دېرشمه کليزه: ستاسې ځینې برېښنالیکونه

ستاسې برېښنالیکونه

د بي بي سي یو اورېدونکی: ''زما د بي بي سي خپرونې ډېرې خوښېږي خو یو خبر مې هېڅ له یاده نه وځي، چې ستاسې خبریال وویل، د افغانستان مساله ډېره چینجنه ده.''

نصیر احمد صدیقي، کابل

بي سي پښتو ته سلامونه.

زما هیله دا ده چې که د خپلو ټولو پخوانیو ویاندانو؛ ښاغلیو عبدالعلي ارغنداوي، نبي مصداق، شېراغا کریمي، سعادت ساپي، ګوهر رحمن ګوهر، سعیده محمود، صفیه حلیم، ډاکټر اکبر او نورو، او اوسنیو هغو د خبرو بېلګې یا د بي بي سي پښتو د وېب سایټ په یوه برخه کې کېږدئ یا یې یوټیوب ته پورته کړئ.

ما څو ځلې هڅه وکړه چې په یو ټیوب کې د علي ارغنداوي غږ پیدا کړم خو له بده مرغه چې بېخي نشته. نوستاسو څخه هیله کوم چې د علي ارغنداوي ژغ راته ایمیل کړی ځکه دنورو ژغونه می واوریدل او دده نه وولو !

زړګی وردګ، لندن

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !

زما له ماشومتوبه د بي بي سي د خپرونو سره بي حده مينه وه، كله به مې چې پلار د شپې له لوري د بي بي سي راډيو په فريكونيسي عياره كړه او خبرونه به يي اورېدل نو زه به ډېر ورته دقيق وم.‍

رفیع الله غورځنګ، کندهار

ټول ستړي مه شئ، وروسته له روغبړ نه په دې کې خو هېڅ شک نشته چي بي بي سي په دې ۳ لسیزو کې د افغانستان د روانو حالاتو راپورونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د فغانانو تر غوږونو رسولي، بي يي سي یوازینۍ مرجع وه چې د حالاتو ښه او دقیقه انځورګیري په تېرو وختو کې وکړه او عام ولس هم ډیر اعتبار ورباندې درلود، خو اوس مهال د بي بي سي هغه دبدبه او مشهورتیا نه ده پاتې څنګه چې په تېر وخت کې وه، اوس حالاتو تغییر خوړلی دی، په لسهاوو نوي تصویري خپرونې، برېښنایي خپرونې شروع شوې دي.

ننګیالی میرخېل، مسکو

د بي بي سي پښتو د دېرشمې کلیزې په ویاړ د دې ټولو کار کوونکو ته د زړه له ژورو ښه مرغي وایم. زه د بي بي سي د خوږي پښتو ډېر لوی خوښاند یم. زما نه هېرېږي چې زموږ په کلي کې به تل بي بي سي اورېدل کېده.

د خبرونو پر مهال به چا د غږېدنې رښتې نه درلودې. ما به په ډېره مینه د نوي کور نوي ژوند ډرامه او داسې نورې خپرونې اورېدلې.نو دوی ته د لوی څښتن نه د لا بریاوو، سر لوړیو او لورېینو غوښتندوی یم. د دې په هیله چې په نژدې راتلونکې کې د بي بي سي پښتو ټلوېزون کتونکي هم شو.

مینه مینه او درنښت

خدای شته چې د بي بي سي راډیو پښتو څانګې هر کارمند خپلې ځانګړنې لري خو د صفیه حلیم او ګوهر رحمن ګوهر په غږونو کې ځانګړې اغېز پروت وو.

ډاکټر فضل یمین

رفيع الله غورځنګ، کندهار

زما له ماشومتوبه د بي بي سي د خپرونو سره بي حده مينه وه، كله به مې چې پلار د شپې له لوري د بي بي سي راډيو په فريكونيسي عياره كړه او خبرونه به يي اورېدل نو زه به ډېر ورته دقيق وم.

