اوباما: د ۳۰ پوځيانو وژنه زموږ ماموریت نه شي زیانمنولی

اوباما

اوباما ویلي چې افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې په افغانستان کې د ناټو د چورلکې رالوېدو په پېښه کې د ۳۰ امریکايي پوځيانو وژل کېدل به د امریکا پر روانې جګړې منفي اغېز ونه کړي.

د تېرې شنبې پر ورځ (د اګست شپږمه) د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د ناټو یوه چینوک الوتکه طالبانو راغورځوله، چې د اوو افغان کوماندوز او یوه ژباړن په ګډون د امریکا ۳۰ ځانګړي ځواکونه ووژل شول.

ولسمشر اوباما د تېرې دوشنبې پر ورځ ویلي، چې په افغانستان کې به خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

ناټو هم ویلي چې د اورپکو پرضد عملیات به ګړندي کړي.

افغانستان کې د ناټو ستر تلفات

  • ۲۰۰۵، د اپریل ۶مه

    په غزني ولایت کې د چینوک چورلکې په رالوېدو سره ۱۵ امریکايي پوځيان او درې قراردادیان ووژل شول.
  • ۲۰۰۵، د جون ۲۸مه

    په کونړ ولایت کې د طالبانو له خوا د چینوک چورلکې په راغورځولو سره ۱۶ امریکايي عسکر ووژل شول.
  • ۲۰۰۵، د اګست ۱۶مه

    هرات ته څېرمه د ناټو چورلکه راولوېده، چې ۱۷ هسپانوي عسکر پکې ووژل شول.
  • ۲۰۰۶، د مۍ ۵مه

    د کابل په ختيځ کې د چینوک الوتکې په رالوېدو ۱۰ امریکايي عسکر ووژل شول.
  • ۲۰۰۶، د سپتمبر دویمه

    د برتانیا ۱۴ شاهي هوايي پوځيان تر چاودنې او نښتې وروسته ووژل شول.
  • ۲۰۰۸، د اګست ۱۸مه

    د کابل په ختيځ کې د طالبانو په کمین کې ۱۰ فرانسوي سرتېري ووژل شول.
  • ۲۰۱۱، د اګست ۶مه

    په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو له خوا د چینوک چورلکې په راغورځولو سره ۳۱ امریکايي ځانګړي ځواکونه او اووه افغان کوماندوز ووژل شول.
  • سرچینه:

    بي بي سي خبري څانګه

اوباما په سپینه مانۍ کې خبریالانو ته ویلي ''پوهېږم چې افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤولیتونو د لېږد په بهیر کې زموږ ځواکونه خپل درانه مسؤولیت ته اوږه ورکوي، له دې ټولو موخه داده چې افغانستان یوځل بیا د ترهګرو پر یوه خوندي ځای بدل نه شي.''

امریکايي ولسمشر دا هم ویلي چې په افغانستان کې د ۳۰ امریکايي پوځيانو وژل کېدل په دغه هېواد کې زموږ د پوځيانو په مخ کې د نویو ګواښونو د خطر زنګ دی.

نوموړي ويلي چې پوځیان یې هره ورځ په افغانستان کې له نویو ګواښونو سره مخامخ کېږي.

په میدان وردګو ولایت کې د ۳۰ امریکايي پوځيانو وژل کېدل د افغانستان په روانه لس کلنه جګړه کې امریکايي پوځيانو ته دا تر ټولو لویه مرګ ژوبله ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .