''په زرګونو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شوي''

افغان ځوانان
Image caption په افغانستان کې په ميليونو نه ځوانان بې روزګاره دي.

په افغانستان کې د ځوانانو نړیواله ورځ د 'اګست دولسمه' په داسې حال کې لمانځل کیږي چې لا هم میلیونونه افغان ځوانان کار او زده کړو ته لاسرسی نه لري.

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي دوی لسګونو زره ځوانانو ته د لوړو او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزرات د ځوانانو چارو مرستیال وزیر وايي دوی د هېواد په ټولو ولایتونو کې خپلو اړوندو ادارو ته لارښونه کړې چې د ځوانانو په نړیواله ورځ داوطلبانه کارونه ترسره کړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزرات د ځوانونو د برخې مرستیال وزیر تیمور شاه اسحق زی وايي دوی ځوانانو ته د ځینو اسانتیاو د برابرولو ترڅنګ په ټولنیزو چارو کې د ځوانانو د ونډې اخیستو لپاره ډېرې هڅې کړي.

ښاغلی اسحق زی زیاتوي دوی سږ کال د افغانستان په ټولو ولایتونو کې خپلو استازيو ته لارښوونه کړې چې د ځوانانو په نړیواله ورځ په داوطلبانه ډول ټولنیز کارونه ترسره کړي.

په تېرو څو کلونو کې سلګونه زره افغان ځوانان د لوړو زده کړو موسسو ته په لار موندلو نه دي بریالي شوي، او له لوړو زده کړو بې برخې او برخلیک یې ندی څرګند.

خو ښاغلی اسحق زی وايي دوی د اطلاعاتو او کلتور په وزرات کې د ځوانانو د معینیت له جوړېدو راهیسې د ځوانانو په راغونډولو او یو موټي کولو کې ډېر کار کړی دی.

دی وايي له شلو زرو ډېرو هغو ځوانانو لپاره یې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې چې د لوړو زده کړو موسسو ته یې لار نه وه موندلې.

اوسمهال هره ورځ سلګونه ځوانان د کار په موخه ګاونډیو او یا هم نورو اروپايي هېوادونو ته ځي، ځینې دغه ځوانان پر افغان حکومت او چارواکو نیوکه کوي چې دوی ته یې د کار لازمې زمینې نه دي برابرې کړې.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت دا مني چې دا مهال په میلیونونه افغان ځوانان د بې کارۍ له ستونزې سره لاس او ګریوان دي خو زیاتوي چې دوی په دې برخه کې د مرستندویه ټولنو په ملاتړ تر اوسه کار هم کړی دی.

د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې له افغانستان سره د نړیوالو د لسګونه میلیارده ډالرو له مرستې سره سره بیا هم د افغان ځوانانو ستونزې نه یواځې دا چې حل شوي نه دي، بلکې د زیاترو په وینا ډېرې شوي دي.

موده وړاندې د ځوانانو په ملي کنفرانس کې ولسمشر کرزي هم پر بهرنیانو سختې نیوکې وکړې چې په افغانستان کې یې بنسټیز کارونه نه دي کړي او له ځوانانو یې وغوښتل چې باید پخپله خپل هېواد جوړ او آباد کړي.

ورته مطالب