سعيده محمود، داود اعظمي، سپين تڼي، داودجنبش، ايمل پسرلي هغه كسان دي چي زه يي د كوچنيوالي په ږغونو پسې ليونی وم، او لا اوس هم ډېر ځله د يادو كسانو ږغونه او خبري زما پر ژبه وي.

خلك سندرې زمزمه كوي خو زه د هغوی خبرې او ږغونه له ځان سره وايم.

هيله!

په دې وېبپاڼه كې د بي بي سي د ټولو همكارانو عكسونه او په څنګ كې يې بوختياوې پورته كړﺉ.

ذبیح الله سروري، میدان وردګ

د هر څه د مخه زه خپل سلامونه د BBC راډیو د پښتو څانګې ټولو کارکوونکو ته وړاندې کوم. بیا تاسو ته او د بي بي سي راډیو ټولو مینه والو ته د بي بي سي راډیو د ۳۰ کلیزې په مناسبت مبارکي وایم. زه چې کله هم ځان یوازې نه احساس کوم ځکه BBC راډیو اورم. زما دا راډیو او د دغې ټول ویاندویان ډېر خوښیږي ځکه زما په اند هغوی یو خاص سبک دی ویلو لري. دی هغوی په شان غږونه ما کله هم په هېڅ راډیو کې نه دي اورېدلي. ستاسې تعليمي خپرونې زما زښته زیاتې خوښې دي همېشه ما ته ګټورې او زما معلومات یې ډېر کړي دي.

سلامونه او نیکې هیلې د بي بي سي ورځپاڼې او راډیو کارکوونکو ته په نېک ساعت کې وړاندې کوم خدای دې وکړي چې روغ، جوړ او خوشحاله وﺉ. ما د بي بي سي د نوي کور او نوي ژوند ډرامې ډيـــــــــــــــــــرې اورېدلې دي.

فضل الربي قناعت وردګ، بنګلور، هندوستان

اکبرخان احمدزی، کابل

د بی بی سی ټولو کارکوونکو ته سلامونه او د دېرشمې کلیزي مبارکي وړاندې کوم اخر کې دا وایم چې راډیو ګانې خو ډېرې زیاتې دي اما بي بي سي بیا ځانګړې ده ساری نه لري. بي بي سي زموږ د ټولو زموږ په ژبه او زموږ په خوښه ژوندي دې وي د بي بي سي ټول کارکوونکي.

خوشحال یاری، جرمني

زه د مبارکۍ سربېره د بي بي سي د پښتو خپرونې ټولو کارکوونکو ته د خوشاله او هوسا ژوندانه تمه لرمه داچې په پښتو غږ او ژبه سره لر او بر ولسونو، خلکو او ملتونو ته دغږ له لارې پروګرامونه ډالۍ کوي او خپل اورېدونکي دنړۍ له حالاتو اوچارو خبروي د قدر او درنښت ویاړ لري. یوه بله درنه او له کړاونو ډکه لاره چې تاسې ګورﺉ او لا هم ټول پرې یو ځای تللي نشو هغه د پښتو ژبې د لیک لوست د دود یووالی دی هیله مند یم چې دې اړینې غوښتنې ته تر دې لا ډېره پاملرنه وکړﺉ او ټول پښتانه په راتلونکي کې د یوه پوره سم لیک دود خاوندان کړﺉ.

ډاکټر فضل یمین

د بي بي سي پښتو څانګې ته سلامونه!

خدای شته چې د بي بي سي راډیو پښتو څانګې هر کارمند خپلې ځانګړنې لري خو د صفیه حلیم او ګوهر رحمن ګوهر په غږونو کې ځانګړې اغېز پروت وو.

د بي بي سي د ۳۰ کلنۍ په مناسبت د بي بي سي ټولو پښتنو کار کوونکو ته مبارکي وایم ... الله پاک مو ټول کامیاب او کامران لره ..... تل کامیابي درته غواړم ... د لوی الله په امان.

