وردګ: ۸۵۰۰ زده کوونکو ته د ښوونځيو ودانۍ جوړوو

زده کوونکي
Image caption د پوهنې وزارت وايي، اوس مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۵۱۷ ښوونځي د ناامنیو له کبله تړل شوي دي.

د افغانستان په اتو ولایتونو کې به شاوخوا ۸۵۰۰ هغو زده کوونکو ته، چې تر اوسه يې تر کېږدیو لاندې زده کړې کولې، د ښوونځیو ۱۵ودانۍ جوړې شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، اوس مهال په دغه هېواد کې شاوخوا ۷۰۰۰ ښوونځي سمې ودانۍ نه لري، او دغه وزارت د پراختیایي بودیجې په مټ په کال کې د شاوخوا ۵۰۰ ښوونځیو د رغولو وس لري.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت د لسو تړل شویو ښوونځیو د بېا پرانیستو خبره کوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، دغه ښوونځي به د نړيوال بانک او ډنمارک په مالي مرسته د پوهنې وزارت د پراختیايي بودیجې لخوا جوړیږي.

د پوهنې وزارت وايي، دغه ودانۍ به د هېواد په اتو ولایتونو بغلان کندوز، کابل، هرات، ننګرهار، لغمان، بادغیس او غزني کې جوړې شي، چې شاوخوا ۸۵۰۰ زده کوونکي به پکې زده کړه کوي.

د دغو ښوونځیو د ودانیو نقشه د پوهنې وزارت د زېرمو د جوړولو د ریاست لخوا جوړه شوې او دغه نقشه هغو شرکتونو ته، چې د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو مسوولیت لري، سپارل شوې ده.

داسې نیوکې کېږي، چې ډېری وخت د ښوونځیو د ودانیو به جوړولو کې بی کیفیته مواد کارول کېږي.

خو د پوهنې وزارت سلاکار ګل اغا احمدي وايي، د دغو ودانیو د جوړولو کار به ترڅارنې لاندې وي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د افغانستان ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نلري.

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د افغانستان ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نلري.

د پوهنې وزیر محمد فاروق وردګ دغه تشه د پوهنې پروړاندې یوه ننګونه بولي او وايي ، دغه وزارت هځه کوي، چې دغه ستونزه هواره کړي.

د پوهنې وزیر همداراز په پکتیکا کې د لسو تړل شویو ښوونځیو د بېرته پرانیستنې خبره هم وکړه.

د نوموړي په وینا، دغه ښوونځي د ناامنیو له کبله تړل شوي و.

د ښاغلي وردګ په خبره، اوس مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۵۱۷ ښوونځي د ناامنیو له کبله تړل شوي دي.

ورته مطالب