د پروان د والي پردفتر ډله ییز برید ۲۲ کسان ووژل

د پروان برید د انځور حقوق AP
Image caption برید داسې مهال وشو، چې په ولایت کې د چارواکو غونډه روانه وه.

د افغانستان پلازمېنې کابل په شمال کې د پروان د والي پر دفتر شپږو ځانمرګو او په وسلو سمبالو کسانو برید کړی او له افغان امنتي ځواکونو سره یې نښته کړې ده.

د پروان والي له بریده روغ رمټ وتلی، خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې ډېره مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، په دې برید کې ۲۲ کسان وژل شوي، چې ۱۴ یې ولسي وګړي او نور ملي پولیس دي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه، چې په برید کې تر ۳۰ ډېر نور ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل، چې په وژل شوو کې د ولایت مامورین او ولایت ته مراجعین هم دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، یوه ځانمرګي برید کوونکي د ولایت د ودانۍ دروازې ته څېرمه له چاودېدونکو توکو ډکه کرولا چوولې او پنځه نور ودانۍ ته ننوتي.

Image caption د روان کال د مۍ پر ۲۲مه هم د پروان د والي دفتر مخې ته ځانمرګی برید وشو، چې موخه یې والي عبدالبصیر سالنګی و، خو نوموړی روغ رمټ ترې ووت او یو چلوونکی یې ووژل شو.

د پروان والي عبدالبصیر سالنګي ویلي چې شاوخوا شپږ ځانمرګو یې پر دفتر برید کړی، چې یوه یې د ودانۍ په دروازه کې ځان چوولی دی:

''لاهم له برید کوونکو سره په ودانۍ کې نښته روانه ده. برید داسې مهال وشو، چې موږ د جلسې په درشل کې وو.''

ښاغلي سالنګي رسنیو ته ویلي، چې ده ته کوم زیان نه دی اوښتی، خو د ودانۍ نیمايي برخه ویجاړه شوې او دا مهال د برید کوونکو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

افغان امنيتي چارواکو ویلي، چې د پروان ولایت یو شمېر ودانیو اور اخیستی.

د افغانستان د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل ویلي چې د نښتې په درشل کې لږترلږه پنځه چاودنې شوې.

د پروان د ولايتي روغتون مشر ډاکټر محمد اصف رویټرز خبري اژانس ته ویلي ''تر اوسه موږ ته ۱۶ مړي او ۲۹ ټپیان راوړل شوي، چې ډېرﺉ مړي د حکومتي مامورانو دي.''

د روان کال د مۍ پر ۲۲مه هم د پروان د والي دفتر مخې ته ځانمرګی برید وشو، چې موخه یې والي عبدالبصیر سالنګی و، خو نوموړی روغ رمټ ترې ووت او یو چلوونکی یې ووژل شو.

په برید کې یوه لاروۍ ۱۲ کلنه نجلۍ هم وژل شوې وه.

د پروان ولایت امنیتي چارواکي هغه مهال ویلي وو چې د والي بصیر سالنګي د سپرلۍ پر ګاډي له غرمې مخکې داسې مهال برید وشو چې نوموړي په سیمه کې د یوه نوي جوړ شوي سړک د پرانستو مراسمو ته د تګ تابیا نیوله او د همدې لپاره یې د خپلې سپرلۍ ګاډی د ولایت د ودانۍ مخې ته ورغوښتی و.

د پروان والي بصیر سالنګي د پخوانۍ شمالي ټلوالې او نظار شورا په اډانه کې د اوږدې مودې لپاره د طالبانو خلاف جګړه کې فعاله ونډه درلوده .

ورته مطالب