واحدالله حداد، پېښور

فضل الربي قناعت وردګ، بنګلور، هندوستان

سلامونه او نیکې هیلې د بي بي سي ورځپاڼې او راډیو کارکوونکو ته په نېک ساعت کې وړاندې کوم خدای دې وکړي چې روغ، جوړ او خوشحاله وﺉ. ما د بي بي سي د نوي کور او نوي ژوند ډرامې ډيـــــــــــــــــــرې اورېدلې خو اوس یې بیخي نه اورم دا ځکه چې د بي بي سي پروکرامونه ګډوډ شوي دي او وخت یې نه دی راته معلوم، که تاسو یې د انټرنېټ له طریقه راته معلوم کړﺉ مهرباني به مو وي؛ ځکه چې رادیو نه لرم. الله مو د تل لپاره ژوندي لرﺉ.

واحدالله حداد، پېښور

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ....

د بي بي سي د ۳۰ کلنۍ په مناسبت د بي بي سي ټولو پښتنو کار کوونکو ته مبارکي وایم ... الله پاک مو ټول کامیاب او کامران لره ..... تل کامیابي درته غواړم ... د لوی الله په امان.

امیرجان، خوست ښار

سلام ټولو کارکوونکو ته! د بي بي سي رادیو د ۳۰مې کلیزې مبارکي ټولو ته وایم. زه ستاسې خبرونه، تعليمي پروګرامونه، او ډرامې ډېر په خوند سره اورم، ډېر څه مې درې زده کړي او ستاسې وېبپاڼه ډېره ښایسته ده هر وخت درته دعاګانې کوم او په راتلنکي کې نور زیات بریالیتوب درته غواړم، بیا تاسې ته مبارکي وایم.

عبدالرزاق سمون له کابله

د بي بي سي د پښتو څانګې ټولو کارکوونکو ته سلامونه!

په لومړي سر کې د بي بي سي د راديو درېيو لسيزو د زړښت له امله د دغه راډيو ټولو کارکوونکو او اورېدونکو ته د زړه له تله مبارکي وايم.

هغه چې ژوند يې ددغې راډيو له لارې خپل ولس ته د خدمت په موخه قربان کړى د دعا لاسونه پورته کوو.

څرنګه چې بي بي سي او زه سره همزولي يو، نو زه هغه مهال له بي بي سي سره اشنا شوم کله چې زما خداى بخښلي پلار به تل د خپل سانيو (SANYO) راډيو له لارې د بي بي سي سهارنۍ خپرونې اورېدلې.

بي بي سي چې د خبر په برخه کې په تېرو ۳۰ کلونو کې چې څه کړي د هېچا به هم هېر نه شي. د پښتو ژبې او پښتنو لپاره په چوپړ کولو پر بي بي سي ویاړو.

حزب الله اتل، کابل

زه فکر کووم په هغه وخت کې روسي ځواکونه له افغانستان څخه وتل او يا هم وتلي وو خو د بي بي سي د پښتو څانګې د خبرونو د سر ټکى همدغه موضوع وه.

شاوخوا ٢٢ کاله وړاندې، له بي بي سي راډيو څخه د ماين د خبراوي هغه پروګرامونه چې په کې کوهر الرحمن کوهر او نبي مصداق او ... لخوا تمثيل او وړاندې کېدل، ما اورېدل.

تر اوسه مې په ياد کې راځي چي ګوهر صاحب به په کې ويل به يې ''پام چې ور نه وړې لاسونه'' او ...

هغه مهاله بيا تر ننه پورې زه تل بي بي سي اورم او له ويندويانو او کارکوونکو سره يې ځانګړې مينه لرم.

دغې راډيو زه دومره اغېزمن کړم چې ما بيا خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ژورناليزم په څانګه کې پاى ته ورسولې.

ما د خبر د جوړښت او د پښتو ليک دود په برخه کې له دغې راډيو څخه ډېر څه زده کړي دي.

