې حال کې ځېنې سیمه ییز خلک ادعا لري چې هلته په ګڼ شمېر کې بهرني سرتېري ځای پر ځای شوي او ډېرخلک یې په خپلو کورونو کې ایسار کړي دي.

د ناټو دغه هلیکوپتر د شنبې پر شپه د وردګو او لوګر ترمنځ د تنګي په نامه سيمه کې وغورځېده او ۳۱ امریکايي سرتېري پکې ووژل شول.

ناټو چارواکي وايي د پېښې سېمه یې په بشپړ ډول کلابنده کړې اودا مهال هلته د قضيې اړوند اسنادو او شواهدو د راټولولوعملیات کوي.

په کابل کې د ایساف ځواکونو یو ویاند جنرال کارستین جیکوبسن د چورلکې د غورځېدو سيمې ته ورڅېرمه استوګنو ته سپارښتنه وکړه چې د پېښې ځای ته له ورنژدې کېدو او تګ راتګ څخه ډډه وکړي:

''د پېښې ځای د لوګر او وردګو په سرحد کې یوه ډېره لېرې پرته سېمه ده. هلته د پلټنې عملیات روان دي، موږ سېمه خوندي کوو او د پېښې هره پاتې شونې راټولوو.هغوو ولسي وګړو ته چې په دغې سېمې کې راتګ لري،سپارښتنه کووم چې د پلټنې د عملیاتو پر مهال د پېښې ځای ته د ورتلو هڅه ونه کړي''.

ښاغلي جیکوبسن وویل همدا چې روانه پلټنه یې بشپړه شي، مطبوعاتو ته به د شوې پېښې په تړاو دقیق معلومات په واک کې ورکړي.

سیمه ییزخلک وايي د الوتکې د غورځېدو له پېښې سملاسې وروسته هلته په ډېر شمېر کې بهرني ځواکونه او شوبلې ځای پرځای شوي دي.

په یو شمېر رسنیو کې داسې رپوټونه هم راغلي چې ګواکې ناټو سرتېرو هلته یو شمېر اوسېدونکي هم نیولي او ځينې نور بیا له سيمې کوچېدلي دي.

Image caption ناټو وايي د چورلکې د رالوېدو سیمې ته ولسي خلک نه ورپرېږدي.

داسې ادعاوې هم شته چې ناټو ځواکونو ډېر خلک په خپلو کورونو کې اېسار کړي او له کورونو پر وتلو او تګ راتګ یې کلک بندیز لګولی.

خو بي بي سي ته د پېښې له ځای نه دوو اوسېدونکو په دې اړه بیلا بیلې څرګندونې وکړي:

''دوه ورځې کېږي چې هغه سيمه یې محاصره کړې او ورته نژدې خلک له خپلو کورونو نه وتلو ته نه پرېږدي. له پېښې نه وروسته امریکایان راغلي و او ملي اردو هم ورسره وه، د طیارې ځای کې راټول شوي او خپل کار کوي. خلکو ته هېڅ غږ نه کوي زه ورسره مخ شوم هېڅ یې هم راته ونه ویل''.

د ناټو ځواکونو دغه چینوک څرخي الوتکه د شنبې په شپه د سیداباد په ولسوالۍ کې پر طالبانو ګوزارونه کول چې له دغې پېښې سره مخ شوه،او په ترڅ کې یې ۳۱ امریکايي سرتیري ووژل.

الوتکې د هغې ځانګړې امریکايي قطعې غړي لېږدول چې څه موده وړاندې یې اسلام اباده ته نژدې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن وواژه.

په پېښه کې اووه افغان سرتېري هم وژل شوي، طالبانو د دغې څرخکې د غورځولو دعوه کړې ده.

ورته مطالب