په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بي بي سي پښتو لومړنۍ نيم ساعته خپرونه

دری لسيزې وړاندې د افغانستان پر وخت د سهار ۶ نيمې او پښتونخوا کې ۷ بجې وې چې بي بي سي د نبي مصداق پر غږ په پښتو خپرونو پيل وکړ. لومړۍ خپرونه سهار مهال او يوازې ۱۵ دقيقې وه، او ډېر ژر بيا ۳۰ دقيقې او ورسته بي بي سي پښتو هر سهار په ۴۵ دقيقې خپرونې کولې.