زه ۲۲ کلن یم، هو د بي بي سي خبرونه مې له ډېر پخوا څخه په ياد دي او زموږ په ځای کې به تل د هر چا کور په کور غږېدله، او ډېرښايسته اوچت غږ به يې و، تقریباً ۱۵ کاله مخکې.

سيد اغا حيران خوګياڼی، جلال اباد

هغه لرم چې د دغه راډيو مسؤولين د پخوانيو ويندويانو د عکسونو تر څنګ د دوى غږيز کليپونه هم په خپله وېبپاڼه باندې خپاره کړي، تر څو تېر يادونه او وختونه يوځل بيا تازه شي.

د برياليتوب په هيله

نقیب الله له کندهاره

اول خپل د مینې ډک سلامونه د بي بي سي ټولو درنو كاركوونكو ته وړاندې كوم دا چې بي بي سي يوه پرمختللې راډيو ده او زه يې ډېری خپروني اورم كه چېرې تاسې د هغو زړو همكارانو اوازونه نشر او پرليكه كړﺉ لكه ښاعلی ګوهر رحمن ګوهر، علي ارغنداوی، عبيدالله محك، او داسې نور. دابه د بي بي سي يو بل ياد وي.

جلات خان مسلم يار دوتاڼی- جلال اباد

سلامو نه ګران ولي عبدالله، داود جنبش او نورو ملګرو ته، او ګران شيرا اغا کريمي ټولو ته دي زړه له کومي سلامونه او د بي بي سي راديو د ٣٠ مې کليزې مبارکي وايم او هيله لرم چې دوی ټول به روغ او جوړ وي او الله دې تل د بي بي سي راديو له خپرونو سره کامياب لري او زه ستا سې بي بي سي راديو له ١٨٨٨، او ١٩٩٢ کلونو راپدېخو ا اورم .

احمدشاه پاڅون، لښکرګاه

د بي بي سي پښتو څانګې ته د ۳۰ مې کلیزې مبارکي ویل لکه زما د ۳۰مې کلیزي مبارکي چې راکوﺉ؛ ځکه زه هم ۳۰ کلن شوم او د نوي کور نوي ژوند لومړۍ خپرونې مې په یاد دي. هغه وخت چې به هیبت خان ډزې کولې نو موږ به وېرېدو، ‎چې د ريښتیا ډزې دي.

رفیع حمیدي، کندهار

ټولو ته دې د بي بي سي ۳۰مه کلیږه مباركه وي.

زه خپله د پښتو له ټولې څانګې په ځانګړې توګه د‎ ''جوړ تازه'' له پروګرام څخه ځانګړې خاطرې لرم.

يو دا چې يو اورېدونكي ليك كې ليكي وو ''ايمل پسرلى چي ليكونه وايي داسې راته ښكاري لكه سر چې يې تر كړكۍ ايستلى وي، پښې اول لاسونه ښوروي او ليكونه ژر ژر وايي'' ليك لېمې ولوست، ايمل يې ځواب داسې وركړ ''داسې نه ده، كه زه تر كړكۍ د باندې و ګورم، نو توره شپه ده هېڅ نه وينم، او كه پښې او لاسونه و ټكوم نو تاسو بۀ داسې كړپی واورﺉ '' ددې سره موږ كړپى په راډيو كې واورېد.

جاهد احمد درانی، هلمند

د بي بي سي نړیوالې رادیو او ټولو کارکوونکو ته د بي بي سي د ۳۰مې کلیزې د زړه له کومي مبارکي او سلامونه وایم او خدای دې دې ادارې ته اوږد عمر ورکړي چې یو وخت خپله ۳۰۰مه پښتو کلیزه ولمانځي. د ګوهر رحمان، علي ارغنداوي، نبي مصداق صفیه حلیم نجیبې لېمې خواږه اوازونه مې اوس هم په خیال او فکر کې راګرځي که چېرې ددوی په هکله لږ څه معلومات راکړﺉ چې دوی چېرې دي او په څه لګیا دي؟

بي بي سي د پښتو ژبې لپاره او د افغانانو لپاره یې بې شمېره خدمتونه کړي دي زه د بي بي سي له ډېرو کلکو اورېدونکو څخه یم.

