امنیتي چارواکو دوې سړي تښتوونکي ډلي نیولي

Image caption امنیتي چارواکي : په کابل کې د سړي تښتوني پیښو کچه ډیره ټیټه شوې

د کورنیو چارو امنیتي چارواکي وایې په کابل کې یې تیره شپه یوه درې کسیزه سړي تښتونکې ډله نیولې او د حاجي عبداله عمرزي په نوم یو کس یې د هغو له منګولو ژغورلی دی .

عبداله عمرزی په کابل کې د خښتو د تولید دستګاه لري چې شپږ ورځي وړاندي ددغې ډلې لخوا وتښتول شو .

نوموړی وایې پنځه ورځي یې په شل متره غوچ څاه کې تیرې کړې .

د ژغورل شوي کس په پښو کې زولنې اچول شوي او په څاه کې دننه په پنځوس متره کیندل سوي سوف کې بندي وو . دی وایې تښتوونکو یو میلیون ډالره ترې غوښتې وې .

حاجي عبدالله عمرزی وايي سړي تښتونکو دی د کار له سره د ده سبز ولسوالۍ بختیاران کلي ته یوړ او وروسته یې څو ځله ځای وربدل کړ.

د کورنیو چارو وزارت وایې ددې ډلې د نورو کسانو لټون یې دوام لري .

امنیتي چارواکي وایې په ټوله کې په پلازمینه کابل کې دداسي پیښو کچه ډیره ټیټه شوې . د کابل ولایت د جنایې جرمونو سره د مبارزې مشر سمونوال محمد ظاهر وایې په تیرو دوو میاشتو کې هیڅ یوه ورته پیښه نه وه رامنځته شوې .

بل خوا درې ورځي وړاندي په کندز ولایت کې هم اتیا کلن قومي مشر تښتول شوی وو چې د یو میلیون ډالرو بدلې غوښتنه ترې شوې وه .

امنیتي چارواکي وایې د حاجي عبدالعزیز د ژغورلو په ۲۲ ورځنیو عملیاتو کې خلکو همکاري ورسره کړې او پدې تړاو هم درې کسیزه ډله نیول شوي دي .

وړاندې تر دې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سوداګر، پانګوال او صرافان او د هغوی د کورنیو غړي تښتول شوي دي ,چې دې کار په هېواد كې سوداګراو پانګوال بې زړه كړي او نه غواړي، چې په افغانستان كې پانګونه وکړي اوله همدې ويرې هڅه كوي، چې خپلې پانګې هم له هېواده وباسي .

ورته مطالب