''د افغان جګپوړو چارواکو امنيتي شرکتونه منحل شول''

بسم الله محمدي
Image caption د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي وايي تر اوسه یې۵۴ کمپنۍ ړنګې کړي او ۴۶ لا پاتې دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي تر دې دمه يې لسگونه خصوصي امنيتي کمپنۍ ړنگې کړي او له دغو کمپنيو نه يې زرگونه ميله سپکې او درنې وسلې هم تر گوتو کړي دي.

د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي دغه څرگندونې د مشرانو جرگې ته کولې، هغه وويل لا هم لسگونه کمپنۍ په کار بوختې دي چې په خبره يې د روان کال تر پايه به د هغو د ړنگولو په اړه هم پريکړه وکړي.

په افغانستان کې د خصوصي امنيتي کمپنيو شته والي د څو کالو راهيسې په خلکو کې دا انديښنې راپورته کړي چې گواکې دغه کمپنۍ تر ډيره په نا امنيو کې ښکيلې دي .

سره له دې چې شاوخوا يو کال وړاندې افغان ولسمشر د دغو کمپنيو د ړنگولو په اړه ځانگړى فرمان صادر کړى و، خو لا هم د دغو کمپنيو ځينې يې په پلازمېنه کابل او نورو لويو ښارونو کې فعاله پاتې دي .

په افغانستان کې د خصوصي کمپنيو په اړه داسې ويل کيږي چې تر ډيره په لوړ پوړو دولتي چارواکو پورې تړلې دي او امنيتي چارواکي او په ځانگړې توگه افغان پوليس د دغو کمپنيو د ړنگولو واک نه لري.

په همدې تړاو مشرانو جرگې د کورنيو چارو وزير وربللى و او د دغو کمپنيو د ړنگولو په اړه له هغه نه د زيات سپيناوى غوښتونکي شول.

وزير بسم الله محمدي مشرانو جرگې ته ډاډ ورکړ چې تر دې مهاله يې له ۵۰ زياتې کمپنۍ ړنگې کړي چې ډيرو يې د دولت د لوړ پوړو چارواکو سره تړاو لاره:

''څلور پنځوس کمپنۍ مو ړنگې کړي او له هغو نه مو 4000 ټوپک او نورې وسلې تر گوتو کړي دي. ټول هغه کسان چې د لوړپوړو دولتي چارواکو سره يې تړاو لاره هغه مو له دغو واکونو نه بې واکه کړي دي. داسې نه ده چې موږ په کې ځيني پريږدو او ځيني نورې ړنگوو، هيڅ شى پټ نه پاتې کيږي، موږ د ټولو دولتي چارواکو کمپنۍ ړنگې کړي دي.''

خو د دې ټولو سره سره په مشرانو جرگه کې سناتورانو ويل چې لا هم ځيني کمپنۍ شته چې هم په پلازمينه کابل او هم په نورو لويو ښارونو کې امنيتي چارې په غاړه لري.

دغو نيوکو ته د کورنيو چارو د وزير ځواب دا و چې د پاتې کمپنيو د ړنگولو چارې يې هم تر لاس لاندې دي او هغو چې سرغړونې يې کړي هغه يې جريمه کړي هم دي:

'' 46 نورې کمپنۍ پاتې دي او له دې ډلې نه 36 هغه دي چې له قانون نه يې سرغړونې کړې وې. يا هغو چې ماليې يې نه وي پرې کړې، هغوى مو جريمه کړي، د هغوى موټرې مو ترينه نيولي او شاوخوا دوه مليارده افغانۍ مو له همدغو جريمو نه ماليې وزارت ته سپارلې دي، د دوى وسلې مو هم ترينه اخيستې.''

د کورنيو چارو وزارت وايي چې د روان لمريز کال تر پايه به پاتې ټولې خصوصي امنيتي کمپنۍ هم ړنگې کړي، خو د ښاغلي محمدي په وينا په دغو کمپنيو کې شته کسانو ته به ځيني لوى او واړه کارونه بيامومي.

سره له دې چې په افغانستان کې د خصوصي امنيتي کمپنيو د ړنگيدو په اړه افغان ولسمشر يو کال وړاندې فرمان ورکړى و، خو هماغه مهال د يو لړ نړيوالو ادارو له سخت غبرگون سره مل شو.

ان تر دې چې يوه امريکايي چارواکي دا گواښنه هم کړې وه که چيرته دغه کمپنۍ وړنگيږي، نو دوى به په دغه هيواد کې خپلې ټولې پراختيايي چارې په ټپه ودروي.

ورته مطالب