پوپل احمدالله سرور، کندهار

بي بي سي راديو ډېره په زره پورې ده په نړۍ كې د مختلفو ژبو زيات مينه وال لري ځکه د بي بي سي په راپورونو کې ډېر صداقت وي، زه چې کله متعلم وم، نو ما بي بي سي فارسي خبرونه اورېدل، بیا کله چې پښتو خبرونه پیل شول، تر اوسه پورې یې اورم.

مياخېل سبروال، دمام، سعودي عربستان

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته. هیله کوم چې جوړ اوروغ به یاست.

تاسې یعنې د بي بي سي ټولو کارکوونکو ته د پښتو خپرونې د ۳۰ کلیزې د پوره کېدو په ویاړ د زړه له کومي مبارکي وایم او د څښتن تعالی نه درته لا نورې بریاوې غواړم. څښتن تعالی دې تاسې ته نور توان درکړي چې د پښتو، پښتنو او افغانستان او د افغانستان د خلکو لپاره ريښتيني بې پرې خبرونه وړاندې کړﺉ او ددې تر څنګ نور غوره تعلیمي ټولنیز او معلوماتي پروګرامونه جوړ او خپاره کړﺉ. مننه.

رفیع حمیدي، کندهار

د بي بي سي پښتو څانګې ته د ۳۰ مې کلیزې مبارکي ویل لکه زما د ۳۰مې کلیزي مبارکي چې راکوﺉ؛ ځکه زه هم ۳۰ کلن شوم او د نوي کور نوي ژوند لومړۍ خپرونې مې په یاد دي. هغه وخت چې به هیبت خان ډزې کولې نو موږ به وېرېدو، ‎چې د ريښتیا ډزې دي.

اکرام کاکړ- له ننګرهاره

سلامونه د بي بي د ۳۰ کلیزې مبارکي درته وایم، الله مو بریالي لره، په بي بي سي پښتو کې مې د ګوهر رحمان ګوهر غږ ډېر خوښېده. که له تاسې سره وي زما سلامونه ورته ډالۍ کړﺉ او که امکان ولري د هغه د غږ یو څو لینکونه را ولېږﺉ، مهرباني به مو وي.

مياخېل سبروال، دمام، سعودي عربستان

السلام عليكم!

هيله ده چې تاسې به روغ جوړ او د لندن په سړه هوا كې مباركه روژه نيولې وي. بي بي سي راديو ډېره په زره پورې ده په نړۍ كې د مختلفو ژبو زيات مينه وال لري ځکه د بي بي سي په راپورونو کې ډېر صداقت وي، زه چې کله متعلم وم، نو ما بي بي سي فارسي خبرونه اورېدل، بیا کله چې پښتو خبرونه پیل شول، تر اوسه پورې یې اورم.

سيد اغا حيران خوګياڼی، جلال اباد

له هر څه د مخه د بي بي سي خپرنيزې ادارې ټولو کارمندانو او د بي بي سي درنو ليدونکو ، اورېدونکو او لوستونکو ته د بي بي سي د (۳۰) کلنې کليزې مبارکي وايم، له لوی رب څخه د بي بي سي د پښتو څانګې کارمندانو ته د لا برياوو غوښتنه کوم.

فاتح ګل شينواری، جلال اباد ښار

زه ۲۲ کلن یم، هو د بي بي سي خبرونه مې له ډېر پخوا څخه په ياد دي او زموږ په ځای کې به تل د هر چا کور په کور غږېدله، او ډېرښايسته اوچت غږ به يې و، تقریباً ۱۵ کاله مخکې.

