انځورونه: د بي بي سي پښتو زاړه يادونه

د نن څخه ديرش کاله مخکې د بي بي سي پښتو لومړنې خپرونه د هوا په څپو کې خپره شوه. هغه وخت د بي بي سي پښتو خپرونه يوازې ١٥ دقيقې وه.

د بي بي سي پښتو خپرونې لومړۍ خپرونه د اګست ۱۵ مه ۱۹۸۱ کال، له کيڼ نه ښی لور، جعفر علي خان، نبي مصداق، ډېوېډ پېج (د څانګې مشر) او جان ډن
د عکس تشریح،

د بي بي سي پښتو خپرونې لومړۍ خپرونه د اګست ۱۵ مه ۱۹۸۱ کال، له کيڼ نه ښی لور، جعفر علي خان، نبي مصداق، ډېوېډ پېج (د څانګې مشر) او جان ډن

د عکس تشریح،

د پښتو خپرونې ډله ۱۹۸۱ کال، له کيڼې ښۍ خوا ته، نبي مصداق، يعقوب کاکړ، فضل علي، خالد خټک او جعفر علي خان

د عکس تشریح،

د بي بي سي پښتو خپرونې ډله ۱۹۸۹ کال، په شا کتار کې له کيڼې ښۍ خوا ته، محمد اکبر اکبر، نبي مصداق او جعفر علي خان. په مخکيني کتار کې ناست له کيڼ ښی لور، د پښتو څانګې مرستيال مشر برېن بل، صفيه حليم، د پښتو څانګې مشر ګورډن اډم او اختر کوهستانی

د عکس تشریح،

د بي بي سي پښتو خپرونې ډله ۱۹۸۹ کال، په شا کتار کې له کيڼې ښۍ خوا ته، اسماعيل نياز، يعقوب کاکړ، غلام زرملوال او علي ارغنداوی. په مخکيني کتار کې ناست له کيڼ ښی لور، کمال بهزادي، سعيده محمود او ګوهر رحمان ګوهر

د عکس تشریح،

په بوش هاوس کې د بي بي سي پښتو خپرونې ډله ۱۹۸۶ کال، له کيڼ نه ښي لور ته نبي مصداق، يعقوب کاکړ، ګورډن اډم (د پښتو څانګې مشر)، ګوهر رحمان ګوهر، اسماعيل نياز، کمال بهزادي او سکرټره راشل هېسلېپ.

د عکس تشریح،

د پښتو خپرونې "روغه څټه" پروګرام په بوش هاوس کې د تمثيل پر مهال ۱۹۸۷ کال. له کيڼ نه ښي لور ته د ډرامې ليکوال کولېن الفرېډ چې مخکې يې د مجاهدينو تر ولکې لاندې سيمو کې د روغتيا ساتنې ښوونکي په توګه کار کړی و، له ده سره اختر کوهستانی، ياسمين حسين، نبي مصداق او ګوهر رحمان ګور

د عکس تشریح،

لومړۍ پښتو/دري روزنيز پروګرام د کلي غږ ۱۹۸۹ کلا، په انځور کې له کيڼ ښی لور سعيده محمود او نجيب اميني د ملګريو ملتونو له چارواکي سره.

د عکس تشریح،

د بي بي سي پښتو نبي مصداق (کيڼې خوا ته) او ډاکټر جان بېلي د افغان موسيقۍ پر لړۍ بحث کوي.

د عکس تشریح،

ډاکټره فې هافېنډن د ابتدايي روغتيا کارپوهه، د بي بي سي پښتو له ګوهر رحمان ګوهر سره خبرې کوي.

د عکس تشریح،

د بي بي سي پښتو اسماعيل نياز (کيڼه خوا) له علي ارغنداوي سره ۱۹۸۸ کال، د بي بي سي په کتابتون کې د اورېدونکيو پوښتنو ته ځوابونه مومي.

د عکس تشریح،

د بي بي سي پښتو خپرونې ډله ۱۹۹۲ کال، چې په پښتونخوا ته د خپل سفر پر مهال اورېدونکي پرې راټول شوي دي.

د عکس تشریح،

د بي بي سي پښتو خپرونې صفيه حليم په ۱۹۹۱ کال له قبايلي خپريالانو سره خبرې کوي.

د عکس تشریح،

دا د ۱۹۸۳ کال انځور دی، چې د بي بي سي پښتو نبي مصداق د افغانستان اسلامي جمعيت له مشر برهان الدين رباني مرکه کوي.

د عکس تشریح،

دا د ۱۹۸۷ کال انځور دی چې پښتون سندرغاړی (ښی لور) له نورو موسيقۍ غږوونکيو سره د بي بي سي پښتو اورېدونکيو لپاره سندرې وايي.

د عکس تشریح،

جان بوېن له صفيې حليم سره "د افغان پولې ساده کيسې" کتاب په اړه خبرې کوي، چې بيا پر پښتو خپرونې خپرېدې.

د عکس تشریح،

د بي بي سي پښتو خپرونې په ۱۹۸۸ کال کې په خپل روغتيايي پروګرام "روغه څټه" سره د سوني راډيو "د ټولنې غوره خدمت پروګرام" جايزه وګټله. په انځور کې له کيڼ نه ښي لور ته د دغه پروګرام جوړونکی ګوهر رحمان ګوهر، يو بل ګټونکی او د پښتو څانګې مشر ګورډن اډم