'د مسلکي زده کړو ۴۱ مرکزونه جوړ شول'

زده کوونکې د انځور حقوق Getty
Image caption د پوهنې وزارت وايي د مسلکي زده کړو په برخه کې نژدې سل بورسونه هم د روسيې ، قزاقستان او جرمني له لوري ورکړل شوې دي.

د افغانستان د پوهنې وزرات وايي د کال په لومړۍ ربعه کې يې د حرفوي او مسلکي زده کړو ۴۱ مرکزونه جوړ کړي دي.

د چارواکو په وينا په دغو مرکزونو کې شامل شوي شاوخوا ۲۵زره زده کوونکي د کرنې، حسابدارۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ او د کمپيوټر په تخنيکي زده کړو بوخت دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو په دغو مرکزونو کې تر ډېره هغه ځوانان جذبېږي چې د کانکور په ازموينه کې پوهنتون ته لاره نه ده موندلی.

افغان حکومت وايي په هېواد کې د مسلکي او تخنيکي زده کړو او عمومي زده کړو د ناانډولۍ د له منځه وړلو په موخه يې د حرفوي او مسلکي زده کړو ۴۱ مرکزونه جوړ کړي چې پنځه يې په کابل کې دي.

د مسلکي زده کړو دغه مرکزونه په ټول هېواد کې جوړ شوي او زده کوونکو ډېره برخه يې هغه افغان ځوانان دي چې د کانکور په ازموینه کې يې حکومتي پوهنتونونو ته لاره نه ده موندلې او د لوړو زده کړو په خصوصي موسسو کې د فيس ورکولو وس نه لري.

د پوهنې وزارت وياند امان ايمان وايي د مسلکي او تخنيکي زده کړو په دغو ۴۱ موسسو کې شاوخوا ۲۵زرو ځوانان په بېلا بېلو رشتو کې پر زده کړو بوخت دي.

دی وايي حکومت او په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت هڅه کوي مسلکي زده کړې په درست هېواد کې پراخې کړي او هغه کمبودي چې اوس ورسره افغان حکومت لاس او ګرېوان دی را کمې کړي.

ښاغلي ايمان زياته کړه د دغو ۲۵زره زده کوونکو په زياتېدو اوسمهال په ټول افغانستان کې ۴۶۰۰۰ زده کوونکي پر مسلکي زده کړو بوخت دي.

خو دی وايي په راتلونکو دريو کلونو کې به د زده کوونکو دا شمېر ۱۵۰زره او د مسلکي زده کړو د مرکزونو شمېر ۲۷۰ ته ورسوي.

د پوهنې وزارت وايي د مسلکي زده کړو په برخه کې نژدې سل بورسونه هم د روسيې ، قزاقستان او جرمني له لوري ورکړل شوې دي.

ورته مطالب