حزب الله اتل، کابل

بي بي سي چې د خبر په برخه کې په تېرو ۳۰ کلونو کې چې څه کړي د هېچا به هم هېر نه شي. د پښتو ژبې او پښتنو لپاره په چوپړ کولو پر بي بي سي ویاړو.

بي بي سي ته د۳۰مې کلیزې مبارکي وایم او همکارانو ته یې د لا زیاتو بریاوو په هیله یم .

خلیل الله مایار، کابل

د بي بي سي د پښتو خپرونو د دېرش کلنۍ په ویاړ تاسې ټولو د بي بي سي درنو او تکړه کارکوونکو ته د زړه له تله مبارکي وایم.

هغه وخت مې یادېږي چې لا ښوونځي ته نه وم شامل شوی او د راډیو اورېدلو سره مې کومه ځانګړې علاقه نه درلوده، خو یوازې یو پروګرام وو چې زما د ماشومتوب خوب به یې د ژمي په هغه اوږدو شپو کې د شپې تر یوې برخې پورې په سترګو کې راګیر ساتلی و، هوکې هغه د ''نوي کور او نوي ژوند'' راډیویي ډرامه وه.

فاتح ګل شينواری، جلال اباد ښار

له هر څه د مخه د بي بي سي خپرنيزې ادارې ټولو کارمندانو او د بي بي سي درنو ليدونکو ، اورېدونکو او لوستونکو ته د بي بي سي د (۳۰) کلنې کليزې مبارکي وايم، له لوی رب څخه د بي بي سي د پښتو څانګې کارمندانو ته د لا برياوو غوښتنه کوم.

نظر کټوازی، لندن

''پلار مې راته مسک شو او راته ويې ویل چې: کاشکې ته پوهېدلای، چې بي بي سي پښتو رادیو څه شی ده.

زه ډېر تلوسی شوم او دا خبره مې تر ننه نه ده هېره شوې، خو چې کله زه زلمی شوم تعلیم مې وکړ او د نورو لوړو زده کړو لپاره د لندن ښار ته راغلم.

نو د بي بي سي رادیو سره مې ځانګړې مرکه وکړه، زما غږ د لندن څخه د بي بي سي راډیو زما د پلار تر غوږ پورې ورساوه.

د بي بي سي پښتو ډېره ښایسته پښتو ده او په هغه کې د افغانستان د ټولو لهجو ډولونه په نظر کې نیول شوي دي. ستاسې د لا بریا په هیله.

خان محمد رسولي، ترینکوټ

کله مې چې پلار مرکه له بي بي سي څخه واورېده، نو راته یې تیلې فون وکړ، چې زویه! آفرین اوس خو به پوی شوی وې چې بي بي سي رادیو څه شی ده! نو ما ورته په احترام وویل چې هو پلاره، اوس پوی شوم چې بي بي سي راډیو څخه شی ده! ''

صفی الله ناصري، کابل

زه اوس ۲۰ کلن یم نژدې ۷ کلن به وم چې ما بي بي سي پېژندله او کله مې چې د یوې ښځینه خبریالې غږ پکې واورېد، ورته مې پام لا زیات شو او له ځان سره مې وویل چې ایا ښځه هم خبرونه وایي بل کله چې موږ وروڼه کوچني وو نو پلار به مو خبرونه او د ډرامه اوروله او خوند به یې هغه وخت ډېر کولو چې د ویده کېدلو څخه مو د مخه اورېدله او په زړونو کې مو هیلې را ژوندۍ کېدې.

خان محمد رسولي، ترینکوټ

د بي بي سي پښتو ډېره ښایسته پښتو ده او په هغه کې د افغانستان د ټولو لهجو ډولونه په نظر کې نیول شوي دي. ستاسې د لا بریا په هیله.

