سعودي له دمشق نه خپل سفیر وروغوښت

سعودي عربستان په سوريه کې پر روان تاوتريخوالي د اعتراض په ډول له هغه هيواده خپل سفير ورغوښتى چې دا څرگندوي د رياض او دمشق ترمنځ تاوتريخوالى په ډېرېدو دى. د سوريې د حکومتي ځواکونو له خوا پر مظاهرهکوونکو پر پراخې وژنې اعتراض يوازې د سعودي له خوا نه دى. د ترکيې او سوريې د چارواکو ترمنځ هم ځينې خبرې کښته پورته شوې دي. ټاکل شوې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داود اوغلو سبا دمشق ته ورسېږي او ويل کېږي چې غونډه به يې خورا پېچلې وي. لکه چې په بي بي سي کې د پوځي او ډېپلماتيکو چارو خبريال جاناتن مارکس وايي، د پردې تر شا د سيمه ييزو ځواکونو ترمنځ د واک پراخ سيالي پيل شوې ده. ددغې څېړنې اورېدو ته مو رابولم.

په عربي نړۍ کې د پاڅونونو سیاسي او ټولنیزې اغیزې د مینځني ختیځ پر نقشې ژورې اغیزې لري. ددې لپاره چې په راتلوونکې کې څوک په سیمه کې مخکښ اوسي او پر سیمې تسلط ولري د ترکیې، ایران او سعودي عربستان ترمینځ سیالي پرلاره ده او هر یو غواړي چې پر خپلې غوښتنې ولاړ پاتي شي. په سوریې کې وحشي تاوتریخوالی ددغو کړکیچونو سبب شوی.

دا چې سعودي پریکړه کړې چې له دمشق نه خپل سفیر بیرته وروغواړي یوه بله نښه ده چې سعودي هم په دې لوبه کې ښکیل دی. سوریه په عربي نړي کې مهم هیواد دی چې د موقیعت له پلوه د سیمې په زړه کې پورت دی. د سوریې راتلوونکې به په ګاونډي لبنان کې هم پر پیښو مهمې اغیزې ولري.

دا چې سوریه له ایران پیاوړې اړیکې لري او له نورې عربي نړۍ نه ځان په څنګ ساتي دا کار سعودي عربستان ته ستونزه رامینځ ته کوي ځکه چې سعودي غواړي چې په سیمه کې د ایران مخ په زیاتیدونکي نفوذ محدود شي.

که په سوریه کې د شعیه ګانو تر واک لاندې حکومت چې مشري یې بشارالاسد کوي ړنګ شي دا به د سوریې له پولو اخوا هم ژورې سیاسي پایلې ولري. د عربانو پاڅون سعودي عربستان ته یو فرصت برابر کړي چې د ایران اړیکې له دمشق سره کمزورې کړي.

ترکیې چې د هغې نفوذ هم په سیمه کې مخ په زیاتیدو دی د سوریې د حکومت پر اقداماتو نیوکې کړې. په سوریې کې له څه باندې څلور میاشتني تاوتریخوالي وروسته پر سوریې د سیمې د هیوادونو نیوکې مخ په زیاتیدو دي. خو یوازي ایران دی چې د دمشق په خوا کې ولاړ دی.

کله چې په سوریه کې دتلفاتو شمیره لوړیږي په سیمه کې یو هیواد څرګند شي چې فکر کوي اوس به څه کیږي؟ خو تقریقا له بشارالاسد وروسته پر سوریې فکر نه شي کیدای.

ورته مطالب