په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بي بي سي پښتو لومړنۍ خپرونه

د روان ۲۰۱۱ کال د اګست مياشتې پر ۱۵ مه د بي بي سي پښتو خپرونه پر خپلې ۳۰ کلنۍ پل کېښود. دری لسيزې وړاندې د افغانستان پر وخت د سهار ۶ نيمې او پښتونخوا کې ۷ بجې وې چې بي بي سي د نبي مصداق پر غږ په پښتو خپرونو پيل وکړ. د بي بي سي پښتو خپرونو د پيل پر مهال لا پر افغانستان د شوروی اتحاد له يرغله يو کال او نژدې ۸ مياشتې تېرېدې.

بي بي سي له وړاندې د پښتو خپرونو تابيا درلوده، چې په افغانستان کې له بدلونو سره هم مهاله له بي بي سي نه پر پښتو ژبه د خپرونو اړتيا زياته شوه. لومړۍ خپرونه سهار مهال او يوازې ۱۵ دقيقې وه، او ډېر ژر بيا ۳۰ دقيقې او ورسته بي بي سي پښتو هر سرهار په ۴۵ دقيقې خپرونې کولې.

د بي بي سي پښتو لومړنۍ نيم ساعته خپرونه