مياخيل صبروال، سعودي عربستان، دمام ښار

بي بي سي راديو (اوس له خيره ځوانه شوه) له هغه راهیسې چې د بي بي سي پښتو خبرونه پیل شوي، موږ ته یې ډېر په زړه پورې مالومات راکړي. موږ د لانورو بریالیتوبونو دعاوې ورته کوو. او غواړو چې نړۍ او افغانستان ته بې طرفه خبرونه وړاندې کړي.

جلات خان مسلم يار دوتاڼی، جلال اباد، ننګرهار

جار سم جار سم د پخوانۍ بي بي سي راديو څخه چې ويل به یې: '' دا لندن دی. دا د بي بي سي راديو پښتو خبرونه دي چې په لنډو څپو ٣١ ٤١ او ١٩ مترو خپرېژي ''.

سعد پښتون، نامالوم ځای

زما د بي بي سي خپرونې ډېرې خوښېږي خو یو خبر مې هېڅ له یاده نه وځي، چې ستاسې خبریال وویل، د افغانستان مساله ډېره چینجنه ده.

زمری کابل

ډېر خوښ یم چې د بي بي سي پښتو خپرونې ۳۰کلنې شوې. زما د بي بي سي په خپرونو کې تر ټولو زیات د ملا عمر سره د بي بي سي هغه خبرې خوښې شوې، چې د چیچنیا او روسیې د جنګ په باره کې وې.

اسامه افغاني، نا مالوم ځای

بي بي سي پښتو خپرونې له ډېرې اوږدې مودې په افغاني ټولنه كې ځانګړې حای لاره او تر یوه حده یې اوس هم لري، زيات شمېر خلكو به اورېدل شوى خبر ترهغه نه مانه چې بي بي سي به تصديق كړى نه و، خو په دې وروستيو دوه لسيزو كې په تېره بيا د 9/11 نه راپديخوا چې د افغانستان سياسي حالاتو بدلون وموند، بي بي سي هم له بده مرغه د نورو ورته راديوګانو په شان د سيمې حالات هغسې نه انځووروي لكه څنګه چې په حقيقت كې دي، په راپورونو كې يې له يوطرفه قضاوت نه سترګې نشو پټولی، د افغانانو پرسر پرتو غمونو او مشكلاتو زياتو برخو ته يې په راپورونو كې مناسبه توجه نه ده كړې، بلكې خصوصاً كله چې خارجي ځواكونه ددې مشكلاتو مسؤولين وي كوښښ كوي چې هېڅ پرده ترې پورته نه كړي، دا او ورته نورې نقطې ددې لامل ګرځېدلې چې خلك پر بي بي سي خپله خواخوزي نه ګڼي او نه پرې هغه پخوانی باور لري. زه دې ته خوښ نه يم بلكې دا كار هم د بي بي سي او هم د خلكو لپاره يوه ستونزه او مشكل ګڼم.

حکمت الله مرت، نامالوم ځای

د ګوهر الرحمن -ګوهر- هغه چې د خبرونو په سرکې به یې ویل ''دا لندن دی د بي بي سي د پښتو خپرونه ده،'' دا به ماته ډېره جالبه تمامېده او یو ځانګړی اواز یې درلود.

احمد حسیب بارکزی، نامالوم ځای

بي بي سي د هغو کسانو لپاره چې خبرونه ترلاسه کوي، غوره وېبپاڼه لري.

روح الله سمر، کابل

د پښتنو لپاره د ویا‌‌‌‌‌ړ ځای دی.

نويد شینوای، نامالوم ځای

ډېر اعلی، بي بي سي پښتو وېبپاڼه د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره یو لوی ګام دی.

نذیر معروف، نامالوم ځای

ډېر ښه، زه د بي بي سي پښتو خوښوم

سباوون سحر، نامالوم ځای

خاطرې زیاتې دي خو ګوهرالرحمان ګوهر مو نادرکه او بیا مو ورسره خبر ونه کړې، د نوموړي په ګډون مو تقاعد کړي همکاران (عبیدالله محک، جان محمد اڅکزی، کمال بهزادي ...) را پیدا او ورسره خبرې وکړئ چې مونږ ته هغه وخت راپیدا کړې چې هېواد مو په اور په لمبو ........

محمد جمعه خیالمند، نامالوم ځای

د بي بي سي رادیو کارکوونکو! زه ستاسې پروګرامونه اورم. فکر کوم تر ۱۲ کلونو وروسته مو زما نوم نه دی هېر کړی، او ما هم څه نه دي درته لیکلي. بي بي سي د خبرونو د ترلاسه کولو لپاره زما لپاره یوازینۍ سرچینه ده. لومړی ټولو مسلمانانو ته د روژمې مبارکي وایم.

عطاء الله تسل، جلال اباد

دا حقيقت دی چې بي بي سي يوه نړيواله او قوي رسنۍ ده چې ښه كارکوونكي لري او تر‎ ډېره موفقه هم ده. خو ريالستيك حقيقتونه په نظركې نه نيسي.

غازي محمد وردګ

د بي بي سي رادیو د ۳۰ کلنۍ مبارکۍ د بي بي سي رادیو ټولو اورېدونکو او کارکوونکو ته وایم.

خان محمد ستانکزی، چک جمهوریت

بي بي سي پښتو ته سلامونه. زما هیله دا ده چې که د خپلو ټولو پخوانیو ویاندانو؛ ښاغلیو عبدالعلي ارغنداوي، نبي مصداق، شېراغا کریمي، سعادت ساپي، ګوهر رحمان ګوهر، سعیده محمود، صفیه حلیم، ډاکټر اکبر او نورو، او اوسنیو هغو د خبرو بېلګې یا د بي بي سي پښتو د وېب سایټ په یوه برخه کې کېږدئ یا یې یوټیوب ته پورته کړئ.

ما څو ځلې هڅه وکړه چې په یو ټیوب کې د علي ارغنداوي غږ پیدا کړم خو له بده مرغه چې بېخي نشته. د ټولو غږونه او په ځانګړې توګه د علي ارغنداوي ډېر خواږه وو. زه ډېر کوچنی وم چې د تره له راډېو نه به مې اورېده او اوس را سره په حافظه کې د یوه خواږه غږ په څېر ثبت دی.

محمد اسمعیل وردګ، سرخاب، کوټه

بي بي سي په ټوله نړۍ کې بې سارې او ښه رادیو ده. د بي بي سي ټول خبریالان تجربه کار دي، زما ډېر خوښېږي، د بي بي سي اوومه سټوډیو مې ډېره خوښېږي.

غازي محمد وردګ

ډېر اعلی، بي بي سي پښتو وېبپاڼه د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره یو لوی ګام دی.

نوید شینواری

سلامونه او ښې چاري! درته د زړه له كومي د ۳۰مې کلیزې مبارکي وړاندې کوم. دا حقيقت دی چې بي بي سي يوه نړيواله او قوي رسنۍ ده چې ښه كارکوونكي لري او تر‎ ډېره موفقه هم ده. خو ريالستيك حقيقتونه په نظركې نه نيسي د ژورناليزم هغه رسالت چې د انسانيت او بشري ټولنو لپاره خدمت دی، د مصلحتونو قرباني كوي. په افغانستان كې د بشري حقونو سره دوه مخی چلند كوي اوس یې د پخوا په شان اورېدونكي كم شوي دي. زه درته وړانديزكوم چې ډېره لويه بها په كم شي مه پلورﺉ. پرېژدﺉ چې په ژورناليزم كې ديوالونه نه وي.

روح الله سمر، کابل

بي بي سي د هغو کسانو لپاره چې خبرونه ترلاسه کوي، غوره وېبپاڼه لري.

زمری، کابل

زما د بي بي سي خپرونې ډېرې خوښېږي خو یو خبر مې هېڅ له یاده نه وځي، چې ستاسې خبریال وویل، د افغانستان مساله ډېره چینجنه ده.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .